گارډين: امريکا کندز کې پر روغتون د شوي بريد په اړه محرم راپور خپروي

سر له نن څخه به د بي بي سي پښتو ويبپانې نه په دې ځاى کې ورځپاڼو او مهالنيو ته کتنه وړاندې کېږي.

ده نيوز:

له پاکستانه په انگليسي ژبه خپرېدونکې ورځپاڼې ده نيوز په خپلې نننۍ گڼه کې پاکستان ته ل قطر څخه د افغان طالبانو د پلاوي د تگ په اړه د افغان طالبانو تاييد راخيستى او د دېپلوماتيکو سرچينو له خلې يې ليکلي دي " د طالبانو پلاوى ځکه پاکستان ته تللى چې افغان حکومت سره د مخامخو خبرو اترو پر شونتيا وغږېږي". په قطر کې د طالبانو دفتر يواځې د سياسي خبرو اترو واک لري.

د انځور حقوق .

ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د دفتر د وياند محمد نعيم څرگندونې راخيستي چې وايي "د دوى مشر دې پلاوي ته لارښوونه کړې چې هېلمند، ننگرهار او پکتيکا ته نژدې پر ډېورند کرښې د وروستيو را ولاړو شويو ستونزو، او کډوالو په تړاو خبرې وکړي".

افغان رسنيو په دې وروستيو کې ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو په افغان خاوره د پوځي پوستو جوړولو هڅه کړې. خو پاکستان دا ادعاوې رد کړې دي. د قطر د دفتر وياند ويلي د طالبانو دغه پلاوى به په اسلام آباد کې د ملا برادر او د ځينو نورو طالب بنديانو د خوشې کېدو په تړاو پاکستاني چارواکو سره په ځانگړې توگه خبرې وکړي.

گارډين:

له لندنه خپرېدونکې ورځپاڼې گارډين ليکلي ټاکل شوې امريکا د هغو ناکاميو په تړاو رپوټ خپور کړي چې په پايله کې يې په کندز کې پر يوۀ روغتون هوايي بريد وشو.

ورځپاڼه ليکي ټاکل شوې د امريکا دفاع وزارت د افغان جگړې د يوې تر ټولو ناوړې پېښې په تړاو د کورنيو پلټنو پايلې خپرې کړي، په کندز ولايت کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون تېر ستمبر کې بمباري شوې وه چې په پايله کې يې ٤٢ ملکي وگړي وژل شوي وو.

د امريکا د دفاع وزارت سرچينې وايي د دغه رپوټ چې له اوږدۀ مهاله يې انتظار کېده، محرميت ښايي روانه اوونۍ ختم او خپور شي.

په تېر مني کې امريکايي چارواکو ويلي و د نامالوم شمېر هغو افسرانو دندې چې په دغه بريد کې ښکېل وو ځنډول شوي دي.

د پنټاگون يوۀ لوړ پوړي چارواکي د بشري حقونو پلوي ډاکټرانو ټولنې ته ويلي چې په دغه پېښه کې موږ د خپلو لوړو معيارونو په پلي کولو کې پاتې راغلي وو.

ډان ورځپاڼه:

د پاکستان د گمرکونو ادارې په تورخم کې د مساپرو لپاره د آسانتياو يو نوى مرکز پرانيستى. افغانستان ته د تلونکو او راتلونکو مساپرو پاسپورټونه او توکي به دلته کتل کېږې، بيا به ورته د سفر د دوام اجازه ورکول کېږي. ورځپاڼه ليکي د پاکستان حکومت لارښوونه کړې چې پاکستان ته هر داخلېدونکى افغان بايد له ځانه سره خپل پاسپورټ، او د پاکستان ويزه ولري.

هندوستان ټايمز

له هنده دې خپرېدونکې دې ورځپاڼې ليکلي د هند يو ځوان فلمي ستورى ټايگر شروف ( د جگي شروف زوى) وروسته له هغه ترنيوکو لاندې راغى او د ميرمنو د خپلواکۍ مخالف وبلل شو چې وې ويل "کورناستې ښځې يې خوښېږي او غواړي داسې يوې نجلۍ سره وادۀ وکړي چې کور وساتي، خواړه چمتو کړي او کله چې دى له کاره کور ته ورځي نو د آرامۍ احساس وکړي".

په خواله رسنيو کې پر نوموړي سختې نيوکې وشوې. ټايگر شروف خپلې دفاع کې وويل د ښځو خلاف نه دى ځکه چې خپلې خور او مور ته ډېر درناوى لري.