"بايد پرخپل ځان تکيه وکړو نه د بل پر خيرات"

له ٢٨ کلونو وروسته د اوکرايين پلازمېنې کيف ته ستنه شوم. د "دينېپر" د سيند پر غاړه د ښار ظاهر څېره لږ بدله شوې. د پخوا په شان مې دلته پراخ سړکونه تر سترگو شول، د کليساو گنبدې چې په سرو زرو پوښل شوې د لمر په رڼا کې اوس هم ځلېدې، خو د کليساوو شمېر مې ډېر په نظر راغى.

دا هغه اوکرايين نه دى چې ما په نولس سوه اتيايمو کلونو کې ليدلى و.

په ١٩٩٠ کلونو کې اوکرايين له پخواني شوروي اتحاد نه خپلواکي واخيستله او يو ازاد هېواد شو خو په تېرو دريو کلونو کې د دغه هېواد خلک له سېاسي پلوه سره ووېشل شول، کورنۍ جگره په کې پيل شوه او مسکو سره د چارواکو راشه درشه خورا زياته خرابه شوه.

د هوايي ډگر نه پر لارې موټر چلونکي راته وويل: "درې کاله وړاندې، دلته ډېر خلک ووژل شول، د اوکرايين د ليرو کليو څخه خلک راغلي وو، چې خپل حق و غواړي، د ښار په ستر ډگر کي په مياشتو مياشتو خلکو خېمې وهلې وې".

د انځور حقوق Getty

زه د بي بي سي د اکاډمۍ له پاره په اوکراينيي ژبه سايټ جوړوم او کيف ته مي ځکه سفر وکړ چې د بي بي سي د اوکرايني ژبې ستره برخه کارکونکي هم دلته دي.

د يکشنبې ورځ وه، کار ته به لا سبا تلم، د هوټل نه مې د سيلانيانو د لارښوونکې غوښتنه وکړه. د "الينا" په نوم يوه نژدې شپېته کلن مېرمن راغله او د ښار گرځېدل مو پيل کړل.

د "سافيسکس سابور" د کليسا نه مو پپل وکړ، ما الينا ته په سر کي وويل چې د افغانستان يم او د اتيايمو کلونو په پاى کي په لومړي ځل دلته راغلې وم. کليسا ته په رسېدلو سره يې راته وويل: "دغه ځاى خو به مو نو په ياد وي؟ له خپل پوهنتون سره به هرو مرو دلته راغلي ياست"؟

څه موسکۍ شوم او ورته مي وويل: "که رښتيا ووايم کليسا مي دومره نه ده په ياد، خو دلته نژدې د (خاچاپوري) په نوم پيرکي خرڅېدل هغه مي په ياد دي".

په کړس کړس يې وخندل او ويې ويل" په هغه عمر کي تاريخي ځايونو ته کله د چا پام وي"

کليسا سره مي خلکو ته پام شو، د يکشنبې ورځ وه او خلک کليسا ته د مذهبي مراسمو ترسره کولو لپاره تلل. ټولو ښځو کليسا ته د ننوتلو وړاندې له خپلو لاسي بکسونو نه واړه پړوني را ايستل او پر سر کول يې.

په اتيايمو کلونو کې يوازې سپين سرو مېرمنو دا کار کولو. يوې ځوانې ښځې چې پړونى يې نه درلود د خپل ماشوم له گاډۍ نه وړه پشمي شړۍ راپورته کړه، پر سر يې واچوله او کليسا ته ننوتله. د کليسا سره د خلکو اوږده ليکه جوړه شوې وه او ټول خپل وار ته غلي ولاړ وو.

الينا د دغه ښار په اړه معلومات راته پيل کړل:

"د کيف د ښار بنسټ ١٤٠٠ کاله پخوا اېښودل شوى. وايي په يوې کښتۍ کې درې وروڼه دې سيمې ته راغلل، له دوى سره يې خور هم مله وه د هغې نوم" لېبيد"( په پښتو کي هيلۍ) وه. هغوي د دغه ښار بنسټ کېښود. د دوى د مشر ورور نوم "کيي" و او د کيف نوم هم له همدغه ځايه راغلى".

Image caption د "دنېپر" د سيند پر غاړه دښار د افسانوي بنسټ اېښودونکو څلى

د ښار د گرځېدلو پر مهال، الينا څو ځله دا خبره وکړه: "مسکو لا نه و جوړ چې دلته پاچاهي چلېده. د "سلاو" د ټبر زړه هم دغه خاوره ده. مسکو يو ځنگل و چې موږ دلته قصرونه درلودل".

د ښار په څو بېلو برخو کې د مجسمو له مخې د اوکرايين تاريخ له ورايه ښکاري.

د ېوې غونډۍ پر سر مې يوه ستر مجسمه وليده.

Image caption د (بوگدان خميلنيتڅکي) مجسمه ده، هغه په ١٦٥٤ ميلادي کال کې له روسانو سره تړون لاسليک کړ او و تزار اليکسې ته يې د وفادارۍ لوړه وکړه.

الينا راته وويل: "دا د (بوگدان خميلنيتڅکي) مجسمه ده، هغه په ١٦٥٤ ميلادي کال کې ٣٦٢ کاله پخوا له روسانو سره تړون لاسليک کړ او و تزار اليکسې ته يې د وفادارۍ لوړه وکړه".

الينا زياته کړه "مونږ کله هم خپلواکه هېواد نه وو، يا د پولنډيانو تر لاس لاندې وو يا د اتريشيانو، ترکانو او روسانو هم پر موږ پاچاهي کړې ده . بگدان د جگړې د ډگر يو لوړ پوړى سپاهي و، هغۀ روسان چي په ټبر او مذهب تر نورو رانژدې دي غوره وبلل او تړون يې ورسره لاسليک کړ".

ما د اوکرايين د ټکي د مانا په هکله پوښتنه وکړه چي ريښتيا هم د "څنډې" مانا لرى. هغې د هو ځواب راکړ او ويې ويل د روسيې يوه څنډه وه خو اوس دا دى په خپله خپلواکه هېواد يوو.

د دغه څلي تر اړخ، د اوسپنې يوه ستره سره زرغونه اسمان ته پورته شوې وه. الينا ووېل:" دا د شوروى سره د دوستۍ نښاني ده. د دوستۍ سره زرغونه نومېږي. د برېژنف په وخت کي جوړه شوه . خبرياست هغه هم په همدې خاوره کي پېدا شوى و"؟

Image caption د دوستۍ سره زرغونه

د مجسمو په ژبه د اوکرايين تاريخ دوام درلود، څو کوڅې وروسته د ښار په مرکزى واټ کې چې "ميدان" نومېږي، اسمان ته د سرو زرو او سپينو مرمرو نه يوه مجسمه پورته شوې.

الينا وويل "په ١٩٩٠ کلونو کې د شوروى نه د ازادۍ پر مهال دا څلى جوړ شوى. "د "مېدان" د نوم په اړه مي پوښتنه وکړه چي دوى ته له کومه ځايه راغلى. ويل يې د دې په گومان د ترکانو د اشغال ميراث دى.

د "اندريوفسکي سپوسک" په کوڅه کې مې د بهرنېانو د پام وړ شيان وليدل، د اوکرايين دوديزه لاسي کار، پر سپين ټوکر د خامک، له لرگيو جوړې شوې کاسې او د ځناورو له پوټکي نه جوړې شوې خولۍ، په ځينو هټېو کې مې د تشناب کاغذونه وليدل چې د روسيې د ولسمشر پوتين عکس ورباندې چاپ شوی و او بهرنېانو په خندا خندا رانيول.

الينا راته وويل راځه څه پورته وخېژو، وختلو او د ١٣ نمبر کور مخ ته ودرېدلو. هغې کور ته اشاره وکړه او له وياړ نه په ډکه موسکا يې ووېل: "دلته د روسۍ ژبې ستر ليکوال طنز ليکونکى ميخايل بولکاکوف ژوند کړى او د "سپين گارډ" ستر اثر يې ٩٨ کاله پخوا په هم دغه کور کې ليکلى.

د اوکرايين د سياسي تاوتريخوالي د تېرو دريو کلونو د پېښو په اړه خلکو راته متضادې خبرې وکړې، چا ويل: "دا ټوله د روسانو د تيرى کوونکي سياست پايله ده، پوتين غواړي زموږ ختيځه سيمه را نه بېله کړي. دا ټول د مسکو شر اچونکى سیاست دى، کرايميا يې څنگه رانه بېله کړه".

او داسي نظرونه مي هم واورېدل چي ويل يې: "د اوکرايين اوسني چارواکي ملي مسايل په لوى لاس راپورته کوي او په دې ډول خپلو غلاوو ته دوام ورکوي".

د ښار په مرکز کې مې د چاکليټو يوه ستره مغازه وليده، د لندن تر مغازو کمه نه وه. راسره اوکراينۍ مېرمنې راته وويل:"دا زموږ د ولسمشر (پترو پاراشېنکو) مغازه ده، هغه د چاکليټو سوداگري لري.

پارلمان ورباندي فشار واچوه چې د ولسمشر په توگه دى ځان نور نو له دغه راز چارو خلاص کړي، ولسمشر هم ومنله خو څو مياشتې وروسته يې لا کارخانې په خپل نوم چلېدلې او کله چي د پارلمان وکيلانو پوښتنه ځينې وکړه نو ده په جواب کې وويل چې "خپل تجارت مې خرڅلاو ته اچولې خو څوک ېې نه رانيسي".

دغه اوکراينۍ مېرمنې د سړک و لور ته اشاره کړه او وي ويل "څه وخت وړاندې په دغه عمومي مرکزي سړک کي د اکاسۍ سترې ونې وې چي سېورو يې واټونه ښکلي کړي وو. دغه ونو به هر کال په پسرلي کې سپين گلونه کول، ولسمشر امر وکړ چې دغه ټولې ونې دې له بېخه وکښل شي او پر ځاى دې د اکاسي داسې ونې کښېنول شي چي گلابي گلان وکړي.

ده ويل دغه به ښار لا نور ښايسته کړي. بس ټولې پخوانۍ سترې ونې يې ووهلې او نيالگي يې پر ځاى کښېنول. بل کال ته نيالگيو گلان وکړل خو هغه هم سپين وو، په دغه کار په ميليونو ډالر برباد شول. "هغې خبرې په داسې حال کې خلاصې کړې چې پر مخ يې د عصبانېت او موسکا کرښې يو ځاى ښکاره شوې.

په ښار کي اکثرا خلکو روسي ويله، که په خټه اوکراينيان هم وو، خو نوي سلنه خبرې مې په روسي اورېدلې. په درملتون کې، په رستورانټ کې، په مغازه کې ټولې خبرې په روسۍ ژبه وې.

ما په ښار کې اوکرايني ژبه د بي بي سي په دفتر کي واورېدله، همداراز مې د هغو زړو مېرمنو نه واورېدله چې له کليو نه راغلې وې او د کور زاړه شيان يې خرڅول.

د هوټل يوې کارکوونکې راته وويل: "موږ سلگونه کلونه د روسانو تر اشغال لاندې ژوند کړى، د روسۍ ژبې لپاره دلته ډېر کار شوې. که به د چا روسي زده وه نو ښه کارونه به يې موندل. ټول ښه پوهنتونونه او درسى امکانات په روسي وو. د خپلواکۍ د اخيستلو نه وروسته موږ ايله اوس خپلې ژبې ته پام کړى".

په هغه ورځ چې ما د بي بي سي په دفتر کې د اوکراينۍ څانگې د کار په اړه فلم جوړولو په پارلمان کې د نوي لومړي وزير د ټاکنو پر سر رايه اخيستل کېده.

ما په دفتر کي له ډېرو خبريالانو سره خبرې وکړې او ترې ومي پوښتل چې نوی لومړی وزير "ولاديمير گرويسمن" ته خوشبينه دي که نه؟ ډېرو يې په داسې حال کې چې د بې پرې والې پوره هڅه يې کوله بېل نظرونه درلودل،

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تېر کال د اکراين ختيځ د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ د درنې جگړې شاهد و.

يوه وويل:"زموږ هېواد اروپايي ټولنې سره د يو ځاى کېدلو لپاره غوښتنليک په لاس ولاړ دى، خو اروپايي ټولنه وايي لومړى په هېواد کې فساد له منځه يوسئ، بيا به مو پر غړيتوب غور کوو، چارواکي بايد عملي گامونه پورته کړي. خو ډېر خلک د دريو کلونو په پرتله نهيلي شوي".

او چا وويل "د اوکرايين خلک انگيرې چې د دوى په غم کې څوک نه دي، چارواکي بس خپل جيبونه ډکوي".

او داسې غږ مې هم واورېد چې ويل يې: "موږ بايد پر خپلو پښو ودرېږو، نه مسکو زموږ له غمه مري او نه اروپايي ټولنه سم دستي مرستې ته را درومي. موږ ستر هېواد يوو، حاصل خېزه ځمکه لرو، يو وخت مو ټول شوروي ته غنم ورکول، بايد پر خپل ځان تکيه وکړو نه د بل پر خيرات".