ايا د افغان طالبانو خپل منځي اختلاف پر ورکېدو دى؟

د انځور حقوق AP
Image caption د طالبانو ځينو مشرانو اوس هم له ملا اختر محمد منصور سره خپل بيعت نه دى په ډاگه کړى.

د افغان طالبانو د پخواني مشر، ملا محمد عمر، دوو نژدې خپلوانو ته د طالبانو په اداره کې مهمې چوکۍ ورکړل شوې دي. د بي بي سي داود اعظمي دې ته کتنه کړې ده چې ايا دا رشتيا هم د طالبانو د مشرتابه پر سر د اختلاف د ختمېدو يوه نښه ده؟

د طالبانو له يوې اعلاميې سره سم د ملا محمد عمر مشر زوى، ملا محمد يعقوب، د طالبانو په نظامي کمېسون کې د افغانستان له ٣٤ څخه د ١٥ ولايتونو مشر يا قوماندان ټاکل شوى دى.

نظامي کميسون د طالبانو په اداره کې په شا او خوا نهو کميسونونو کې تر ټولو مهم دى چې د جنگ يا دفاع وزارت رول لري.

د ده تره (اکا) ملا عبدالمنان د دعوت او ارشاد د کميسون مشر ټاکل شوى دى چې دنده يې د کسانو د گمارلو او د حکومتي کسانو خپلو ليکو ته د رااړولو دنده لري.

دوى دواړو ته د طالبانو د تر ټولو لوړې پرېکړې کوونکې ادارې، رهبرۍ شورا، غړيتوب هم ورکړل شوى دى، چې شا وخوا ٢٠ غړي لري.

که څه هم دغه دوه کسان نظامي زور يا رسمي سياسي واک نلري، خو د دوى ملاتړ سمبوليک ارزښت لري، او دطالبانو د مشر، ملا اختر محمد منصور، مشروعيت او نفوذ پياوړى کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ملا منصور په چټکۍ سره د طالبانو مشر وټاکل شو.

ملا يعقوب او ملا منان دواړو هغه مهال د ملا اختر محمد منصور د مشرتوب مخالفت کړى و چې کله د ٢٠١٥ کال د جولايي مياشت کې دا څرگنده شوه چې ملا محمد عمر څه باندې دوه کاله مخکې لا وفات شوى دى.

ملا يعقوب چې شا وخوا ٢٧ کاله عمر لري، د رپورټونو له مخې نژدې دوه کاله مخکې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې له يوې ديني مدرسې مخکې فارغ شوى.

د طالبانو ځيني مخکښ غړي، چې د ملا منصور د مشر کېدو مخالفت يې کړى وو، د ملا عمر د کورنۍ تر شا ودرېدل او غوښتل يې چې ملا يعقوب د خپل پلار پر ځاى نوى مشر وټاکل شي. خو د څو اونيو تر خبرو اترو او چنو وهلو وروسته دوى دواړو اعلان وکړئ چې د ملا منصور مشري مني.

د ملا يعقوب او ملا منان ټاکنې تر هغه څو ورځې وروسته ترسره شوې چې يوۀ ځواکمن طالب قوماندان، ملا عبدالقيوم ذاکر، له ملا منصور سره خپل ملاتړ په ډاگه کړى.

ملا ذاکر د واک پر سر ناندريو کې تر دې مهال تر ډېره " بېطرفه" پاته و، نوموړى چې د گوانټانامو زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته څو کاله د طالبانو د نظامي کميسون مشر و، د طالبانو يو تر ټولو زورور قوماندان دى.

د مارچ د مياشتې پر ٣٠مه، طالبانو خبريالانو ته د ملا ذاکر په لاس يو ليکلى خط وليږئ او پر خپله ويب پاڼه يې هم خپور کړ.

ملا قيوم ذاکر په دغه ليک کې ويلي چې د ده پخوانۍ" ملاحظې" لرې کړى شوي دي او دى اوس له ملا اختر محمد منصور سره خپل بيعت اعلانوي.

د طالبانو د تحريک د بنسټ اېښودونکي مشر د څو نژدې خپلوانو پر مهمو دندو ټاکنه او د ملا قيوم ذاکر غوندې ځينو قوي قوماندانانو د ملاتړ ژمنې، د طالبان د خپل منځي درزونه تر يوۀ حده رغولي او د ملا اختر منصور دريځ يې پياوړى کړى دى.

خو دا ددې معنى نلري چې د ملا اختر محمد منصور ستونزې نورې پاى ته ورسېدې.

Image caption د طالبانو په واکمنۍ کې د عکسونو پر اخېستو بنديز و، د ملا محمد عمر ډېر کم عکسونه موجود دي.

وروستى گوزار

که څه هم د طالبانو بېله شوې ډله له اصلي ډلې سره په جگړه کې ډېره کمزورې شوې، خو اوس هم فعاله ده او وايي چې د دوى په وينا د ملا اختر منصور " دواک د غصبولو" پر ضد به جنگېږي.

د ٢٠١٥ کال د نومبر په مياشت کې چې کله د ملا محمد رسول په مشرۍ بېله شوې ډله جوړه شوه، نو تر هغه راوروسته کله نا کله د دواړو ډلو د وسله والو ترمنځ جنگونه رامنځ ته کېږي.

ددې ترڅنگ ملا اختر محمد منصور اوس هم دې ته اړتيا لري چې د طالبانو ځينې هغه جگپوړي غړي پخلا کړي چې لا يې تراوسه له ده سره په ښکاره بيعت نه دى کړى.

Image caption د طالبانو د ځينو پرمختگونو سره سره يو شمېر طالبانو په دې وروستېو کې خپلې وسلې پر ځمکه ايښې دي.

افغان طالبان پر څو محاذونو جنگيږي، لکه د بېلې شوې ډلې پرضد، د داعش يا اسلامي دولت نومي ډلې خلاف او همدا راز د افغان حکومت او د هغه د بهرنېو ملگرو پر ضد. خو د دې گڼ جبهه ييزو جنگونو سره سره د افغان طالبانو جگړه ييز فعاليتونه او برياليتوبونه ډېر شوي دي.

د دغو وروستيو پرمختگونو وخت هم ډير مهم دى.

فکر کېږي چې طالبان به خپلو کلنيو پسرلنيو عملياتو پيل ددې مياشتې تر پايه اعلان کړي.

شا اوخوا درې اونۍ مخکې، ملا اختر محمد منصور خپلو لارويانو ته ويلي وو چې دده په وينا د "وروستي گوزار" لپاره ځانونه چمتو کړي. ده همداراز " په راروانو مياشتو کې د ښو فتوحاتو" هيله ښودلې وه.

په طالبانو کې د مهمو کسانو پخلاينه او داتفاق ډېرېدنه به د سولې پر امکاني خبرو او همدا راز دکوم راتلونکي جوړجاړي پر عملي کېدو هم اغېز ولري.

طالبانو لاتراوسه دا نه ده منلې چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښيني. دوى څو شرطونه ايښي: لکه له افغانستان څخه د بهرنېو ځواکونو وتل، له تور لستونو څخه د دوى د مشرانو د نومونو لرې کول او طالب بنديانو خوشې کېدل.

افغانستان لپاره په يوۀ بل مهم کال کې به جگړه اوخبرې، يا لږ ترلږه د خبرو په اړه خبرې، څنگ پر څنگ روانې وي.

ددې مطلب انگليسي بڼه دلته لوستلى شئ