ټایمز آف انډیا: سک زلمي سلفي اخیستو کې ځان په تومانچې ویشتلی

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه د څارونکو له خولې لیکي چې داعش ډله په بېلا بېلو ډولونو خلک وژني چې په هغو کې د سرونو غوڅول، په ډزو ویشتل، سنګسار، له لوړو ودانیو غورځول او اور اچول شامل دي.

داعش ډلې له دوو کالو نه په لږه موده کې څه باندې څلور زره کسان وژلي دي دا په بریتانیا کې د چاپیدونکې ورځپاڼې (انډیپینډینټ) د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي د ۲۰۱۴ کال د جون میاشتې راهیسې چې د اسلامي دولت په نامه ډلې خلافت اعلان کړی ګومان کېږي چې دغې ډلې څه باندې څلور زره کسان وژلي دي.

ورځپاڼه د څارونکو له خولې لیکي چې داعش ډله په بېلا بېلو ډولونو خلک وژني چې په هغو کې د سرونو غوڅول، په ډزو ویشتل، سنګسار، له لوړو ودانیو غورځول او اور اچول شامل دي.

ورځپاڼه د بشري حقونو د څار ډلې له خولې لیکي چې په تېرو ۲۲ میاشتو کې داعش ډلې ۴۱۴۴ کسان وژلي چې په دې ښځې، ماشومان، د داعش خپل غړي، د مخالفو ډلو غړي او سوري پوځیان شامل دي.

د انځور حقوق AFP

د (واشنګټن پوسټ) ورځپاڼه تر دې عنوان لاندې چې د سوریې په ځپل شوي ښار حلب کې د وژل شویو کسانو شمېر مخ په زیاتیدو دی چې د نړیوالو غوسه یې پارولې لیکي فعالان وايي چې د حلب ښار چې د جمعې په ورځ په کې په یو جومات کې عبادت کوونکي ووژل شول او تر هغه دمخه پر یوه روغتون هوايي برید وشو او ګڼ کسان په کې ووژل شول اوس د هوايي بریدونو له یوې نوې څپې سره مخامخ دی.

ورځپاڼه لیکي چې ظاهراً بریدونه د دواړو خواوو له خوا شوي او له دې سره د اوربند د ټینګولو هڅه ستونزې شوې ده. واشنګټن پوسټ د ملګرو ملتونو د استازي هغه خبره هم راخیستي چې ویلي یې دی چې په کړکیچ کې ښکیلې ټولې غاړې په بې رحمۍ سره د ملکي کسانو ژوند ته پام نه کوي.

ورځپاڼه په بریتانیا کې د میشتې په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډلې د معلوماتو پر بنسټ لیکي چې همدا تېره اونۍ په حلب کې له ۲۰۰ ډېر کسان په جګړه کې د ښکیلو غاړو په بریدونو کې وژل شوي دي.

هېواد ته د افغانانو ستنیدنه پر سوداګرۍ اغیز لري تر عنوان لاندې په پاکستان کې چاپیدونکې د (ایکسپریس ټریبیون) ورځپاڼه لیکي له پېښور ښار نه د افغانانو ستنیدو په ښار کې پر سوداګرۍ جدي اغیزې لرلې دي په ځانګړې توګه په پېښور کې پر پوځي ښوونځي له برید وروسته چې په ۲۰۱۴ کال کې وشو.

د انځور حقوق AFP

ورځپاڼه لیکي نه یوازې دا چې سوداګرو پیریدونکي له لاسه ورکړي بلکې په هغو ځایونو کې چې افغانان په کې دیره وو د کورونو کرایې هم ټیټې شوې دي.

ورځپاڼې په بورډ بازار کې د ټوکرونو د یوه دوکاندار نبي خان خبره راخیستي چې وايي مخې به یې پنځوس یا شپته ډالره د ورځې ګټل خو اوس چې افغانان له پېښوره تللي او شمېر یې لږ شوی ټوله سودا یې د ورځې ۱۵ ډالرو ته ټیټه شوې ده.

(ټایمز اف انډیا) د یوه تنکي سک ځوان په اړه ریپوټ خپور کړی چې د سلفي عکس اخیستلو پر مهال یې ځان په تومانچې ویشتی دی. رمن دیپ سینګ چې د لسم ټولګي زده کوونکی او د پټان کوټ اوسیدونکی دی له خپلې خور سره پر تېلېفون سلفي تصویر لپاره د خپل پلار تومانچه اخیسته وه خو د تصویر په ځای یې ځان ټپی کړ.

په پیل کې هغه سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوی و او اوس د لا ښې درملنې په موخه د لودیانا روغتون ته وړل شوی دی.

د انځور حقوق

ورته مطالب