د جاکارتا بریدونه: په اندونیزیا کې د وسله والو نوې بڼه

د انځور حقوق EPA

د اندونیزیا د پلازمېنې جاکارتا په زړه کې د بمونو او ټوپکو له ډله ییز بریده وروسته امنیتي څېړونکی یوهانېس سلیمان د هغو ډلو په اړه شننه کوي، چې د دغه ډول بریدونو د تر سره کولو وړتیا لري. دا په اندوېزیا کې د خپل ډول لومړي بریدونه ګڼل کېږي.

په اندونیزیا کې د اسلامپالو وسله والو له مخینې او په سیمه کې د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې له زیاتېدونکي اغېز سره سره د جاکارتا د وروستیو بریدونو اټکل ډېر کم و او دلیل یې هم ساده دی: د اندونیزیا پولیس تر اوسه پر دې توانېدلي، چې پر پېژندل شویو سخت دریځو کسانو د څار له لارې د بریدونو مخه ونیسي.

په ۲۰۰۲ کال کې د بالي له خونړیو بریدونو او په ۲۰۰۹ کال کې په جاکارتا کې د ماریاټ او رېټز هوټلونو له بریدونو را وروسته په دغه هېواد کې کوم لوی برید نه دی شوی. پولیسو سخت دریځي غورځنګونه او ډلې او د دوی خوا ته ورمات ځوانان تر سخت څار لاندې نیولي دي.

پر کومو کسانو چې د تاوتریخوالي د نیت شک شوی، پولیسو یې په نیولو کې ناغېړي هم نه ده کړې. هغه څه چې دوی نه دي کړي دا دي چې مخ پر ودې سخت دریځې یې نه ده مهار کړې. دا هغه لار ده چې سخت دریځې ډلې یې له لارې جنګیالي پیدا کوي.

د انځور حقوق AFP

د بمونو او ټوپکو د دغه ډله ییز برید هدفونه ډېر لوی وو، خو په کوم ډول چې تر سره شوي، داسې ښکاري چې بریدګر بې تجربې کسان وو.

ښايي د دوی موخه د پراخې مرګ ژوبلې رامنځته کول وو، خو په دې کار کې پاتې راغلل. دا چې دوی د اندونیزیا د پلازمېنې زړه په نښه کړ پخپله یو لوی کار و، خو د دوی برید ډېر مسلکي نه ښکارېده او د څرګندې همغږۍ شواهد پکې کم تر سترګو شوي.

له لومړنیو شواهدو داسې ښکاري چې دا برید د یوې نوې راټوکېدلې نامسلکي ډلې لخوا شوی او په سوریې یا افغانستان کې د روزل شویو وسله وسله والو کار نه ښکاري. که په ۲۰۰۹ کال کې د ماریاټ هوټل برید ته کتنه وکړو، له اوسني برید سره یې ډېر توپیر درلود. هلته د بمونو کوچنۍ برخې هوټل ته په پټه ور وړل شوې وې، وروسته په ډېر مهارت سره یو ځای شوې وې چې په پایله کې یې خونړۍ پېښه رامنځته کړه.

دا شواهد څه مانا لري؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره د اندونیزیا د سخت دریځو غورځنګونو تاریخ ته کتنه مهمه ده. په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې د سخت دریځو اسلامپالو یوه ډله چې په وینا یې غوښتنه یې له اندونیزیا نه یو اسلامي دولت جوړول وو، افغانستان ته ولاړه. هلته یې د شوروي ځواکونو پر ضد جګړې کې برخه واخېسته او له القاعدې شبکې سره یې اړیکې جوړې کړې.

دغو ډلو د داسې بمي بریدونو په تر سره کولو کې پاموړ مهارت تر لاسه کړ، چې اندونیزیا ورسره وروسته مخامخ شوه. خو د بالي او ماریاټ له بریدونو وروسته د هغو اسلامپالو وسله والو ډېری یې بندیان شول.

هغه چې ازاد پاتې شول، پولیسو تر سخت څار لاندې ونیول او حرکت یې ورته محدود کړ. په وروستیو کلونو کې پولیس د هغو بهرنیو وسله والو په نیولو توانېدلي، چې په سولاویسي سیمه کې په نویو جوړو شویو روزنځایونو کې راڅرګند شوي دي.

د انځور حقوق Reuters

پایله یې دا شوه، چې په دغه هېواد کې د سخت دریځو اوسنی نسل له نویو رامخته شویو کسانو جوړ شو، چې د انټرنېټ او جهادي وېبپاڼو له لارې سخت دریځۍ ته هڅول شوي او یا د پخوانیو سخت دریځو پلویان دي، خو له هغوی سره یې مستقیمې اړیکې کمې دي.

دغو نویو وسله والو فکر وکړ چې د دوی پخواني ملګري ډېر بې زړه وو. دوی ځانونه په کوچنیو ډلو ووېشل او هڅه یې وکړه چې پولیس یې پر حرکتونو پوه نه شي.

د دغو وسله والو ستونزه اوس دا ده، چې د پولیسو د سخت څار له کبله دوی په انفرادي ډول ګام اخېستو ته اړ شوي دي. دا چې دوی له خپلو پخوانیو هملارو سره اړیکه له لاسه ورکړه، پایله یې دا شوه، چې له نړیوالو وسله والو ډلو سره یې د خپلو مشرانو ملګرو هغه اړیکې هم وبایللې چې له لارې یې دوی روزنه او پیسې تر لاسه کولای شوې.

همدا یو لامل و، چې د جاکارتا وروستیو بریدونو ډېر زیان وا نه ړاوه. د وسله والو نوی نسل به د وسلو په کارولو پوهېږي، خو د جګړې د ډګر د تجربې د نشتوالي له کبله پیاوړي تکتیکونه نه شي کارولای.

د انځور حقوق BBC INDONESIA

یوه مهمه خبره پکې دا هم ده، چې د اسامه بن لادن په مرګ او د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې په منځته راتګ د اندونیزیا د وسله والو ډلو وفاداري او ژمنتیا هم دغې نوې نړیوالې ډلې ته زیاته شوې ده.

نو د لومړنیو شواهدو پر بنسټ د جاکارتا وروستي بریدونه د داسې وسله والو کار دی، چې تازه یې سخت دریځۍ او تاوتریخوالي ته مخه کړې ده. دوی د خپل اغېز ثابتولو ته ډېر لېوال دي، خو د وسایلو او جګړه ییزې تجربې نشتوالی یې پر وړاندې لویه ننګونه ده.