اوس به کوترې هم د انسانانو معاينه کوى شي!

د انځور حقوق Univ. IowaWassermann Lab
Image caption که کوترو ته روزنه ورکړل شي د عکسونو له لارې ځينو ناروغيو لکه مېرمنو کې د سينې د سرطان په تشخيص يا معلومولو کې د انسان په اندازه دقيق ثابتېدى شي .

ښايي هر ناروغ و نه غواړي چې کوترې يا هم موږک ته د درملنې په لړ کې مرستې ته غاړه کېږدي، خو اوس يوې څېړنې موندلې چې دغه مخلوقات ځينې داسې فوق العاده وړتياوې لري چې کولى شي د ناروغيو په تشخيص او د هغې په درملنه کې مرسته وکړى شي.

ډېری وخت ځينو ته کوتره يوه ناپاکه، ښاري او مزاحمه الوتونکې بريښي، خو کوتره اوس يوه د هغو ژويو په لست کې راغلې ده چې بشر سره مرسته کوى شي.

سره د دې چې د کوترې ټول ماغزه د شهادت د گوتې د څوکې په اندازه دي، خو بينايي يې ډېره غښتلې او اغېزمنه ده. په دې وروستو کې معلومه شوې که کوترو ته روزنه ورکړل شي د عکسونو له لارې ځينو ناروغيو لکه مېرمنو کې د سينې د سرطان په تشخيص يا معلومولو کې د انسان په اندازه دقيق ثابتېدى شي.

خو دا يوازې کوتره نه ده چې د انسانانو د ځينو ناروغيو تشخيص توان لري، بلکې موږک هم په دې کې شامل دى.

که څه هم موږک ته د يوه چټل ژوي په سترگه کتل کېږي او اکثرا داسې انگيرل کيږي چې د ناروغې د مخنيوي پر ځاى ناروغي خوره وي، خو اوس معلومه شوې ده چې دغه د اوږدې لکۍ لرونکى ژوى د يو شمير ناروغيو په معلومولو کې خورا حساس رول لوبولى، او کولي شي ژوند وژغوري.

د موږکانو د شامې يا بوى کولو حس له انسانو څخه نژدې ٨٠٠ سلنه زيات دى. دا وړتيا موږکانو ته دا چانس او وړتيا ورکوي چي هغه بوى هم حس او معلوم کړي چې کچه يې ډېره کمه وي.

د انځور حقوق Adrien Barbier
Image caption افريقا کې روزل شوي موږکان د نري رنځ معلومولو کې ډير دقيق ثابت شوي.

همدا دليل دى چې اوس په موزمبيق کې يو ډول افريقايي موږکان د نري رنځ د ناروغيو د تشخيصولو په موخه په کار اچول شوي دي.

دغه موږکان داسې روزل شوي چې هغوي د نري رنځ د ناروغۍ تشخيص کولى شي. کله چې موږک د نري رنځ بوي حس کړي ودرېږي او خپله پښه گروي.

معمولا روغتيا پالان د نري رنځ د ناروغۍ معلومولو لپاره له ناروغانو نموني اخلي او بيا هغه د مايکروسکوب لاندې گوري، چې په هرو ١٠٠ نمونو کار لږ ترلږه دوه ورځې کار ته اړتيا لري، خو روزل شوي موږکان بيا په٢٠ دقيقو کې دا نتيجه ترلاسه کوى شي.

د موږکانو له لارې د نري رنځ د تشخيص ارزانه او اسانه دى، او ډېرو الاتو ته هم اړتيا نه لري، ځکه نو دا هغه هېوادو کې چې د نري رنځ ناروغي ډېره ده گټور ثابتېدى شي.