په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پټ پاکستان

Image caption لوېديځي ډيپلوماتان پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور لگوي

پاکستان په تېرو لسو کلونو کې د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې د امريکا ملگرى گڼل شوى خو د بي بي سي په يوۀ مستند فلم کې د پردې ترشاه واقعيتونه بل ډول ښکاري.

په دغه فلم کې هڅه شوې وموندل شي چې ولې لوېديځوال ډيپلوماتان په داسې يوۀ هېواد چې د لويديځ متحد دى د دوه مخۍ تور لگوي.

دوی وايي د پاکستان دغه ډول تګلارې په افغانستان کې د زرگونو بهرنيو ځواکونو وژنې ته لار هواره کړې ده.

پاکستاني چارواکو تل دغه راز تورونه رد کړي او وايي دغه هېواد د ترهگرو پر ضد جگړې ته ژمن دى.

يما بارز د غه تلويزيوني مستند فلم راديويي بڼې ته اړولى، چې لومړۍ برخه يې دلته اورېدی شیء.