سرتاج عزیز: ټولې نښې ښيي چې امریکا د طالبانو مشر نښه کړی

واشنګټن پوسټ

د انځور حقوق AFP

واشنګټن پوست ورځپاڼې د پاکستان لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز له قوله لیکي، ټولې نښې نښانې داسې ښيي چې امریکا متحده ایالتونو د طالبانو مشر په نښه کړی.

ورځپاڼې د ښاغلي عزیز پرونۍ خبري غونډې ته اشاره کړې او لیکلي یي دي، سره له دې چې سرتاج عزیز خبریالانو ته وویل چې ملامنصور له یوه جعلي نوم او پاسپورټ سره د ایران له خاورې پاکستان ته اوښتی و، خو دا یې ونه ویل چې ایران ته د ښاغلي منصور د تګ لامل څه و.

واشنګټن پوست لیکي؛ پاکستاني چارواکو د جنوب لویدیځ بلوچستان دوه چارواکي په دې تور نیولي چې ګواکې له ملامنصور سره د جعلي پاکستاني پاسپورټ په اخیستلو کې یې مرسته کړې وه.

ورځپاڼې د ښاغلي اوباما وروستیو خبرو ته هم اشاره کړې چې له طالبانو یې غوښتې د خبرو اترو لار غوره کړي.

ایکسپرېس ټریبیون

د انځور حقوق US air force

د پاکستان ایکسپریس تربیون ورځپاڼه لیکي؛ په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د طالبانو مشر په مشکوک ډول ووژل شو، اوس باید سپینه ماڼۍ خوشحاله وي چې جنګي وسیلې یې، چې اشاره یې بې پیلوته الوتکې ده، وکړی شول دومره لویه لاس ته راوړنه ولري.

ورځپاڼې لیکلي؛ د پاکستان رسنیو د نړیوالو غبرګونونو پر خلاف د پېښې پر نورو اړخونو خبرې کولې، د بېلګې په ډول حکومت یې ګرم باله چې ملا منصور ته یې ولې تابعیت ورکړی و.

ایکسپریس ټریبیون د ټولو خواوو ضعیفو نقطو ته اشاره کوي. د ورځپاڼې په لیکنه امریکا باید تر دې ډېر څه وکړي چې د افغانستان دولت وضعیت ښه شي. ورځپاڼه لیکي؛ د افغانستان د ملي وحدت حکومت کې د قدرت وېش د ډېرو ستونزو لامل شوی او پاکستان له دې چې د "اورضد پاسپورټ" جوړولی شي باید د خجالتۍ بار پر اوږه یوسي.

هندوستان ټایمز

د انځور حقوق

هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي؛ د طالبانو نوي مشر هبت الله آخوندزاده له ټاکل کېدو سره سم د جګړې پر دوام ټینګار کړی. ورځپاڼه د ځینو څارونکو له قوله لیکي؛ طالبان کېدای شي د خپل پخواني مشر د له لاسه ورکولو پر سر وخت تېر نه کړي او جګړې ته دوام ورکړي.

هندوستان ټایمز د شنونکي رستم شاه مومند له قوله لیکي، له دې چې بې پيلوټه الوتکې د پاکستان په خاوره کې برید ترسره کړی، دغه هېواد یې له شرم ډک حالت کې پرېیښی.

ډان

د پاکستان ډان ورځپاڼه بیا خبر ورکوي چې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بُګهتي کوټه کې په یوه خبري غونډې کې ویلي د دغه ایالت په پشین کې یې، د ده په وینا شپږ افغان "جاسوسان" نیولي. ښاغلي بګهتي ویلي نیول شوي جاسوسان د وژنې په ګډون په ورانکارو اعمالو کې لاس درلود.

ډیلي مېل

د انځور حقوق Reuters

ډیلي مېل ورځپاڼې د کډوالۍ پر ناورین لیکنه کړې. پر هغې نهه میاشتنۍ نجلۍ چې پلار او میندواره مور یې د ایټالیا په اوبو کې د کشتۍ ډوبېدو کې غرق شول. د ورځپاڼې په لیکنه دغه کوچنۍ نجلۍ د کډوالۍ په نوي انځور بدله شوې. اوس یوه ایټالیوي ډاکټر ویلي، چې دغه یتیمه به وساتي. په دغې اوښتې کښتۍ کې نژدې ۱۲۰ کسان و چې ډېری یې له مالي او نایجریا اتباع و.