ډيلي مېرر: هند کې دوه سری خوسی زیږېدلی

Image caption د برتانيا د پوځ پخواني مشر "مارشال گوتري" ويلي د افغان ژباړونکو په تړاو د بريتانيا تگلاره شرموونکې ده.

ډيلي مېل:

بريتانيا چاپې ورځپاڼې ډيلي مېل د بريتانيايي ځواکونو پخوانيو افغان ژباړونکو په تړاو خپاره کړي يوۀ مطلب کې ليکلي، دوى ته خبرادارى ورکړل شوى چې له بريتانيا به شړل کېږي.

ورځپاڼه وايي دغو ژباړونکو انساني قاچاق کونکو ته د پيسو د ورکړې په بدل کې ځانونه بريتانيا ته رسولي او پناه يې غوښتې ده.

ډيلي مېل زياتوي ژباړونکو ته ويل شوي لومړني هغه هېواد ته به ولېږل شي چې په کې د دوى د گوتو نښې اخيستل شوي.

ورځپاڼې کې راغلي دا خبرونه وروسته له هغه مخې ته راغلل چې روانې اوونۍ په اوږدو کې، د همدې ورځپاڼې له لوري د يوۀ بل افغان ژباړونکي ځان وژنې خبر خپور شو.

ډيلي مېل وايي د دغه افغان ژباړونکي مړينه د دې لامل شوه چې ډېر خلک د "زړورو په وړاندې خيانت" په نامه د افغان ژباړونکو د ملاتړ هلوځلو پلوي وکړي چې د همدې ورځپاڼې له لوري پيل شوي.

د ننگيالي داودزي په نامه ٢٩ کلن افغان ځوان وروسته له هغه ځان وواژۀ چې ورته وويل شول، ايټاليا ته لېږل کېږي ځکه هلته يې د گوتو نښې اخيستل شوي.

د برتانيا د پوځ پخواني مشر "مارشال گوتري" ويلي د افغان ژباړونکو په تړاو د بريتانيا تگلاره شرموونکې ده.

واشنگټن پوست:

د انځور حقوق Unicef
Image caption د مرتضی احمدي کورنۍ له نورو غړیو سره د احتمالي خطر او ګواښونو له امله د پاکستان کوټې ته تللی دی.

واشنگټن پوست وايي د هغه پنځه کلن افغان هلک چې د ليونل مسي لاسليک شوى کميس يې ترلاسه کړ، کورنۍ وايي د پرله پسې گواښونو او د طالبانو له گواښه ډک ليک له امله هېواد پرېښودو ته اړه شوې.

د دغه ماشوم پلار محمد عارف احمدي ورځپاڼې ته ويلي اوس په کويټه کې مېشت دي او د ښه ژوندانه هيله کوي.

نوموړي زياته کړې، ويرېدۀ زوى يې مرتضى چې په وينا يې اوس په انټرنټ کې ډېر مينه وال لري د سړي تښتونکو لاس ته ور نه شي.

ورځپاڼه د ښاغلي احمدي په وينا ليکلي "ما فکر کاوۀ چې دا ټيليفونونه جنايتکارې ډلې را ته کوي ځکه دوى به په ناسمه داسې انگېرلې وي چې گواکې موږ به د ماشوم د نړېوال شهرت له امله ډېرې پيسې گټلې وي. خو وروسته چې يو گاډي چلونکي د طالبانو ليک را ته راوړ نو پوه شوم چې دوى يې تر شاه دي."

اکسپرس تربيون:

د انځور حقوق AFP
Image caption د ورځپانې په وينا سرتاج عزيز د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې د اف ١٦ الوتکو رول ازښتمن بللى او ويلي دي چې د پاکستان ملي دفاع لپاره حياتي ارزښت لري.

ورځپاڼه وايي د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز امريکا ته خبردارى ورکړى، که د اف ١٦ ډولو الوتکو د پېر په برخه کې مالي مرسته و نه کړي، نو پاکستان به دغه راز الوتکې له يوه بل هېواده رانيسي.

د ښاغلي عزيز دا څرگندونې څو ساعته وروسته له هغه مخې ته راغلې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کېربي وويل، که پاکستان اف ١٦ ډوله الوتکې غواړي نو اړ دى چې پوره بيه پرې کړي.

د ورځپانې په وينا سرتاج عزيز د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې د اف ١٦ الوتکو رول ازښتمن بللى او ويلي دي چې د پاکستان ملي دفاع لپاره حياتي ارزښت لري.

ټاکل شوې وه پاکستان په دغه معامله کې ٢٧٠ ميليون ډالر ورکړي او د امريکا حکومت پاتې ٤٣٠ ميليون ډالره د سبسايډۍ په توگه د بهرنۍ پوځي بوديجې له لارې په خپله غاړه واخلي، خو کانگرس له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ.

ډيلي مېرر:

د انځور حقوق Asia Press DailyMirror

بريتانيا چاپ ' ډيلي ميرر' ورځپاڼه وايي هند کې يوې غوا داسې يو خوسى زېږولى چې دوه ککرۍ لري، او خلک چې دا يوه معجزه بولي جوپه جوپه يې ليدو ته ورځي او ورته عبادت کوي. دا څاروى چې عجيبه بڼه لري په اترا پردېش کې زیږېدلى.