عربي نړۍ کې د افغان کلتور د بيا راژوندي کولو هڅې

کابل او قاهره چې له ډير وخته تاریخي اړیکي لري، اوپه گڼو برخو کې په معنوي او کلتوري اړيکو تړل شوې پلازمېنې دي، په دې وروستيو کې هلته تېر کې د افغانستان په اړه د چاپ شوو کتابونو د خورولو تابيا شوې ده.

افغانستان په ډېرو ډگرونو کې یو لرغونی هېواد دى، خو د تېرو څو لسیزو بدلونونو تر ټولو ستر زیان کلتوري او علمي برخو ته اړولي ده.

که څه هم په تېرو لسو کالو کې کلتوري او علمي برخو کې يو ډول پرمختگونه او فعاليتونه ليدل شوي دي، خو لا هم د حکومت او خپله د وگړو په کچه په دې برخه کې ډېر کار کول پاتې دي.

که څه هم په انفرادي ډول د افغانستان د ننه په دې لړ کې ځينې هڅې ليدل کېږي خو بيا هم په هغه اندازه نه دي چې د ډېرو په اند پکار وې.

خو په دې لړ کې يو هيله بخښونکى بدلون چې شونې ده ژور اغېز ولري هغه اوس په بهر کې يو شمېر افغانانو لخوا د کلتوري فعاليتونو کې په پرتله ييز ډول راغلې تندي وي.

په همدې لړ کې په قاهرې کې د افغان دېپلوماتيکه استازولۍ لخوا د يوشمېر داسې کتابونو چاپول دي چې ډېر کمساري بلل شوي دي.

کابل او قاهره چې له ډېرو خته تاریخي اړیکي لري، او په گڼو برخو کي په معنوي او کلتوري اړيکو تړل شوې پلازمېنې دي، افغان سفارت وايي "غواړي دې گام سره د پخوانيو وختونو ياد یوځل بیا تازه کړي".

په قاهره کې د افغان سفیر فضل الرحمن فاضل په وینا، په تېرو ٢٠ میاشتو کې يي په اسلامي، کلتوري، سیاسي او تاریخي برخو کې تر ۵۰ زیات کتابونه چاپ کړي دي.

دې کتابونو کې یې داسې کتابونه هم شته چې د ورکېدو په حال کي وو، یا خو مخطوطې قلمي نسخې وې او یا له سره په کم شمېر کې چاپ شوې وې.

دا چې ځينې کتابونه له ۱۳۰ کلنو ورسته یو ځل بیا چاپ شوي ډير يې، د سفارت کلتوري څانګه د چاپ ترڅنګ ډېر کتابونه له افغاني ژبو څخه عربي ته او له هغې څخه افغاني ژبو ته هم ژباړلي دي.

ددغو کتابونو په منځه کې د بېلګې په ډول ځینې کتابونه یادولى شو لکه: سید جمال الدین افغاني او د افغانستان نومیالي، د شرق نابغه، الرد علی الدهریین(عربي)، نظرة عابرة إلى البشتو (عربي)، أثر الإسلام فی العلوم والفنون(عربي)، سیدجمال الدین و نخبگان افغانستان، د ادب څو ستوري، پښتو څنګه وروزو، د آپین واټ او نور .

د سفارت کلتوري څانگه وايي "غواړي پدې کار سره یوځل بیا يو داسې نوى پړاو پیل کړي چې د افغانستان فرهنگي علمي او سیاسي شخصیتونه نړیوالو او په ځانگړې توگه مصري او عربي ولسونو ته وروپېژني".

قاهره په عربي نړۍ کې یو له هغو ځایونو څخه ده، چې ډېر مخکښ افغان لیکوالان او ادیبان دلته پاتې شوي دي.

سیدجمال الدین افغان، شمس الدین مجروح، صلاح الدین سلجوقی، عبد الهادی داوي، عبدالرؤوف بینوا، او محمد امان صافى هغه فرهنگي شخصيتونه دي چې د نړۍ په دې برخه کې يې ژوند او په ښۀ ډول يې د افغانانو او افغانستان استازولي کړې ده.

د هېواد ددغو فکري آثارو د ساتلو لپاره د سفارت په انگړ کي د علامه سلجوقي په نوم کتابتون هم جوړ شوى چې په پښتو، دري، عربی او انگلیسي ژبو لیکل شوي سلگونه کتابونه د مطالعې لپاره پکې اېښودل شوي دي.

ددې هدف په علمي ډگر کې د محصلینو مرسته بلل شوې ده، په مصر کي له ۵۰۰ زیات افغان محصلین په زده کړو بوخت دي، دې کتابتون او دې نوو کتابونو چاپولو سره ددې فرصت برابرېدى شي چې د خپل هېواد تاریخ کلتور او علمي شخصیتونو له پېژندلو څخه برخمن شي .

سره له دې چې د افغان سفارت په وينا لږو امکاناتو سره توانیدلى په کلتوري اړخ کې دا ډول گامونه واخلي، خو

د افغانستان پخوانېو فکري آثارو څخه گټه اخیستل او چاپ کول د افغان دولت ځانکړې پاملرنې ته اړتیا لري.

که چېرې د عربي نړۍ په بېلابېلو هېوادنو کې افغانستان سره د اړونده تاریخي آثارو ته کتنه وکړو، یوازې د مصر په ملي کتابتون کې په مختلفو علومو کې زرگونه قلمي نسخې پرتې دي، په همدې توګه د بغداد او دمشق د کتابتونونو یادونه هم کولاى شو، هېواد ته ددغو کتابونو راوړل او چاپول د افغان دولت له لوري یو منظم پلان ته اړتیا لري، ترڅو وتوانېږو ۱۳۰۰ کال مخته لیکل شوي علمي او کلتوري اثارو څخه افغانان گټه پورته کړي.