کبير خان: زموږ برى د ښه راتلونکي زېرى دى

Image caption د افغانستان کريکټ اوس داسې ځاى رسېدلى دى چې دغه ډول کاميابي ورڅخه د هر چا توقع وي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په ځانگړې ليکنه کې د اسيا د کرېکټ شورا د پرېميرليگ د گټلو ارزښت روښانه کړى.

د اسيا د کريکټ شورا په پرېمېرليگ لوبو کې د افغانستان کاميابي د دې لوبې ټولو مينه والو ته مبارک وايم.

د افغانستان کريکټ اوس داسې ځاى رسېدلى دى چې دغه ډول کاميابي ورڅخه د هر چا توقع وي.

زما هم توقع همدا وه چې بايد دلته موږ کاميابه شو.

دا کاميابي په دې ډېره ښه شوه چې موږ په کې نوي لوبغاړي وازمويل.

د تيرو کلونو تکړه لوبغاړي، نوروز منگل، کريم صادق، اصغر ستانکزى او محمد شهزاد راسره په دې لوبو کې نه و.

په يوه ټيم کې که څوک په يو ځل څلور پنځه تکړه لوبغاړي وباسي نو گټل ورته اسانه نه وي.

خو عثمان غني، حشمت شاهدي، ناصر جمال او شفيق الله شفق د ويکټ ساتونکي په صفت ښه لوبه وکړه.

د دوى لوبې موږ ته دا وښوده چې که تجربه کاره لوبغاړي راسره نه هم وي نو راتلونکى مو روښانه دى.

عثمان غني د اوپنر په صفت له نور علي ځدراڼ سره ډېره ښه لوبه وکړه.

نور علي ځدراڼ ټولو ته معلوم دى چې له تيکنيکي پلوه ، که په بدن روغ وي، د افغانستان ډېر تکړه لوبغاړى دى.

خو ١٧ کلن عثمان غني لا زلمى دى.

ده په خپله اوله او دويمه ون ډې ( يوه ورځنۍ نړيواله رسمي لوبه) کې پنځوسيزې وکړې.

د دې ټورنامنټ بل تکړه ټيم نيپال سره يې هم پنځوسيزه وکړه او دا يې ثابته کړه چې ښه راتلونکى لري.

دى هم تيزه لوبه کولى شي او هم ورو خو لا زلمى دى د وخت په تېرېدلو به لا ښه شي.

حشمت شاهدي هم ښه لوبه وکړه او دا يې راته ثابته کړه چې په لوبډله کې ځان ته ځاى جوړولى شي.

ناصر جمال په دوو لوبو کې ښه وځلېد خو شايد لا نورې لوبې ته ضرورت ولري.

د ويکت ساتونکي په صفت مو شفيق الله شفق په اول ځل وازمويلو.

د شفيق ويکټ کيپينگ د تسلۍ وړ و.

شفيق ښه تيزه لوبه هم کولى شي نو د ويکټ ساتونکي په صفت يې پيدا کېدل ښه زيرى دى.

په باېلنگ کې زموږ ډير نوي کسان نه وو.

حمزه هوتک زموږ له توقعاتو سره سم لوبه وکړه.

محمد نبي د هرې لوبې په تېرېدلو د لا ښه کپتان ثبوت ورکړ.

په ټوله کې دا ويلى شم چې دا ټورنامنټ زموږ د نوي ټيم د جوړولو يو ښه پيل شو.

ورته مطالب