د انسان ماغزه په ځينو کارونو کې ژر ملا ماتې شي

ماغزه
Image caption رماغزو د زړښت پر اغيزو پوهيدل ، د پيړۍ يوه لويه ننگونه ده

يوه مهمه سروې وايي د حافظې او فکر کولو په گډون د ماغزو اصلي کار کميده کيداى شي ،هله پيل شي چې ، خلک د خپل عمر د څلورمې لسيزې نيمايي ته ورسيږي.

تر دې وړاندې اټکل دا و چې دغه کار ډير وروسته کيږي.

فرانسوي او برتانوي څيړونکو د برتانيا په يوې روغتيايي مياشتنۍ کې ليکلي چې په اوږده مهال کې په برتانيا کې له اووه زرو د ډيرو ملکي کارکونکو د روغتيايي حالت د څيړلو په پايله کې يې دا موندلې ده.

دوى وايي دا موندنه دهغې اړتيا پرارزښت ټينگار کوي چې د خپلو ماغزو د خوندې کولو په موخه خلک بايد د ژوند يوه ښه لار غوره کړي.

د سروي د ليکوالانو د رپوټ له مخې په داسې يوه وخت کې چې د خلکو عمر اوږد شوى ، پرماغزو د زړښت پر اغيزو پوهيدل ، د پيړۍ يوه لويه ننگونه ده.

د٤٥ او ٧٠ کلونو ترمنځ د برتانيا شاوخوا اووه زره ملکي کارکوونکو په دغه څيړنه کې برخه اخيستې ده.

له دوى نه هر يو يې د لسو کلونو په اوږدو کې ازمويل شوى.

په دغه موده کې د بيلوبيلو عمرونو جلاجلا ډلو دا ښودلې چې حافظه ، فکر کول او پوهه يې کمېږي.

د هيښتيا خبره

خو په زړو خلکو کې بيا دغه اغيز ډير زيات دى.

په دې برخه کې د هيښتيا خبره دا ده چې د ٤٥ او ٤٩ کلونو عمر درلودونکو خلکو کې دغه کمښت لږ دى ، خو دهغوى په دماغي وړتيا کې درې سلنه ټيټوالى ښودل شوى دى.

دغه سروې په دې برخه کې له پخوانيو شويو سروي گانو سره توپير لري.

پخوانيو سروې گانو ويلي وو چې د خلکو د ماغزو د فعاليتونو کميده له شپيته کلنۍ پيلېږي.

خو هغه څه چې ټولې سروي گانې پرې يوه خوله دي ، د حافظې د کمزورتيا او له روغتيايي پلوه د ناسم ژوند ترمنځ اړيکه شته.

خو د نننۍ سروې ليکولان په خپل رپوټ کې پر ځوان کهول ټينگار کوي چې د خپل وجود او ماغزو د خوندې کولو په موخه بايد ځانونه سالم وساتي.

ورته مطالب