ولې لندن په نښه شو؟

Image caption اندېښنې دا دي چې دا بريد ښايي په خپله برتانيا مېشتو مسلمانانو ته هم ناوړه پايلې ولري

لندن وړاندې هم د ترهگريزو بريدونو شاهد و خو په رڼا ورځ د دغه گڼ کلتوريز ښار پر يوۀ عمومي سړک د تندلارو له لوري په بوږنونکي ډول د يوۀ سرتيري وژنه يوه بې سارې پېښه ده.

ځينو رسنيو آن د لندن په سوېل کې دغه سيمه څو شېبو لپاره د بغداد له واټونو سره پرتله کړه.

د پېښې په تړاو لا ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتي دي، چې آيا بريدگرو له دغه سرتېري سره له وړاندې پېژندل؟ او که نه دا هغه لپاره يوه بدمرغه برابري وه؟

بريدگرو سره نور کسان هم ملگري و؟ او که په يواځې سر يې دا گام پورته کړى؟

د چارو څارونکي وايي دغو پوښتنو ته چې ځواب هر څه وي دا څرگنده ده چې امنيتي چارواکو له اوږدې مودې راهيسې د دغه راز يوې پېښې د رامنځته کېدو ا اندېښنه درلوده.

کارپوهان د امنيتي چارواکو د اندېښنو تر شا لامل دا ښيي چې د برتانيې پر واټونو پر سرتېرو د بريد د خبرداري نښې د القاعدې د نظريې په زړه کې پرتې دي او له نوموړې ډلې سره د تړلو وگړو پام هم دغه ټکي ته ور اوښتى دى.

له القادې سره تړلې ډلې په اسلامي هېوادونو کې د بهرنيو ځواکونو هر راز شتون چې د هر نړېوال تړون يا کنوانسيون له مخې وي د اسلام پر ضد يو گام بولي.

دوى غواړي خپل استدلال د ځينو ويډيو ګانو په خپرولو لا پسې پياوړی کړي، چې له لارې يې هڅه کوي د ميندو او ماشومانو کړاوونه انځور کړي او د خلکو غوسه راپاروي.

په نړۍ، په تېره بيا لوېديځ کې ډېرى وگړى د ناخوالو پر وړاندې له سوله ييزو او قانوني لارو مبارزه کوي خو بيا داسې کسان هم شته چې د تاوتريخوالي لار خپلوي او هغه د توجيه وړ بولي.

"هېڅکله به خوندي نه وئ"

Image caption يوه بريدګر ويل"هېڅکله به خوندي نه وئ او خپل حکومت له واکه لېرې کړئ".

بريدگرو د دغه سرتېري له وژنې وروسته تښتېدلی شوی، خو دوى د پېښې په ځاى کې تمېدا غوره کړه او له خلکو سره يې خبرې کولې. يو عيني شاهد وايي"هغه بريدگر چې ما وليد ليونى نه و او نه هم نشه برېښېدۀ خو ډېر په غوسه و".

يوۀ بل عيني شاهد د برتانيې تلگراف ورځپاڼې ته ويلي "ما له هغه وپوښتل چې تا دا سرتېرى وواژۀ؟ هغه ځواب راکړ هو دا ځکه چې دۀ په اسلامي هېوادونو کې مسلمانان وژلي".

بريد گر په هغه ويديو کې چې د برتانيا يوۀ تلويزيوني چينل ترلاسه کړه وايي"هېڅکله به خوندي نه وئ او خپل حکومت له واکه لېرې کړئ".

دا هغه حقايق دي چې د کارپوهانو په وينا د برتانيايي ټولنې د اندېښنې وړ دي او دا ښايي په خپله برتانيا مېشتو مسلمانانو ته هم ناوړه پايلې ولري او توندلارو توکمپالو ډلو ته ښه پلمه په لاس ورکولى شي.

د خلکو پيوستون او دمبارزې قانوني لارې

خو په دغو ترينگلو حالاتو کې د برتانيا دخلکو غبرگون د پام وړ و.

مسلمانانو په ډېرو سختو تکو دغه کړنه وغندله او دا يې داسې يو جنايت وباله چې له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري.

د برتانيا د سياستوالو پر وخت څرگندونې چې وې ويل دا پېښه بايد له اسلام سره و نه تړل شي هم د حالت په کابو کولو کې اغېزناک بلل کېږي.

د برتانيا د مسلمانانو وينا دا ده چې ښايي د حکومت له ډېرو سياستونو سره به يوه خوله نه وي، خو د غږ پورته کولو او مبارزې لپاره بايد قانوني لارې چارې غوره شي.

ورته مطالب