پر ژوندانه د وړانګو اغیزې

Image caption د وړانګو له چینې سره په ډېر کم وخت تېرولو، واټن ساتلو او پوښښ سره کېدای شي چې د وړانګو زیانونه تر ډېره حده کم کړای شي

له فزیکي اړخه د انسان بدن یو تولیدکوونکی خو مصرفي ماشین دی.

ټول ماشینونه کار کوي او کار هله تر سره کېدای شي چې انرژي موجوده وي ځکه خو انرژۍ ته د کار کولو وړتیا وايي.

په طبعیت کې د انرژۍ بیلابیل ډولونه لکه حرارتی انرژي، میخانیکي انرژي، برېښنايي انرژي او داسې نور شته چې د انرژي ټولیزه کچه ثابته ده مانا دا چې نه کمېږي نه زیاتېږی او نه هم نوې تولیدېږي بلکې له یوې بڼې بلې ته اوړي خو په عامه اصطلاح کې همدغه سیسټم چې انرژي له یوې بڼې بلې ته اړوي د انرژۍ تولیدونکو سیستم بلل شوی چې د فزیک د انرژۍ د تحفظ له اړخه دا خبره ناسمه ده.

د انرژۍ بیلابیلې چینې شته چې ډیری یې د احتراق یا سوځیدنې په ترڅ کې انرژي تولیدوي خو په طبعیت کې به مو د انرژي داسې چینې ته نه وي پام شوي چې بې له سوځیدنې یا احتراق څخه انرژي تولیدوي او یا په بل عبارت د انرژۍ داسې ډول چې له احتراق پرته را مینځ ته شوې وي.

هو دغې انرژۍ ته وړانګې وايي چې د الکترومقناطیسي څپو لکه ایکس او ګاما او بڅرکو لکه الفا، بیتا او نیوټرونونو په بڼه رامینځ ته کېږي چې یا هم له راډیو اکټیف توکو او یا هم د ماشین په واسطه تولېدیدای شي.

دغه وړانګې د انسان له پیدایښت سره سمې په چاپیریال کې موجودې وي او د انسان د لاس محصول نه دی.

د وړانګو په اړه ویل کېږي چې وړانګې په فضا کې تېریدونکې انرژي ته وايي.

د وړانګو تر ټولو ستره او مشهوره چینه لمر دی چې د هستوي اتحاد په ترڅ کې انرژي تولیدوي او ځمکې ته یې رالېږي.

Image caption وړانګې هغه مهال سرطان رامینځ ته کوي چې ژونکې مړې نه کړي خو د ډي ان اې په کوډ کي یې بدلون رامینځ ته کړي

که چیرې د لمر انرژي نه وای د ځمکې پر مخ ژوند ناشونی و.

د لمر وړانګو د انرژي کچه له سره څخه ښکته وړانګو څخه پیل او بیا تر ماورابنفش پورې رسیږي چې له سره څخه کښته د ماورابنفش خواته په تګ سره د وړانګو ضرر هم مخ ورسره زیاتېږي.

د وړانګو په اړه تر ټولو ستونزمنه چاره دا ده چې په عادي حالت کې نه پیژندل کېږي، نه احساسیدای شي او نه یې هم په لنډمهال کې اغیزې ښکاري.

د نننۍ ټکنالوژي په کارولو سره په چاپیریال کې د وړانګو کچه هم زیاته شوې، له سمټی دیوالونو څخه را نیولې بیا تر ډیرۍ برښنايي وسایلو پورې ټول چاپیریال ته یوه اندازه وړانګې خپروي چې دا کیدای شي کله کله چاپیریال او انسان زیانمن کړي.

لکه څنګه چې د هر عمل تکرار لپاره حدود شته همدا ډول د لمر وړانګو د جذب لپاره هم ټاکلی برید موجود دی چې تر ټاکلي برید د لمر زیاتې وړانګې جذبول د وړانګو د تسمم لامل ګرځی چې په پایله کې یې د پوستکي سرطانونو او داسې نورې ناروغۍ رامینځ ته کېدای شي.

د وړانګو څخه د ځان ساتنې لپاره دری ډیر آسانه اصول موجود دي:

۱ – وخت:هڅه دې وشي چې د وړانګو له چینې سره ډېر کم وخت تېر کړای شي.

۲ – واټن: له وړانګو څخه د ځان ساتنې تر ټولو ښه لاره دا ده چې د وړانګو له چینې څخه واټن وساتو.

۳ – پوښښ: د وړانګو له چینو سره د کار پروخت د وړانګوله ډول سره سم مناسب پوښښ کارول د وړانګو خطرونه ډېر کمولای شي.

وړانګې د انسان پر بند څنګه اغیزه کوي؟

په ټولیزه توګه په طبعیت کې د وړانګو دوه ډوله چینې شته چې د وړانګو طبیعی چینې او د وړانګو مصنوعی چینو په نامه یادېږي.

کیهانی وړانګې، ستاسو په خوړو کې د راډیواکټیف توکو شتون، په خاوره، تیګو او غرونو کې د راډیواکټیف بڅرکو شتون، ستاسو د کورونو په پخو دیوالونو کې د راډون او راډیوم شتون ټول د طبیعی وړانګو چینې بلل کېږي.

همدا راز د ایکس ری، سی ټی سکن، او نور تشخیصیه او درملیز ماشینونونه د مصنوعی وړانګو چینې بلل کېږي. وړانګې په هرډول چې وي د انسان ژوند او چاپیریال ګواښوي خو د ګواښ دغه کچه د وړانګو په ډول او کچې پورې نیغ تړاو لري.

د سایسنپوهانو لپاره دا ډېر ستونزمن کار دی چې د وړانګو اغیزې او نورو بهرنیو عواملو اغیزې سره بیلې کړي.

خو د وړانګو د میخانیکیت او په دې اړه ژورې څیړنې کولای شي د دغو دوو ډولو اغیزو په بیلتوب کې مرسته وکړي.

وړانګې د عمل د میخانیکیت له پلوه په دوو برخو ویشل کېږي چې د آیونایزکونکوو او نه آیونایزکونکو وړانګو په نامه یادیږي.

آیونایزکونکې وړانګې هغو وړانکو ته ویل کېږي چې له یوه اټوم څخه یوه یا څو الکترونونه وباسي او په پایله کې اټوم په چارچ لرونکې بڅرکي باندې واړوي او هغه ته برښنايز خاصیت ورکړي په لنډه توګه آیونایز کونکې وړانګې اټومونه له خنثی حالت څخه چارچ لرونکې کوي او نه آیونایزکونکې وړانګې بیا د آیونایز کولو ځواک نه لري.

وړانګې څنګه په کیمیاوي اړیکو باندې اغیزه کولای شي؟

د ژوندیو انساجو اعمال د مالیکولونو(د بیلابیلو اټومونو ترکیب چې د کیمیاوي اړیکو له امله مینځ ته راځی) په واسطه ترسره کېږي.

Image caption په ټولیزه توګه په طبعیت کې د وړانګو دوه ډوله چینې شته چې د وړانګو طبیعی چینې او د وړانګو مصنوعی چینو په نامه یادېږي

ځینې دغه مالیکولونه په کافی اندازه غټ وي چې د دغو مالیکولونو ښه کار کول د هغو په ترکیب او ظاهری جوړښت پورې اړه لري چې دغه جوړښت د کیمیاوي اړیکو په بدلون سره بدلیدای شي، آیونایزکونکې وړانګې په کافی اندازه ځواک لري چې دغه اړیکې ګډې وډې کړي.

دا اصل مونږ ته دا بیانوي چې آیونایز کونکې وړانګې واړه خو حساس جوړښتونه زیانمن کوي، دا دې ته ورته دی چې د کاراټې یو لوبغاړی د بشپړ دیوال په ځای خپله ټوله انرژی د یوې خښتې ماتولو ته متوجه کوي.

په بدن کې د حساسو جوړښتونو له ډلې یو یې ډي ان اې دی چې وړانګي یې زیات زیانمنوي.

ډي ان اې DNA څه شی دی؟

د بدن د ټولو مالیکولونو په پرتله ډی ان ای تر ټولو حساس مالیکول دی.

دا مالیکول جنسي خواص له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدوي او د یوې ژونکې ډېر وړوکی مالیکول بلل کېږي چې تل د یوه ځنځیر بڼه لري چې د دغه ځنځیر اوږدوالی تر دوو مترو پورې رسېږي او دې ځنځیر ته کروموزوم ویل کېږي.

دغه کروموزومونه په یوه ژونکه کې ۲۳ جوړې وي او قطر یې ۱۰ مایکرو متره دی چې د دغه کروموزوم میخانیکیت په ۱۹۵۳ کې وپیژندل شو.

آیونایزکونکې وړانګې څنګه ډي ان اې زیانمنولای شي؟

که چیرې آیونایزکونکې وړانګې یو الکترون له ډي ان اې او یا هم د هغې له ګاونډ مالیکول څخه وباسي نو دې ته د وړانګو مستقیم عمل وايي.

دا عمل ډېر چټک او د یوې ثانیې په ملیاردمه برخه وخت کې ترسره کېږي.

خو که چیرې وړانګې یو الکترون وباسی او بیا دا الکترون په بدن کې د شته اوبو مالیکولونو څخه آزاد راډیکالونه جوړ کړې نو راډیکالونه د بیرته اوبو جوړونې په هدف له نورو مالیکولونو سره چټک تعامل کوي چې دلته بیا په پایله کې ډي ان اې آیونایز کوي د وړانګو دې ډول عمل ته غیر مستقیم عمل وايی چې دا ډول آیونایزیشن د اکس ری اخیستلو په وخت په بدن کې رامینځ ته کیدای شي.

دا عمل د هغه بل په پرتله ډېر چټک نه وي او د یوې ثانیې په لس زرمه برخه وخت کې ترسره کېږي.

نیوترونونه چې آیونایز کونکې وړانګې نه بلل کېږي له دې میخانیکیت څخه به پشپړ توپیر کار کوي.

نیوترونونه له الکتروني کړیو څخه تېرېږي او هستې ته ځان رسوي چې په پایله کې هسته راډیواکټیف کوي چې د غټو چارچ لرونکو بڅرکو لکه الفا، بیتا او داسې نورو د وتلو لامل ګرځی چې بیا دغه بڅرکي په خپله ستر آیونایزیشنونه رامینځ ته کوي.

آیونایز کونکې وړانګې په ژوندیو ژونکو څنګه اغیزه کوي؟

هر ډول آیونایزیشن ډېر چټک مانا تر یوې ثانیې په زرهاوو ځله لږ وخت کې رامینځ ته کېږي خو د هغو بیولوژيکی اغیزې بیا په څنډ سره رامینځ ته کېږي.

که چیرې له وړانګو څخه را مینځ ته شوی زیان د ژونکې د مرګ لامل شي نو بیولوژیکی اغیزې په څو ساعتونو یا ورځو کې لیدل کېدای شي.

وړانګې په دوه ډوله ژونکې وژلی شي.

لومړی دا چې د داخلی آیونایزیشن له امله ژونکه نور له کار لوېږي، چې تر ۱۰۰ ګرې پورې وړانګې دا کار کولای شی او دوهم دا چې ژونکه بیا تولید نه شی کولای خو خپل کار سرته رسولای شي چې تر ۲ ګرې پورې وړانګې دا کار کولا شي.

دا چې د دې دواړو مرګونو میخانیکیت د ژونکې په مینځ کې څه ډول دی؟ تر اوسه پورې په بشپړه توګه نه دی تشریح شوی خو هغه ژونکې چې په پرله پسې ډول نوی کیدلو ته اړتیا لري لکه د وینې ژونکې د دایمی مرګ او له مینځه تللو ګواښ یې ډېر دی.

که چیرې د وړانګو دوز تر ۲ ګرې لږ هم وي بیا هم ژونکې په کافی اندازه زیانمنې کولای شي.

په ټولیزه توګه ویلای شو چې وړانګې اوږد مهاله او لنډ مهاله اغیزې لري.

وړانګې په اوږده مهال کې څه اغیزې لرلی شي؟

که وړانګې په کافی اندازه کمزورې وي او ونه شي کولای چې ژونکې مړې کړي نو لږه تر لږه دا ځواک لري چې د ډي ان اې کوډونه زیانمن کړي چې په پایله کې بیا ډي ان اې هغه خپله دنده په غلطه توګه ترسره کوي چې دا اغیزه بیا کروموزوم زیانمنوي چې د جنیټیک بدلون لامل او په پایله کې یا سرطان را مینځ ته کوي او یا هم د زیږون په وخت کې ماشوم ناقص زېږي.

وړانګې څنګه سرطان رامینځ ته کوي؟

وړانګې هغه مهال سرطان رامینځ ته کوي چې ژونکې مړې نه کړي خو د ډي ان اې په کوډ کي یې بدلون رامینځ ته کړي چې دا د ژونکې د کنټرول له لاسه ورکولو لامل ګرځي او په پایله کې ژونکه ټوټه کېږي.

دا اغیزه کېدای شي د ډېرو کلونو لپاره احساس هم نه شي.

له وړانګو څخه رامینځ ته شوی سرطان د نورو عواملو څخه رامینځ ته شوي سرطان څخه توپیر نه لري ځکه خو د وړانګو سرطان دقیقه احصایه نه ده مالومه.

آیونایزکونکې وړانګې څنګه جنیټیک بدلون رامینځ ته کوي؟

وړانګې کولای شي چې په هره ژونکه کې ډي ان اې زیانمنه کړي.

کله چې وړانګې د انسان سپرم او یا هم اووم ته ورسېږي نو په دوی کې د دبدلون لامل ګرځی چې دا بدلون نورو نسلونو ته د لېږد وړتیا لري او کولای شي چې یو نه یو نسل متناقص کړي. د وړانګو جنیټیکی اغیزې کېدای شي څو نسله وروسته تر ظاهرې شي، له وړانګو څخه رامینځ ته شوي سرطان ته ورته د وړانګو جینیټیکی بدلون هم د نورو جینیټیکی بدلونو سره نه شي بیلیدای نو ځکه دا ډېره سخته خبره ده چې مونږ د یوه جینیټیکی بدلون لامل په نیغه توګه وړانګې وګڼو.

تراوسه پورې ۱۳۰۰ داسې ناروغۍ پیژندل شوې دي چې له جنټیکي بدلون څخه را مینځ ته کېږي.

ځینې جنیټیکی بدلونونه ګټور هم دي چې د تکامل لامل ګرځی. له وړانګو څخه رامینخ ته شوي جینیټیکی بدلونونه د نورو طبیعی جینیټیکي بدلونونو په پرتله دوه برابره دي.

په پایله کې ویلای شو چې ۱۰۰ ریمه وړانګې کولای شي د جینیټیکی بدلونونو کچه دوه برابره کړي.

د وړانګو څخه د ځان ساتنې لپاره دری ډېر آسانه اصول موجود دي:

۱ – وخت:هڅه دې وشي چې د وړانګو له چینې سره ډېر کم وخت تېر کړای شي

۲ – واټن: له وړانګو څخه د ځان ساتنې تر ټولو ښه لاره دا ده چې د وړانګو له چینې څخه واټن وساتو.

۳ – پوښښ: د وړانګو له چینو سره د کار پروخت د وړانګوله ډول سره سم مناسب پوښښ کارول د وړانګو خطرونه ډېر کمولای شي.

ورته مطالب