هندوستان ټایمز: سلما بند د افغانستان - هند د ملګرتیا نښه ده

هندوستان ټايمز:

Image caption ټاکل شوې نن د افغانستان ولسمشر او د هند لومړی وزیر هرات کې د سلما اوبو برېښنا بند پرانسته وکړي.

دې ورځپاڼې په خپلې ننۍ گڼې کې، افغانستان ته د هند لومړي وزير نرېندرا موډي د سفر په تړاو د نوموړي څرگندونې را اخيستي چې وايي، "افغانستان ته خپل سفر ته سترگې په لار يم چې ولسمشر غني سره يو ځاى په هرات کې د افغانستان – هند دوستۍ بند (سلما بند) پرانيسته وکړم."

ورځپاڼې د ښاغلي موډي پر فېسبوک پاڼې د نوموړي خپره شوې ليکنه را اخيستې. ښاغلي موډي سلما بند ته په اشاره ليکلي دا زموږ د ملگرتيا نښه ده، چې هيلې را ټوکوي، کورونه رڼا کوي، په هرات کې ښېرازې ځمکې خړوبوي او د سيمې خلکو ته سوکالي ور په برخه کوي.

ورځپاڼې په خپل دغه مطلب کې د ښاغلي موډي فېسبوک يوه بله ليکنه هم را اخيستې چې وايي، دواړه مشران به د سيمې د حالاتو په تړاو خپل نظرونه سره شريک کوي او راتلونکې لپاره د دوه اړخيزو همکاريو تگلاره جوړوي.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق AFP

طالبانو د نويو تکتيکونو په مټ د افغانستان په سوېل کې سيمې لاندې کړي، تر سرلیک لاندې د امریکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼه لیکي، د طالبانو په ټاټوبي سوېل کې د کابل حکومت پر وړاندې جگړه د لويو لارو او سړکونو د کنټرول په جگړې بدله شوې.

د ورځپاڼې په وينا؛ طالبان لومړى پر امنيتي پوستو بريدونه کوي، په کې شته ټول پوليس وژني، وسلې او تجهيزات يې ولجه کوي او لېرې پرتو سيمو ته غځېدلې لارې او سړکونه بندوي.

ورځپاڼه زياتوي؛ طالب وسله وال وروسته پر پوستو خپل بيرغونه پورته کوي او پر سړکونو ماينونه ښخوي، چې د گاډو د تگ راتگ مخه ونيسي او بيا انتظار کوي چې په هغو کلو کې د خلکو خوراکي زېرمې ختمې، او د سيمې پرېښودو ته اړ شي. په دې توگه دوى سيمې لاندې کوي.

ورځپاڼه وايي؛ که څه هم دا بهير پڅ دى خو دوى غواړي په دې ډول د خپلې ولکې سيمې پراخې کړي. د ورځپاڼې په وينا طالبانو وړاندې پر مهمو حکومتي موخو بريدونه کول خو اوس په لېرو پرتو سيمو کې پوستې په نښه کوي ځکه خطر يې کم دى او په آسانۍ سره په وسلې او تجهيزات ترلاسه کولى شي.

ورځپاڼه وايي؛ طالبانو په دې ورستيو کې په کندز او ځينو نورو شمالي سيمو کې بريدونه کړي خو امريکايي چارواکي په دې باور دي چې دوى يو ځل بيا هلمند، کندهار او روزگان ته خپل پام ور اړولى.

اکسپرس ټريبيون:

د انځور حقوق BBC World Service

د پاکستان چاپ اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې په خپلې ننۍ گڼې کې، پر تورخم د افغانانو تگ راتگ لپاره د پاکستاني چارواکو له لوري رامنځته شويو نويو مقرراتو ته اشاره کړې.

ورځپاڼه وايي کابل د اسلام اباد دې پرېکړې په وړاندې منفي غبرگون ښوولى چې وايي، د افغانستان اتباع له دې وروسته له تورخمه پاکستانۍ غاړې ته اوښتو لپاره د دغه هېواد ويزې ته اړتيا لري.

اکسپرس ټريبيون وايي؛ پاکستان په دې باور دى چې دا گام به پر ډيورند کرښې د اورپکو د ور اوښتو مخنيوى وکړي. خو په اسلام آباد کې د افغانستان سفير عمر زاخيلوال ورځپاڼې ته ويلي؛ "پاکستان د خپلې دې پرېکړې په تړاو د افغانستان حکومت نه و خبر کړى."

ښاغلي زاخيلوال زياته کړې؛ په داسې يوۀ مهال کې چې اړتيا ده دواړه هېوادونه خپلو کې سره نژدې شي، د دغه راز يوې پرېکړې په منطق نه پوهېږي.