وال ستريټ ژورنال: القاعده لاهم ګواښ دی

د انځور حقوق AFP
Image caption وال سټریټ ژورنال: د دغې ورځپاڼې سرليک وايي، د اسامه بن لادن له وژل کېدو پنځه کاله وروسته، القاعده اوس هم گواښ دى.

نيويارک ټايمز:

ورځپاڼه د افغانستان په سوېل کې د ارزگان پر لويې لارې روان تاوتريخوالي ته په اشاره وايي چې افغان ځواکونو پر لويې لارې د طالبانو ولکې ختمولو په موخه عمليات پيل کړي دي.

نيويارک ټايمز ليکي افغان امنيتي ځواکونو تېره ورځ وويل چې ارزگان ولايت ته له غځېدلې مهمې لارې د طالبانو په شاه تمبولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړي، چې د ولايتي پلازمېنې ورځ تر بلې پياوړې کېدونکې کلابندي پاى ته ورسوي.

ورځپاڼه زياتوي، په داسې حال کې چې په دې وروستيو مياشتو کې ولسي او پوځي پام نر ډېره د هلمند پر جگړې ورټول دى، طالبانو ورو ورو د ارزگان مرکز ترينکوټ ته تللې لارې ټولې وتړلې.

د ورځپاڼې په وينا د ارزگان پخواني امنيه قومندان مطيع الله خان له وژل کېدو وروسته، دغه ولايت طالبانو لپاره په يوه نرمه موخه يا نرم هدف بدل شوى.

وال ستريټ ژورنال:

د انځور حقوق AP
Image caption ورځپاڼه د افغانستان په سوېل کې د ارزگان پر لويې لارې روان تاوتريخوالي ته په اشاره وايي چې افغان ځواکونو پر لويې لارې د طالبانو ولکې ختمولو په موخه عمليات پيل کړي دي.

د دغې ورځپاڼې سرليک وايي، د اسامه بن لادن له وژل کېدو پنځه کاله وروسته، القاعده اوس هم گواښ دى.

ورځپاڼه زياتوي چې دغه نړېواله ترهگريزه شبکه وده کوي. وال ستريت ژورنال ليکي القاعده د منځني ختيځ او افريقا په لر او بر کې څانکې لري، چې په عربي ټاپووزمه کې شته هغه يې اوس هم لويديځ لپاره ستر گواښ بلل کېږي.

ورځپاڼه وايي که څه هم په دې وروستيو کې داعش ډېر د خبرو نو په سرليکو کې دى، خو د نړۍ تر ټولو خونړۍ بريدونه القاعدې کړي، ورځپاڼه د سپتمبر د يوولسمې پېښه، په الجزاير کې د غازو پر اسانتياوو بريد، په کینيا کې پر يوۀ بازار بريد او په فرانسه کې د چارلي اېبدو پر دفتر يرغل د القاعدې له لوري د شويو بريدونو بېلگې يادوي.

اکسپرس ټربيون

په پاکستان کې چاپېدونکې دغه ورځپاڼه وايي د پوځ مشر جنرال راحيل شريف تېره ورځ د هغو ترهگريزو کړيو په وړاندې د عملياتو پلان ومانه، چې د خپلو سمبالوونکو له لوري په دغه هېواد کې د بريد د لارښوونې انتظار باسي، او د ويده کړيو په نامه هم يادېږي.

د ورځپاڼې په وينا د عملياتو پلان د پاکستان د لوړپوړو پوځي قومندانانو په يوه غونډه کې ومنل شو.

د انځور حقوق APP
Image caption په پاکستان کې چاپېدونکې دغه ورځپاڼه وايي د پوځ مشر جنرال راحيل شريف تېره ورځ د هغو ترهگريزو کړيو په وړاندې د عملياتو پلان ومانه، چې د خپلو سمبالوونکو له لوري په دغه هېواد کې د بريد د لارښوونې انتظار باسي، او د ويده کړيو په نامه هم يادېږي.

د پلان له مخې چاڼيز عمليات به په هغو سيمو کې تر سره شي چې خطرناکې بلل کېږي، د بېلگې په توگه سوېلي پنجاب کې چې د توندلارو مرکز بلل کېږي.

عمليات د پاکستان د پوځ، استخباراتو او پوليسو له لوري په گډه تر سره کېږي.

ډيلي ټېلېگراف:

دغه بريتانيا چاپه ورځپاڼه وايي چې ٧٥ ميليون ترکان اروپا ته له ويزې پرته د سفر کولو اجازه تر لاسه کوي.

د انځور حقوق Carl Court
Image caption دغه بريتانيا چاپه ورځپاڼه وايي چې ٧٥ ميليون ترکان اروپا ته له ويزې پرته د سفر کولو اجازه تر لاسه کوي.

د اروپايي ټولنې دا پرېکړه په داسې مهال کې مخې ته راځي چې ترکيې لا د کډوالو پر سر د شوې معاملې ټول شرايط نه دي پوره کړي. ټاکل شوې اروپايي کميسيون د چهارشنبې په ورځ اروپا ته پرته له ويزې د ترکي وگړو راتلل په مشروط ډول ومني.