"مرگ په خدمت کې" له مصره د بي بي سي مستند فلم

د انځور حقوق Ala Qamhawi
Image caption مور په افسر چیغه کړه، ولی دي زما زوي ووژلو؟

بي بي سي په دوکلنو پلټنو کې داسې قوی شواهد موندلي چې مصر کې د امنيت مرکزي ځواک کې سرتېرو سره ناوړه چلند کېږي، او ددې احتمال هم شته چې دخپلو افسرانو په لاس وژل شوي وي.

په دې تړاو د يوۀ سرتيري د بريد په اړه پلټنو څخه معلومه شوې چې هغه د کار پر مهال وژل شوى.

دا سرتيرى چې حسن الشرقاوي نوميږي دکوما په حال کې دى، دده په سر کي مرمی له هغي تومانچي څخه ويشتل شوې چې په حسن له څاورنکي افسر سره وه. د هغه نوم محمود عرابی دى، نو اوس دا پو ښتنه پیدا کیږي چې ډزې چا کړي؟ حسن الشرقاوي او که عرابي؟

د ۲۰۱۲ کال اگست میاشت کې حسن درویشت کلن و، نوموړی د مصر په مرکزي امنیتي دستگاه کی دنده ترسره کوله، دا دسپکو وسلو درلودنکي ځواک دى چې دمصر پولیسو پوري اړه لري. د مصر حکومت دا ځواک د لاریونونو او اولسي احتجاجو نو د خورولو او څا رولو لپاره کاره وي .

ددغي ډلي دکسانو شمیر ۴۵۰ زره دى چې ډېر يې سرتېر ي دي.

شرقاوي خپله دنده دمصر په اقصر ولایت کې تر سره کوله، چې دقاهرې په جنوب کې ۶۵۰ کیلو متري لرې پروت دى. حسن تر ویشتل کېدو شپږ میاشتې وړاندې خپلې کورنۍ ته ویلي و چې افسر عرابي ور سره بد چلند کوي.

خو د پیښې په هکله رسمي راپور بیا وايي چې عرابي له حسن څخه تحقیق کولو چې ورستي تن له افسر څخه تومانچه واخېستله او خپله خوله کي ونیوله او ډز يې وکړ. عرابي د پلټنو په ترڅ کې ویلي : ونه توانیدو چې د پیښې مخه ونیسي، ځکه دا ټول د سترگو په رپ کې پېښ شول .

هیچا هم دعرابي دغه څرگندونې دروغ ونه بللې، ځکه چې يواځې دى له سرتیري حسن شرقاوي سره و، او هلته نور شاهدان نشته. د دومیاشتې کوما وروسته حسن راپورته شو، حسن دخبرو کولو توان له لاس ور کړى و، مګر هغه څه يې په یاد و چې پېښ شوي و، څه چې ده ته ویل کیدل پرې پوهېدلو، نو کورنۍ به يې دپېښې دشپې په هکله ترېنه پو ښتنې کولې، او حسن به دلاسونو په حرکاتو ورته ځوابونه ورکول لکه څرنگه چې دهغه تره شحاته عبد الصافي وایي: ما ورته وویل: راته ووايه یاحسنه، چې مونږ چاسره ظلم ونکړو، ایا تا خپله په ځان ډز وکړ؟ او یاکوم بل څوک و چې ډز یې کړى و ؟

دحسن تره وايي چې حسن خپلې کورنۍ ته څو ځله ویلي چې خپله یې په ځان ډز ندى کړى. نوموړي په خپلو اوږو لاس وهي، کورنۍ یې وایي چې"دې حرکت سره نوموړى هغه افسرانو ته اشارې کوي چې د رتبو سر شانې يا نښې لري". دې کې دمرکزي امنیتي دستگاه افسران هم راځي. له دې وروسته به هغۀ بل حرکت کولو "چې ورڅخه به داسې ښکاره کېدله چې تومانچه يې په خله کې ايښودل کېږې".

دحسن کورنۍ د روغتون په کټ کې د هغه د ټولو حرکاتو عکاسي کړې ده، خو دا پوره شاهدي نده، چې په پټه خوله او یواځې په حرکاتو او اشارو سره يې څرگندوي.

دغه راز دا عکاسي تراوسه حکومتي چارواکو ته نده رسېدلې. پدې ټوله موده کې چې حسن شرقاوي په روغتون کي دهوش په حالت کې و، نۀ د مرکزی امنیتي دستګاه ، نه دڅارنوالۍ او نه هم دکورنيو چارو وزرات څخه چا د هغۀ پوښتنه کړې ده ، چې د هغۀ کیسه واوري او یا يې هم شاهدۍ ته غوږ شي.

ددغه پېښې دپلټنو په ترڅ کې په ځينونورو حقيقتونو هم سترگې پټې شوې دي. د حسن شرقاوي پلار ادعا کوي، چې "د زوى ملګرو يې چې هغوى هم سرتیري دي دشاهدۍ لپاره چمتوالي ښودلي وو او ويل يې چې زما زوى سره د افسر عرابی لخوا ناوړه چلند کېده ، مګر دغه سرتېري تهدید شوي او د مرکزي دستګاه له لوري دې ته اړايستل شوي چې پټه خوله پاته شي".

دا خبره هم کېږي چې ددغه سېمې حاکم، ډکروال عماد صالح، د پیښې ځاى ته تر رسیدو وروسته مهم او بنسټيز شواهد لرې کړې دي. هغه تو مانچه يې چي ترینه ډز شوى و هغۀ راخيستې وه، ددې پايله داشوه چې اوس هیڅ امکان نلري ورڅخه د هغه کس د لاس نښې وپېژندل شي چې په وروستي ځل يې دا تومانچه کارولې او ماشه يې راښکلې وه.

ددوه اونیوو له کوما وروسته حسن شرقاوی را پورته شو. له پېښې ١٠ اونۍ تېریدو وروسته، جراحانو هڅه وکړه چې د هغۀ په سر کې بند مرمۍ را وباسي، مګر د عملیاتو په وخت کې هغۀ خپل ژوند له لاس ورکړ. څانورالۍ دغه پیښه پدې ثبت کړه چې ځان وژنه وه، او دوسيه يې وتړله.

د انځور حقوق Ala Qamhawi
Image caption ډير ځلې د سختو تمرينونو له امله سرتېري ټيبان کېږي.

شکمې پېښې

د مصر دمرکزي ځواکونو په دستګاه کې د سرتېري حسن شرقاوي مرگ يواځېنۍ پېښه نده چې د شک علامي پری را څرخي. په تېرو دوو کلنو کې چې بي بي سي له ۲۰۰۸ کال راهیسي دې ځواکونو کې د ځان وژنو او مرگ د پېښو پلټنه کړې، گمان کېږي چې ټول زیانمن شوي سرتېري دي، او د خپلو افسرانو په لاسو" وژل "شوي دي.

څېړنو کې داهم راښکاره شوې چې د مرکزي امنیتي دستګاه افسرانو کي دځورني کلتور خپور شوى دى، دوى له سرتېرو سره بد چلند کوي ، داسې شواهد مو مندلي چې په منظمه توګه هڅې کېږي چې په تېروتنو، ناوړه چلند او آن د وژلو په پېښو پر ده اچول کېږي.

پدې ورستېو کي څو لویو پېښو په مصر کي په هغه سخت چلند سیورى غوړولى وي چې له سیاسي فعالانو او په هېواد کې دحکومت او نظام له سیاسي مخالفینو سره تر سره کېږي، خو له سرتېرو سره دحکومت دچلند په هکله خبرې نه کېږي .

یو له مهمو لاملونو څخه چې د دوى په هکله خبرې نه کېږي، هغه دادى چې دغو سرتېرو سره "ناوړه چلند" د پو ځي قطعاتو د تمرین ځایونو کې تر سره کېږي، چې دعامو خلکو له سترگو لري دي، بل سبب داهم کېدای شي چې دجرمونو قربانیان په مصري ټولنه کي دبیوزلو طبقو بچیان دي.

مرکزي امنیتي ځواک

دمرکزي قواوو قطعات په ۱۹۶۷ کال کې د اسرايلو په وړاندې د مصر له ماتې وروسته سختو ولسي لاریونونو په تعقيب رامنځته شوي وو.

دهغه وخت ولسمشر جمال عبد الناصر دلاریون کونکو خورولو لپاره له پوځ څخه کار واخېستلو. ددغو لاریونونو لومړنۍ څپه دقاهرې او اسکندریې له پو هنتونونو پیل شول چې دواک په وړاندې یی لويه ولسي ننگونه وه، خو ډېر ژر چارواکوته جوته شوه چې د پوځ په کالیو کې په بې وسلو لاریون کونکو ډزې کولې، دې سره د رژیم په وړاندي ولسي کرکه نوره هم ژوره او زیاته شوه.

يوۀ امریکايي پوهنتون کې د تاریخ استاذ، تاریخ لیکونکی خالد فهمي وایي"د پوهنتونونو د محصلینو دا لاریونونه چې له اسرايلو څخه له ماتي وروسته تر سره شول دناصرد حکومت لپاره يوه ستره پېښه وه، او غو ښتنو يې د رژیم لپاره یو ستر سر خوږى رامنځ ته کړى و. دغه غو ښتنې عادي نه بلکې ډېرې ژورې او بنسټیزې وې. نو له همدې کبله دامفکوره رامنځ ته شوه چې اړینه ده یو داسې خپلواک ځواک رامنځته شي، چې دکورنیو چارو وزارت پورې تړلى وي، او د دې توان ولري چې دهرې پېښې او لاریون مخنيوي وکړي.

ددغې ادارې سرتېري له بیوزلو طبقو له خلکو غوره کېږي.

د مرکزي امنیتي قواوو قطعات په ۱۹۶۹ کال کې رامنځته شول، له هماغه وخته ددغو قطعاتو بنسټیز جوړښت هغه ځوان مصریان تشکیله وی چې عمرونه یې کم او په ټولنه کې لرې پاتې شوي وگړي دي.

د انځور حقوق Ala Qamhawi
Image caption ددغې ادارې سرتېري له بیوزلو طبقو له خلکو غوره کېږي.

د مصر وسلوال پوځ هغه کسان غوره کول چې پر ذکاوت برسېره بدنی پیاوړتیا هم ولري، خو هغه کسان چې په دې معيار برابر نه وو هغه به يې د مرکزي ځواکونو قطعاتو ته لېږل. دې ډله کې ډېر بېوزله او بې سواده خلک راځي.

د مرکزي امنیتي ځواکونو قطعاتو ته له دا خلیدو سره سم دغه سر تېري ددریو کلنو لپاره سخت بدني تمرینات تر سره کوي، چې په سختي کې نوم لري، او وخت تېرول په کې گران وي.

"بد چلند"

سعید حسني چې په مرکزي امنیتي دستګاه کې يې درې کاله د مکلفیت دوره تېره کړې وايي"هیڅ انسانیت هلته نشته، مونږ هلته د کورنیو چارو وزارت د څارونکو افسرانو په لاس کې غلامان یو، کله چې مونږ هلته داخلېږو مونږ ته ویل کېږي چې خپل کرامت اوعزت مو دباندي پریږدئ".

زمونږ ددغې څېړنې په ترڅ کې بي بي سي دکفر شیخ په ولایت کی دمرکزي قواوو په یو قرارگاه کې دسرتېرو داسی انځورونه موندلي دي چې د هغو ى په بدنونو د سوځیدو او ټپونو نښي لیدل کېږي.. د دوى په اړه وروسته دا خبره کېږي چې سر تېر ي هغه وخت ټپیان شول کله چې افسرانو دوى اړ کړل چې په لوړه کچه کرمو شګو باندې پورته شي.

هغه وخت رسنیو ویلي وو چې د دغو افسرانو څخه به داخلي پلټنې تر سره شي، مګر په ۱۹۸۶کال کې پېښو څرگنده کړه چې مرکزي امنیتي دستګاه کې ځېنې کړنې سرتېري را پاره وي چې بیا یې کنترولول ډېر گران وي. د همدغه کال د فبرورۍ په میاشت کې داسې کنګوسى و چې دعسکرو د مکلفیت دوره یو کال نوره هم زیاتېږي، يعنې څلورو کالونو ته لوړيږي، دغو خبرو سخت غوسه راپارولې وه چې په تر څ کې يې دمرکزي قطعاتو ۱۷ زره سرتیېري د جیزه او قاهره ولایتونو لويو لارو ته را ووتل، او له اهرامانو سره نزدې هوټلونو او مو ټرو ته يې په زیان اړولو پیل وکړل. د هغه وخت ولسمشر حسني مبارک په تلویزن را څرگند شو دغه اخ و ډب یې وغندلو او د مخنيوي لپاره يې دپوځ دلېږلو امر وکړ.

دغه تاوتریخوالي درې ورځې دوام وکړ. حکومتي اټکلونه وايي چې دې تاوتريخوالي کې ۱۰۷ تنه وژل شوي وو، چې ډېر يې د مرکز امنیتي دستگاه سرتیری وو، خو ددې ځواکونو په ليکو کې د سرغاړوي يا سرکشۍ خطر د تل لپاره لري نشو.

د ۲۰۱۱ کال د اگست میاشت د اسکندریه ولایت کې هغه مهال لاریونونه وشول چې "یو افسر په يوۀ سر تیري تیری وکړ" او د ۲۰۱۲ کال د مې میاشت کې دمرکز امنیتې دستګاه سرتېرو د قاهره ختیځ ته تلونکې لويه لاره د دې خبر له راښکاره کېدو وروسته وتړله چې یو افسر د دوى يو ملګرى وژلى دى. تر دې دوکاله وروسته دکورنیو چارو وزارت دیو بل سرتیری د وژلو په هکله تحقیقات پیل کړل، چې عمر یی شل کاله و، دى احمد حسني نومیده .

احمد حسني په ۲۰۱۴ کال کي پوځ کې شامل شوى و ده خپله دنده دشمالي سینا په عریش کی پیل کړه، د ستمبر په څلورمه يې یو افسر له کورنۍ سره تيلیفوني تماس ونیولو چې "زوى یې بې هوشه شوى او بیا ورو سته یې د سهار په شپږ و بجو خپل ژوند له لاس ورکړ".

په شرقي ولایت کې د احمد کورته لاړو د هغه له مور سره مو خبرې وکړې هغې ویل "دزوی دمرگ په اړه حکومتي راپور باندې هيڅ باور نه کوي، هغوى وویل چې هغه لمر وهلى، کوم لمر ووهلو ، داسې لمر چې په سر کې يې لوى ټپ جوړ کړ او غاښونه یې مات شول؟

ددې شکونه هغه وخت زیات شول چې یو عیني شاهد، چي د احمد سره يوځاى سر تېرى و وويل " احمد حسني هغه وخت خپله شعور او فهم له لاسه ورکړ چې پر له پسې څلور ساعته تمرین تر سره کولو وروسته بې هوشه شو، یو مسول افسر چې محمد حسني نو مېده په هوش کې د راوستلو لپاره په پښه د هغۀ وهل پیل کړل کله چې دې نتيجه ورنکړه نو بیایې لرګى راواخيست او تر هغې يې ووهلو چې کله مړ شو".

دعدلي طب راپور دغه شاهدي نوره هم پیاوړې کړه دې معاينې دا جوته کړه چی د احمد سر او شا دواړه په لرګي سخت وهل شوي، همدارنګه دوژل شوي سرتیري په سینه دپوځي بوټانو ځېنې نښې نښانې هم ښکاره کېدلې.

دعدلي طب ددغه راپور وروسته په محمد حسني دوژنې تور ولګیده ، او دمدینة نصر په محکمې کې په ښکاره ډول د ولس پر وړاندې محاکمه شو ، دوژل شوي سرتېري مور وایي " دتورن کورنۍ دوی ته ددغه تورونو څخه د تېرېدو په صورت کې د دیت دورکولو وړاندیز هم کړی و ، همدارنګه په عریش ولایت کې هغه پوځي قطعې څخه چې ددوی ځوی پکې خدمت ترسره کولو یو شمېر افسران هم راغلی وو او دوی یې دې ته هڅول چې دغه موضوع محکمې څخه بهر حل کړي، ترڅو دمرکزي قواوو دقطعې دغه افسران له علني او ښکاره محاکمې وژغورل شي.

محمد حسني بندیخانې ته ولېږدول شو، خو له دغي وژنې دوه اونۍ وروسته په ضمانت خوشې شو، او له هغۀ څخه بیا دمحاکمې غونډې ته دراتګ غوښتنه ونه شوه.

محمد حسني ته ددغه وژنې جزا په غیاب کې اعلان شوه او په پنځه کاله بند محکوم شو، ددغه حکم صادریدو سره سم نوموړي بیرته د استيناف غوښتنه وکړه.

د علني محاکمې يوې غونډې کې بي بي سي محمد حسني په داسې حال کې ولېدلو چې د مرکزی امنيتي دستګاه له سرتېرو سره يې يواځې خبرې کولې، ددوى په منځ کې دوه هغه سرتېري هم موجود وو چې دورځي په اوږدو کي به يې دده پر ضد شاهدي ورکوله. تر لږ ځنډ وروسته بې له دې چې د کوم شاهد شاهدي واوروي قاضی اعلان وکړ" محکمي تر اوسه په دې قضیې کې خپله پرېکړه نه ده کړې".

په دې ډول محمد حسني په مرکزي امنیتي دستګاه کې د افسر په توگه بیرته خپلې دندي ته ورستون شو.

د وژل شوي سرتېري احمد حسني مور خوشبین نده، او نه دا تمه لري چې دزوى قاتل به یې کله دخپل عمل په جزا ورسېږي.خو هغه څه چې ددې په وس کې و هغه دا وو چې د محاکمې پر مهال په قتل تورن ته نزدې ورغله او ورنه يې په چغو وپوښتل چې " ولې دې زما زوى ووژلول؟ ځواب راکړه زما دخبری ځواب راکړه، ولي دی ووژلو"؟

ښايي چې دا به وروستي ځل وي چې دیو سرتېري کورنۍ د مرکزی امنیتي دستګاه افسر ویني چي محاکمه کېږي،

د زوی احمد حسني له وژل کېدو يوه مياشت وروسته مصري ولسمشر عبد الفتاح سیسی دهغه قانون د بدلولو فرمان صادر کړ چې د مصري پولیسو د محاکمې چارې تنظیموي. ددغه قانون له مخې به له نورو پرته يوازې پوځي قضا د دې واک ولري چې دپولیسو په لیکو کي ټول تر سره شوي جرمونو حل او فصل کړي.

نو دا په په څه معنى دى څوک يې په اړه څه نه شي ويلى مونږ ته به يواځې راتلونکې لپاره انتظار کول وي چې دې سرتېرو ته به دا بدلون څه پيغام ځان سره راوړي.