هغه هنرچې د انسان د ماغزو دننه پېښې انځوروي

Image caption انخور له بریټش موزیم څخه

یو نوی هنري نندارتون چې د انسان له شعورڅخه يي الهام اخیستی د انسان د ماغزو دننه پېښې انځوروي: لکه په خوب کې د بدن وېرونکی فلج اوهغه خاطرې چې هیڅکله ندي پېښې شوې. هنرمندانو هڅه کړې د ماغزو دننه ځینې پېښې د انځور په بڼه تفسیر کړي.

آیا تاسو هرشپه خواږه خوبونه وینئ- په کرارۍ سره کله ویده او کله بیداره یاست؟ یا داچې د خوب او بیدارۍ ترمنځ پوله کې ویرونکو حالاتو سره مخ یاست؟ فکرکېږي چې اته سلنه خلکوکې داسې یوحالت لیدل کېږي چې ’’ دخوب فلج ’’ نومېږي- پدې حالت اخته کسان په موقتي ډول د خوزښت او خبرو کولو وړتيا له لاسه ورکوي. دا د یو بد یا کوم ناکراره خوب په شان یو حالت ندی.

په لندن کې د ویلکم کولکشن(Wellcome Collection) په نامه د یو موزیم کارکونکې، ایمیلي سارجنټ، وايي’’ داسې یو حالت دی چې بیداره یاست ،خو بدن مو فلج دی او تنفس یا ساه اخیستنه مو محدوده شوېده’’،’’ له خپل چاپېریاله خبریاست خو غږ نشئ پورته کولاى. کېداى شي چې د لید یا غږیزه توهمات او خیالات ولرئ. کېداى شي چې د یو خیالي بد مخلوق شته والی احساس کړئ’’.

د خوب فلج د بشري شعور په څنډه کې یو له هغو حالاتوڅخه دی چې په لندن کې د ویلکم کولکشن(Wellcome Collection) په یو نندارتون کې چې د ماغزو حالات نومیږي څېړل شویدی.

ایمیلي سارجنټ زياتوي ’’ خلک وايي چې پر ټټرباندې د یو دروندوالي احساس کوي، چې د ۱۸مې پېړۍ پدې انځورکې د هینري فوسیلي لخوا د یوې بلا په بڼه ښودل شوی’’.

دا ښځه هم پرشا پرته ده او سر ېې له بدنه ټیټ دی- چې د خوب د فلج یوه بله نښه ده.

په ځینو کلتورونوکې دا حالت په ولسي فرهنګ کې هم شامل شویدی.

پدې لاندې انځورکې د جاپان د بودایانو یو مهم خداې، فیودو مایو، یو فلزي ځنځیز په کیڼ لاس کې نیولی او چمتو دی چې یو ویده دښمن’’فلج’’ کړي.

Image caption انځور له بریټش موزیم څخه

د روح جلا کول

دا راتلونکی انځور چې د یو جلا شوي مغز دی، د فرانسوي فیلسوف رنې دیکارټ(Rene Descartes) لخوا انځورشوی. ایمیلي سارجنټ وايي:’’ موږ غوښتل چې دهغوکسانو په اړه یوه ټوکه جوړه کړو چې د شعورپه اړه غږېدلي. هغۀ[رنې دیکارټ] د ډوالیزم یا د دوه ګونې نظرېې د پلار په نامه یادیږي چې وايي موږ له بدني شیانو او مغزي شیانوڅخه جوړشوي یو- چې یو ېې ځمکنی او موقتي، بل ېې ابدي اوتلپاتې دی’’. پدې انځورکې د ماغزو په منځ کې د انګورو په بڼه، صنوبري غده (pineal gland) ښودل کېږي، چې د دیکارټ په باور د روح مرکز دی. ’’ دا موږ ته په انساني ماشین کې د یو جادويي پېري د شته والي اصل په ګوته کوي’’.

Image caption انځور د ولکم له کتابتون څخه

د رنې دیکارټ دا فکر چې وايي بدن او روح سره جلا دي- د مسیحیت په ګډون د نړۍ په ټولو سترو مذهبونو کې منل شوی. په دې بل راتلونکي انځورکې-چې قبر نومیږي او د یو شعر لپاره جوړ شوی، رابرټ بلېر ښيي چې د یو ځوان سړي جسمي بدن پروت پاتې دی، او دهغه ښځینه روح ورڅخه وتلی او جنت ته ځي.

Image caption انځور له بریټش موزیم څخه

دروغجنې خاطرې

ایمیلي سارجنټ وايي:’’ غواړم د خپلوخاطرو په اړه داسې فکر وکړم لکه چې د زړو عکسونو یو صندوق وي، هرکله چې زه ورته راځم په خپل حالت کې پاتې وي. خو خاطرې په اصل کې داسې نه وي’’. ’’ ماغزه تل خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي، خو دحیرانتیا وړ ده چې د اغېزو په وړاندې کمزوری دی’’. دا نندارتون زموږ دا نظریه ردوي چې فکر کوو کولاې شو په دقیقه توګه خپلې تېرې خاطرې رایادې کړو- او دا په ګوته کوي چې دروغجنې خاطرې څنګه په آسانۍ سره جوړیداې شي. پدې راتلونکي انځورکې د پلورنځیو یو مرکز ښودل کېږي- چې د ځینو ماشومانو پرته پکې نورڅوک نشته. دا انځورونه د هنرمند اې آر هاپووډ(AR Hopwood) لخوا جوړشوي، چې د امریکايي روح پېژندونکې الیزابیټ لوفټوس(Elizabeth Loftus) له څېړنوڅخه ېې الهام اخیستی.

Image caption انځور د اې آر هاپووډ

لوفټوس او دهغې ملګرو وښوده چې د وړاندیزونو او مشورو له لارې کېداې شي نژدې ۲۵ سلنه خلک وهڅول شي چې فکر وکړي د ماشومتوب په وخت کې د پلورنځیو په یو مرکز کې ورک شوي وو- پداسې حال کې چې په اصل کې دا پېښه نه وي شوې.

په ۱۹۹۰ کلونوکې هغې د واشنګټن د پوهنتون پریوشمېر زده کونکو او خپل یو خپلوان باندې چې اولادونه ېې درلودل، څېړنې کړې وې. له زده کونکو پوښتل شوي وو چې د خپل ماشومتوب د وخت پېښې رایادې کړي- چې جزییات ېې د خپلوانو لخوا ورکړل شوي وو. خو د یوې پېښې یعنې د پلورنځیوپه یو مرکز کې د ورکېدو د پېښې جزییات ریښتیا نه بلکه دروغ وو.

Image caption انځور د اې آر هاپووډ

د خاطرو جوړول

د کلېر په نامه یوې ښځې کیسه هم پکې وه. دهغې يادښت ډيرى کمزورى و، او څېرې ېې نشواې پېژندلاې. هغه لیکي:’’ تېر وخت د یوې داسې فضا په توګه شته چې ورته ننوتلاى نشئ او احساسولاى يې نشئ، او راتلونکی هم داسې یوه فضا ده چې تصور يې نشئ کولاى’’ د یوې مکروبي ناروغۍ نه وروسته ورته د ماغزو یوه جدي ناروغي پېداشوه اودغسې یو حالت سره پاتې شوه.

کله چې هغه له روغتونه رخصت شوه خپل ماشومان يې نشواې پېژندلاى.

ددې لپاره چې د خپلې حافظې د له منځه تللو اغېزو سره مبارزه وکړي، کلېر د سنس کام(SenseCam) په نامه یوه آله اغوندي، دخپلې غاړې پرشاوخوا

يې تړي- چې دورځې په ترڅ کې تصویرونه اخلي.

Image caption د شونا ایلینګورث د فراموشي د موزیم تصویرونه

دا تصویرونه هغه وخت اخیستل شوي چې په لویدیځو ټاپوګانوکې د شمالي اویست سیمې ۶۴ کیلومتره لویدیځ کې، سینت کیلډا سیمې څخه ېې کتنه کړې وه. ایمیلي سارجنټ وايي:’’ کلېر کولاې شي د ورځې په پاې کې دا تصویرونه بیا وګوري او هغه خاطرې بیا ورپه یاد کړي چې پرته له دې ېې نشي رایادولاې"

کلینیکي بېدارۍ

که له کلینیکي پلوه بیسده شئ څه درته پېښېداى شي؟ کېداي شي د کوچنیو شین رنګه کسانو یوه شوخه ډله درباندې ټوپ کړي- په یو څټک، انبور او د موسیقي په وسایلو باندې سمبال؟ نه. یو ناروغ د انستیزي یا د بېسدۍ داروګانو کارېدلو په وخت کې په خپلو ماغزوکې د بې باورۍ احساس کوي.

ایمیلي سارجنټ وايي:’’ تر انستیزي یا بېسده کونکو داروګانو لاندې د انسان شعور د خوب په شان نه وي، دا زیاتره د کوما حالت په څېر وي’’. ’’ ناروغانو ته مصنوعي تنفس ورکول کېږي، او د خوب او بېدارۍ دایره نه وي موجوده’’.

Image caption تصویر د ایا بن رون

خو سره ددې کله کله سترګې پرانیستې پاتې وي.

Image caption تصویر د ایا بن رون

خو داسې پېښې هم وې چې ناروغان بېداره وو خو خوځېدلى نشول- شعورېې ګډوډ و- دا هغه وخت و چې هغوې د بېسده کونکو داروګانو تر اغېز لاندې و. دا تصویرونه د یوې اسراییلۍ هنرمندې ایا بن رون د ۲۰۰۵ کال د یوه فلم څخه دي چې د جراحۍ عملیاتو د خونې ځینې شېبې ښيي چې ناروغان پکې د عمومي انستیزي یا بېسده کونکو داروګانو تراغېز لاندې دي.

ژور د اخلي شعور

له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۱ پورې، همدې هنرمندې د هغو ځوانو ناروغانو د معالجې بهیر ته کتنه کړې چې د پرلپسې ژورې بېسدۍ په حالت کې وو- او د تل ابيب د ریوت نومي روغتیايي مرکز کې ېې پالنه کېده.

Image caption تصویر د ایا بن رون

ایمیلي سارجنټ وايی:’’ د پرلپسې ژورې بېسدۍ ناروغان د هڅونو په وړاندې غبرګون نه ښيي، خو د خوب او بېداري دایره ېې موجوده وي. سترګې پرانیزي، خو کله چې یوه رڼا ورته وښورول شي سترګې نه خوځوي’’. هغه دا خبره توضیح کوي چې دا نندارتون څرنګه د عصبی علومو بریتانوي ساینسپوه، اډرین اوون، د اوږدې مودې کارونو ته کتنه کوي، هغه غواړي چې ددې نړۍ رازونه پېداکړي. ’’ د هغه چا ماغزوته څنګه ننوتلاې شئ چې د هیڅ شي په وړاندې غبرګون نه ښکاره کوي’’.

Image caption تصویر د ایا بن رون

اډرین اوون په بریتانیا او کاناډا کې دهغو ناروغانو ماغزه وڅېړل چې په پرلپسې ژورې بېسدۍ اخته وو- او پدې ترڅ کې ېې له هغوې سره خبرې کولې. له ناروغانو يې وپوښتل چې د دوه شیانو په هکله فکر وکړي- دخپل کورپرشاوخوا ګرځېدل او د ټینس لوبه کول. په عادي حالاتوکې- کله چې یو څوک په یوځاې کې ګرځي، لاسونه خوځوي- د ګرځېدلو فکر يې د ماغزو د یولړ ټاکلیو فعالیتونو په توګه ثبتیږي. اوون، ددغو خیالي دندو په کارولوسره- وموندله چې ترازموینې لاندې نیول شویو ناروغانو ۲۰ سلنه کسانو وکولاى شول دده دحکمونوپه وړاندې غبرګون وښيي او ځواب ووايي. ایمیلي سارجنټ وايي:’’ پداسې حال کې چې د دې ازموینو د یو اقلیت برخه والو لخوا ځواب ورکړل شوی، په خینو پېښوکې ناروغانو نوې خاطرې هم جوړولې’’.