سوریه کې جنګېدونکي برتانیا مېشت افغان ځوانان

Image caption ‍۱۸کلن علي قلندر له یوه افغان او یوه کردي ځوان سره د بشارالاسد رژیم پرضد جګړې له پاره تللی دی

د برتانیا د کونټري له ښاره درې تنکي ځوانان له خپل کوره وتلي او اوس په سوریه جنګېږي.

باور دادی چې دا ځوانان د عراق او شام د اسلامي دولت (ایسېس) له اورپکې ډلې سره یو ځای شوي دي او خپلې کورنۍ یې هېښې کړې دي.

علي خپلې کورنۍ ته نه دي ویلي چې چېرې تللی خو کورنۍ یې باور لري چې هغه له ایسېس سره یو ځای شوی دی.

د ‍۱۸کلن علي قلندر پلار چې اصلا افغان دی له بي بي سي سره خبرې وکړې.

عبدالرحیم وایي، د ده له پاره خواشیني پای نه لري، هره ثانیه هره دقیقه او هره شیبه یې زوی په فکر کې دی.

زموږ د همکار علي ارین د دې پوښتنې په ځواب کې چې لویه وېره یې څه ده او له علي سره به چې اوس په سوریه کې دی، څه پېښېږي وایي:

"هر څه ممکن دی، ښایی هغه په جګړه کې برخه واخلي، بیګناه څوک ووژني او یا خپله ووژل شي. زه نه غواړم دی پر هغه څه ګرم کړم چې نه یې دي کړي. خو کله چې دوی بېرته راستانه شي ښايي ستونزې جوړې کړي."

له دریو نه دوه هلکان ځایي جومات ته تللي وو. د دوی میندې پلرونه باور لري چې د جومات ملا دوی سوریې ته تګ ته هڅولي وو. موږ د جومات له ملا سره د خبرو هڅه وکړه.

Image caption خبیر په جنګ کې د خپل زوی له ګډونه وېره لري او هیلمن دی چې برتانوي چارواکي د هغه په راستنېدو کې مرسته وکړي.

ملا خبرو ته حاضر نه شو خو په دې اړه یې هر ډول ادعاوې رد کړې.

خبیر اماني د راشد پلار دی. راشد هم له علي سره سوریې ته تللی دی. د هغه زوی په سوریه کې د خپلو فعالیتونو په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

خبیر په جنګ کې د خپل زوی له ګډونه وېره لري او هیلمن دی چې برتانوي چارواکي د هغه په راستنېدو کې مرسته وکړي.

دا کورنۍ دې غم سره یو موټی کړې دي او اوس یوازې د خپلو ماشومانو بېرته راستنېدل غواړي.

خبیر وایي، یوه ورځ یې زوی ته وویل: "زه دې پلار یم، ماشومان تېروتنې کوي. ته زما زوی يې. یوازې دا وکړه چې بېرته راشه. راشه او د خپل پلار، مور، خویندو او وروڼو غم دې پای ته ورسوه."

دا ځوانان د هغو ۵۰۰ کسانو په ډله کې دي چې سوریې ته د جګړې له پاره تللي دي.

د برتانیې د استخباراتو سازمان (ام ای ۵) وایي، د دغو ځوانانو بېرته را ستنول د دوی په لومړیتوبونو کې راځي خو د ټولو موندل او په جګړه کې د نورو مخنیوی ګرانه چاره ده.