اويايمې لسيزې کې د پخواني پاچا لټون

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان کې د ثور له کودتا نژدې دوه میاشتې وروسته ډیورنډ کرښې ته څېرمه د قومي مشرانو یوه بېړنۍ جرګه را وبلل شوه چې په هېواد کې د رامنځته شوې ناببرې پرمختیا په تړاو خپل دريځ څرگند کړي.

دا جرګه د افغان ملي شورا د اتمې دورې غړي محمد خان اڅکزي او د هغه ملګرو را بللې وه. د محمد خان زوی ۲۱ کلن احمد خان چې هغه مهال یې پوهنتون کې زده کړې کولې د جرګې یو ګډونوال و.

جرګوال له اوږدو خبرو اترو او بحثونو وروسته یوې بې سارې پرېکړې ته ورسېدل هغه دا چې پخواني افغان پاچا ظاهرشاه ته دې هېواد ته د بېرته را ستنېدو او واک سمبالولو بلنه ورکړل شي.

احمد خان اڅکزی وایي جرګوال په دې باور و چې له دې پرته بله چاره نشته ځکه "زما پلار د ثور انقلاب نه یوه ورځ وروسته د کندهار د هغه مهال والي ایوب عزیز ته پیغام ولېږه چې ځان تسلیم نه کړي او دوی به یې مرستې ته ور ودانګي، خو ایوب عزیز مقاومت و نه کړ".

جرګه والو پر احمد خان لاس کېښود چې پاچا ته بلنې ورکولو لپاره اېټالیا ته لاړ شي ځکه د هغوی په آند دی لوستی و او هم په انگليسي ژبې پوهېدهٔ.

احمد خان وایي د دې خبرې په اورېدو حیران شو او لومړنۍ پو ښتنه يې دا وه "چې زه به ظاهر شاه پېدا کوم چېرې؟"

خو برعکس بیا جرګوالو لپاره د احمدخان پوښتنه حیرانونکې وه. دی وایي هغوي په ډېرې حیرانۍ له ما وپوښتل چې "ته به ظاهرشا نه کړې پېدا؟!"

جرګوالو ورته وویل ایټالیا ته په رسېدو چې له هر چا د دوی په وینا "زموږ د پاچا" پوښتنه وکړئ هغه به یې در وښیي، او که بیا هم نشو پېدا نو د ايټالیا د تر ټولو لوی ټاپو پوښتنه وکړه (چې د دوی په اند د ظاهرشاه شخصي ملکیت و) نو بس پاچا دې وموند.

احمد خان اڅکزی وایي "خو د ټاپو نوم هم چا ته نه و مالوم."

د انځور حقوق AP
Image caption پخوانى افغان پاچا په ١٩٥٥ کال کې رابلل شوې لويې جرگې ته وينا کوي.

ايټالیا ته سفر

۲۱ کلن احمدخان ایټالیا ته د ورتګ تابیا وکړه. د ویزې له تر لاسه کولو وروسته د ال ايټالیا هوايي کرښې په یوه الوتکه کې د کراچۍ له لارې د پلازمینې روم په تکل وخوځېد.

روم ته په رسېدو مخامخ د آریانا هوایي شرکت څانګې ته ورغی او هلته یې د دفتر له مشر سره چې الکوزی يې تخلص کاوه وکتل او له هغه یې د ظاهرشاه ځای ځایګی وپوښت.

احمد خان وایي "داسې برېښېده چې دا کس له پخواني پاچا سره کومه لیوالتیا نه لري او ځواب یې منفي و."

خو احمد خان نهیلی نه شو او په خپله یې د پاچا د موندلو هلې ځلې پیل کړې.

د هوټل له چلوونکو نیولې، د پولیسو ماموریت، د سیلانیانو مرکزونه او ولسي وګړو پورې يې ټول وپوښتل، خو د پخواني افغان پاچا څرک یې و نه شوای لګولی.

دغه افغان ځوان د پاچا د لټون پر مهال اروپا کې څرگند کلتوري او ذهني توپیرونه تجربه کړل.

دی وایي "کله به چې ما له خلکو د خپل پخواني پاچا پوښتنه کوله نو زه به هغوی ته په سد نه ښکارېدم، دوی به ما ته حیران حیران کتل او ښایي سوچ به یې کاوه چې دی له کومه راغلی, او له ما څه پوښتي او ما ته به غوسه په دې راتله چې تاسو زموږ پاچا څنګه نه پېژنئ."

د انځور حقوق AP
Image caption پخوانى بادشاه په بهر کې د څو لسيزو له جلاوطنۍ او افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت رامنځ ته کېدو وروسته کابل ته ستون شو.

لوی ټاپو او د امریکا کونسلګري

احمد خان له روم وروسته د ایټالیا بل لوی ښار میلان ته مخه کړه او د روم په څېر هلته یې هم بریا په نصیب نشوه.

اوس نو دهٔ ته يواځينۍ پاتې لار د هغه ټاپو موندل و چي د جرګوالو په باور محمد ظاهر شاه یې څښتن و.

احمد خان له یو لړ هلو ځلو وروسته ومونده چې د ایټالیا دا لوی ټاپو سیسلي نومېږي او دی په دې هیله د سیسلي په لور روان شو چې افغان پاچا به خامخا هلته مومي او افغانستان ته به د بېرته ور ستنېدو بلنه ورکوي.

خو نه سیسلي د پخواني افغان پاچا ملکیت و او نه چا هلته پېژنده. نو دهٔ د مرستې غوښتنې لپاره په سیسلي کې د امریکا کونسلګرۍ ته د ورتګ پرېکړه وکړه.

د انځور حقوق

په هغو ورځو کې د فلسطین د خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ (پي ال او) فعالیتونه په خپل اوج کې و، او له دې امله په سیسلي کې د امریکا د کونسلګرۍ ګرد چارپېره ټینګ امنیتي تدبیرونه نیول شوي وو، خو احمد خان د محمد ظاهرشاه په لټه کې ځان د امریکا کونسلګرۍ ته ورساوهٔ او له سیاسي استازي سره یې د کتنې غوښتنه وکړه.

لږ وروسته یې په انتظار ځای کې پام شو چې د دوو کسانو له لوري څارل کېږي.

د امریکا د کونسلګرۍ سیاسي استازي له لږ ځنډ وروسته احمد خان خپل دفتر ته وغوښت، په دفتر کې د نوموړي سترګې پر دوو هغو کسانو هم ولګېدې چې په انتظارځای کي یې دی څارلی و.

سیاسي استازي له روغبړ وروسته له احمد خانه وپوښتل چې له دهٔ څه غواړي.

احمد خان وایي "ما ورته وویل زه د جرګې له پرېکړې سره سم دلته راغلی یم چې خپل پخوانی پاچا را وبولم, چې هېواد ته راشي بېرته واک سمبال کړي، که تاسو ته یې پته مالومه وي رایې کړئ او یا زما پیغام ور ورسوئ."

سیاسي استازي د ځان له ډاډمنولو وروسته دغه افغان ځوان سره ژمنه وکړه چې په یوه میاشت کې دننه به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لارې د پخواني افغان پاچا پته مالومه او د دهٔ پیغام به ورورسوي، او بیا به څوک له دوی سره اړیکه ونیسي.

Image caption پخوانى پاچا په روم کې خپلې لمسۍ سره

سیاسي استازي، احمدخان ته ور زیاته کړه چې په دفتر کې شته دا دوه وګړي د ايټالیا د استخباراتو غړي دي او هرکله چې یوه موضوع دوی ته مشکوکه وبرېښي نو اړ دي چې د اړوند هېواد له استخباراتو سره یې شریک کړي، او له احمد خان یې وغوښتل چې د ځینو پوښتنو ځوابولو لپاره دې له هغوی سره یو ځای د دوی مرکز ته ورشي.

ټیلیفوني اړیکه

احمد خان په ايټالیا کې له شاو خوا یوې میاشتې تېرولو وروسته بېرته د کابل له لارې کندهار او بیا له دې امله چې د هغه مهال حکومت یې د پاچا د لټون په تور و نه نیسي د ډیورنډ کرښې پورې غاړه کوټې ته واوښت.

احمد خان وایي له يوې میاشتې وروسته د دوی کور ته یو پیغام ورسېد "سناتور قدوس خان راغی او زما پلار ته یې وویل چې سردار ولي ټیلیفون را کړی، پلار مې ورغی او سردار ولي سره یې خبرې وکړې، هغه وویل ټاکل شوې ملګري ملتونه ژر لویه جرګه را وبولي او هلته چې ولس هره پرېکړه وکړي ظاهر شاه ته به د منلو وي او تاسو کولای شئ چې خپل وړاندیز دې جرګې ته وسپارئ."

Image caption احمد خان اڅکزى، د بي بي سي په دفتر کې له مرکې وړاندې يما بارز سره

لسيزې تېرې شوې خوا دا جرگه جوړه نه شوه، احمد خان اڅکزی چې اوس په دوبۍ کې مېشت دی، په دې باور دی هغه خبرې چې سردار عبدالولي د جرگې د جوړېدو په اړه پر ټیلیفون د دهٔ پلار ته کړې وې شا و خواه ۲۳ کاله وروسته په ۲۰۰۱ م کال کې د بن کنفرانس په بڼه عملي شوې.