د امریکا پوځي هڅو ډېرېدو سره، سره داعش پرضد جګړه خنډ سره مخ ده

واشنګټن پوسټ

د انځور حقوق AP

په داسې حال کې چې امریکايي پوځ خپلې هڅې ډېرې کړي، د اسلامي دولت (داعش) ډلې پرضد جګړه له خنډ سره مخامخه ده. دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي د تمې پرخلاف له چټکو مختګونو څو میاشتې وروسته د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ډلې پرضد جګړه له خنډونو سره مخامخه ده او دا پوښتنه یې ولاړه کړې ده چې وروستي پرمختګونه به وساتل شي که نه.

ورځپاڼه لیکي په بغداد کې ګډوډي، په سوریه کې ټکنی اوربند او په ترکیې کې سیاسي بې ثباتي هغه خنډونه دي چې په وروستیو اونیو کې رابرسېره شوي او په جګړه کې یې پرمختګ پیچلی کړی دی. د ورځپاڼې د لیکنې له مخې په نورو خنډونو کې د عراق په شمال او سوریه کې د امریکا د متحدو ځواکونو واړه په شاه تګونه راځي چې یوه یادونه ده چې د جګړې تګلاره تر ډېره پر هغو سیمه ییزو ډلو تکیه کوي چې بېلا بېل مهارتونه لري او ډېر ځله له یو بل سره کار نه کوي.

ورځپاڼه لیکي، کله چې ولسمشر اوباما په ۲۰۱۴ کال کې په لومړي ځل د اسلامي دولت ډلې پرضد امریکايي جنګي الوتکو ته د اقدام کولو امر وکړ امریکايي چارواکو ویل، دا جګړه به له دریو تر پنځو کلونو وخت ونیسي او ستونزمنه به وي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د جګړې پیل له ستونزو سره مل و خو چارواکي وايي چې له شوي پرمختګ نه خوښ دي؛ په ځانګړې توګه په تېرو شپږو میاشتو کې. خو اوس په بغداد کې ګډوډي، په سوریه کې ټکنی اوربند او په ترکیې کې سیاسي بې ثباتي د جګړې پر وړاندې خنډونه دي.

ټایمز اف انډیا

د انځور حقوق EPA

د اندونیزیا مسلمانو انټرنیټي جګړه مارانو اسلامي دولت ډلې پسې راخیستي تر عنوان لاندې د ټایمز اف انډیا ورځپاڼه لیکي، په اندونیزیا کې چې اکثره وګړي یې مسلمانان دي یوه ډله انټرنیټي جګړه ماران کمپوټرونو ته ناست دي او د معتدل اسلام په اړه پیغامونه استوي.

ورځپاڼه لیکي، د نهضت علما سازمان چې په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو لوی سازمان دی ۵۰۰ غړي په لپ ټاپونو او ځیرک ټېلېفونونو سمبال دي او غواړي چې د اسلامي دولت ډلې له خوا د سخت دریځې په اړه د پیغامونو مخه ونیسي. ټایمز اف انډیا لیکي، د نوموړي سازمان یوه مخکښ غړي سیافي علي خپلو لسګونو زرو څاروونکو ته ویلي چې موږ به هېڅ کله اجازه ورنه کړو چې اسلام د هغو احمقانو له خوا برمته شي چې زړونو ته کرکه اچوي.

ورځپاڼه لیکي چې له اسلامي دولت ډلې سره د ۵۰۰ اندونیزیایانو په یو ځای کېدو کې پر انټرنیټ د اسلامي دولت ډلې له خوا پروپاګند مهم رول درلودلی دی ځکه نو د نهضت علما سازمان دغه ۵۰۰ کسیزه ډله هڅه کوي چې د هغوی د انټرنیټي پروپاګند ځواب بیرته پر انټرنیټ ورکړي.

ډان ورځپاڼه

د انځور حقوق AP

د القاعدې مشر سوریه کې وسله والو ته ویلي چې یو موټي شي یا دې مړه شي. دا په پاکستان کې د چاپیدونکې ډان ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي ایمن الظواهري په سوریه کې سیالو وسله والو ډلو ته ویلي چې یو موټي شي کنه نو د وژل کېدو خطر یې شته او یو ځل بیا یې په یوه غږیز پیغام کې پر اسلامي دولت ډلې نیوکه کړې چې "سخت دریځه" ده.

ورځپاڼه لیکي، الظواهري په منځني ختیځ، شمالي افریقا او سویلي اسیا کې د القاعده د څانګو له ملاتړه برخمن دی، خو د القاعدې تسلط د اسلامي دولت ډلې لخوا چې د سوریې او عراق پر ځینو سیمو کنترول لري ننګول شوی دی. ډان لیکي چې ایمن الظواهري په سوریه کې وسله والو ډلو ته ویلي چې د ټولو ډلو یو موټي کېدل غواړي څو په دې توګه سوریه له روسیې او د ده په خبره نورو لویدیځو صلیبیانو نه آزاده شي. او یو موټي کیدل ستاسو لپاره د مرګ او ژوند موضوع ده.

ورځپاڼه لیکي چې دا د جنورۍ میاشتې راهیسې لومړی ځل دی چې د ایمن الظواهري صوتي پیغام خپرېږي خو رښتینولي یې تراوسه نه ده تایید شوې.

ګارډین

د انځور حقوق AFP

په بریتانیا کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي له هغو هېوادونو چې اقتصادونه یې اوس د ودې په حال کې دي تر ۱۲ تریلیونو پورې ډالر بهر ایستل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي د یوې څیړنې له مخې دغه پیسې له روسیې او چین نه بهر ایستل شوي او څیړنه ښيي چې د مخ په ودې هېوادونو په تېره بیا روسیې او چین نه پیسې نورو ځایونو ته وړل کېږي. څیړنه وايي چې په ۲۰۱۴ کال کې یو اعشاریه درې تریلیونه ډالر له روسیې بهر ایستل شوي او چینايي وګړو یو اعشاریه دوه تریلیونه ډالر له هیواد بهر ځای پرځای کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د چین او روسیې ترڅنګ اندونیزیا، مالیزیا او تایلنډ هغه هېوادونه دي چې د پانګې د بهر لیږدولو له امله زیانمن شوي دي.

ورته مطالب