پر پیلوټانو "له زغم پورته رواني فشار وي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د جرمن ونګز نسکوره شوې الوتکه

د جرمن وینګز د هوايي شرکت د یوې الوتکې نسکورېدل هغه پېښه وه چې د هوايي چلند نړۍ یې وښوروله او د خوندیتوب په اړه یې ډېرې پوښتنې را پورته کړې.

اوس به یوه تازه کتنه په ټولې اروپا کې دغه مساله څېړي چې د پیلوټانو د روغتیا آزمویل هم پکې راځي، ځکه چې اوس ستونزه څرګنده شوه.

د هغه پیلوټ همکار چې د الوتکې په قصدي نسکورولو تورن دی، پخوانۍ رواني ناروغتیا درلودله.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پیلوټ مرستیال اندریاز لوبیتس به ځغاستې په لوبو کې برخه اخستله.

خو تر اوسه جوته نه ده چې آیا هغه فشار چې کله نا کله پیلوټان ورسره مخامخ کېږي هم په دغو آزموینو کې شامل دي که نه.

هغه پیلوټ چې اوس یې دغه مسلک پرېیښی او نه غواړي چې وپېژندل شي د هغو فشارونو پر څرنګوالي غږېږي چې پر ده به واکمن کېدل. هغه وايي "خپلې دندې ته تګ راته ناشونی ښکارېده. ډېر مهال به نژدې ؤ چې اوښکې مې وبهېږي. دا ستونزه به هر وخت او په تېره بیا زما د کار په پاي کې راته پېښېدله، پرته له دې چې پوه شم څه شوي. په هېڅ کچې کې مې خپله دنده نه شوای ترسره کولای".

د انځور حقوق BBC World Service

دی په دې آند دی چې پیلوټانو ته جوړ شوی مهالویش داسې دی چې د هغوی د دوه کاري نوبتونو ترمنځ د هوساینې او ستراحت لپاره لږ وخت شته.

په هوايي ډګرونو کې د دوو الوتنو تر منځ واټن لږ دی چې دا پر پیلوټانو ډېر بوج راولي.

دغه پیلوټ اوس دنده پرېيښې او د پرتګال په یوې تفریحي درې کې چې نومېږي د رواني ناروغانو په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی. دلته په پنځو کې یوه برخه پیلوټان دي او دا شمېره د ډېرېدو په حال کې ده.

د دغه روغتون یو ډاکټر اندرو ونسنت وايي " ډېر خلک پر مسالې خبرې کول شرم بولي، بله خوا له دې ډاره چې دنده له لاسه ورنکړي خبره پټه ساتي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نووا وېدا دره

دلته دوی فکر کوي چې د پیلوټانو ناروغتیا یوه مهمه مساله ده، خو د هوايي چلند کارپوهان وايي چې په دې صنعت کې د الوتکو د امنیت مساله، تر هرڅه لومړیتوب لري.

نوې کاري ډله به له نورو سرچینو او پیلوټانو څخه د شواهدو په ترلاسه کولو دې مسالې ته له تازه لیدلوري وګوري چې څرنګه کېدای شي د الوتنو امنیت تر دې ښه شي.

ورته مطالب