ساینس پوهان وایي سپوږمۍ له ځمکې جوړه شوې ده

د انځور حقوق AP
Image caption ددغه جسم کتله او سرعت روښانه ندي چې له ځمکې سره لگيدلى دی

سيانس پوهانو د سپوږمۍ د جوړښت په اړه له يوه اوږده جر او بحث وروسته تازه نظريات وړاندې کړي دي .

د سيانس پوهانو په اند څه چې يقيني دي هغه دا دي چې ځوانې ځمکې سره د يوه بل جسم د لگيدو په نتيجه له ځمکې يوه اندازه مواد جلا شوي او ددغو جلا شويو ټوټو د يو ځاى کيدو په نتيجه کې سپوږمۍ جوړه شوي ده.

خو وايي څه چې پدې مينځ کې روښانه ندي، هغه ددغه جسم کتله او سرعت دی چې له ځمکې سره لگيدلى دی. په يو رپورټ کې چې ډير زر به خپور شي سيانس پوهان وايي، پدغه ټکر کې له هغه څه چې وړاندې يې فکر کيده ډير لوي او غټ جسم او په تيز رفتار کې له ځمکې سره لگيدلی دی.

خو دغه نظريات بايد له هغو معلوماتو سره چې موږ يې د سپوږمۍ او د هغې د جوړښت يا تخليق د متشنجې پروسې په اړه لرو او د سپوږمۍ د تخليق له کمپيوټرې موډل سره مطابقت ولري.

تر دی وروستيو کلونو ، سيانس پوهان پدې باور وو چې د مريخ د ستوري په اندازه يو جسم چې تېيا نوميږي له ځوانې ځمگې سره لگيدلی وو چې په نتيجه کې د ځمکې او ددغه جسم دواړو حرارت ډير زيات پورته ولاړ ، چې په پايله کې يې له دواړو نه په زياته کچه ويلي شوي مواد جلا شول او وروسته ، کله چې دغه مواد ساړه شول بیا سره يو ځاى شول او سپوږمۍ تري جوړه شوه.

کوم څه چې دغه مسئله يې پيچلې کړې ده هغه د ايزو توپس يا ايزوتوپونو مساله ده (ايزو توپس هغه کيمياوي توکي دي چې ورته اتومي نمبر لرې خو مس نمبر يې فرق لرې) .

سيانس پوهانو چې د ځمکې د اوسپنې ايزوتوپونه د سپوږمې له هغو سره پر تله کړي د هغو په شمير او اندازه کې توپير ليدل شوى دی ، په بل عبارت سره ورته نه وه.

خو د ځمکې او د سپوږمې د اکسجن ايزوتوپونه بيا سره تقريبا ورته ښوول شوي . او تردې وړاندې د روان کال د مارچ په مياشت د سپوږمۍ په اړه په يوه بله جلا پلټنه کې سيانس پوهانو وموندل چې د ځمکې او د سپوږمۍ د تيتانيمو ايزتوپونه سره ورته دي.

دوي وايي دغه موندنې هغې نظرې قوي کیږي چي وايي سپوږمي له ځمکې څخه جوړه شوې ده

ورته مطالب