د بريتانيا ټولپوښتنه: راتلونکى گام به څه وي؟

د انځور حقوق b

اروپايي ټولنې نه بريتانيا د راويستلو له پرېکړې وروسته اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې راتلونکې کې به څه کېږي؟

په رسمي ډول له ټولنې د بريتانيا وتل به څومره وخت اخلي؟

لومړي وزير ډيوډ کيمرون خو خپله استعفى اعلان کړې ايا راتلونکى لومړى وزير به وکولى شي چې د خپلو شرطونو پر بنسټ اروپايي ټولنې څخه د وتلو تړونه ترلاسه کړي؟

د اروپايي پارلېمان غړى، سجاد کريم وايي " له دې پرېکړې وروسته به اوس اروپايي ټولنه بريتانيا سره په خپلو شرطونو خبرې کوي، او دا شرطونه به د ټولنې په غوښتنه چمتو کېږي نه د بريتانيا."

Image caption د اروپايي پارلېمان غړى، سجاد کريم وايي " ددې پرېکړې وروسته به اوس اروپايي ټولنه بريتانيا سره په خپلو شرطونو خبرې کوي."

بي بي سي سره خبرو کې دوه وويل " اوس بريتانيا اړ ده چې د اروپايي ټولنې شرطونو سره د خبرو اجنډا وټاکي."

د اروپايي ټولنې د تړون د ٥٠ مې مادې له مخه هر غړى هېواد کولاى شي د ټولنې پرېښودو غوښتنه وکړي، خو د هرډول پرېکړې وړاندې به لومړى د اروپايي ټولنې او ددې تولنې پرېښودونکي هېواد ترمنځ شرطونه ټاکل کېږي.

دا چې اوس بريتانيا ددې ټولنې څخه وځي، د شرطونو د ټاکلو په گډون د خبرو ټوله پروسه به لږ ترلږه دوه کاله وخت نيسي.

ددې امکان شته د ټولنې له پرېښود وروسته هم بريتانيا د اروپا ازاد بازار ته لاسرسى ولري، ځکه ناروې چې د ټولنې غړيتوب نلري د ټولې ازاد بازار ته لاسرسى لري. خو بيا هم دا ټول د اروپايي ټولنې او بريتانيا ترمنځ ټولنې څخه د وتلو د تړون شرطونو پورې اړه لري.

د بريتانيا ددې پرېکړې وروسته ايا د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادو کې به د چپي ډلو ملاتړ ډېريږي؟

او ايا په نورو هېوادو کې به هم ددې ټولنې د پرېښودو خوځښتونو سر راپورته کوي؟

ددې په ځواب کې د اروپايي پارلېمان غړى سجاد کريم وايي " اوس به د چپي ډلو کنترولول ډېر ستونزمن وي، دا ډلې د کنتروله وتلى شي، که داسې کېږي دا به اروپايي ټولنې ته ډېر خطرناک وي."