نیویارک ټایمز: له طالبانو جلا شوې ډلې ځانته نوی مشر ټاکلی

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي، له طالبانو د يوې جلا شوې ډلې غړو ځانته نوى مشر ټاکلى. د ورځپاڼې په وينا تېره دوشنبه د افغانستان په سوېلي زابل ولايت کې ملا امداد الله چې د ملامنصور داد الله وراره دى، د "محاذ دادالله" د ډلې نوى مشر غوره شو.

ورځپاڼه وايي؛ اسوشېتډ پرېس د غونډې يوه ويډيو هم خپره کړې، چې په وينا يې په ويډيو کې يوشمېر مول وهلي کسان تر سترگو کېږي چې ځانونه ځانمرگي بريدگر راپېژني او وايې چې پر سيالو طالبانو او بهرني ځواکونو به ځانمرگي بريدونه کوي.

ورځپاڼې د ډلې د مشر امدادالله منصور وينا هم را اخيستې چې وايي؛ د ملاهبت الله په مشرۍ د طالبانو له ډلې به غچ اخلي.

د ډلې مرستيال مشر نعمت الله صميم دا ادعاوې هم رد کړې چې گواکې محاذ دادالله له داعش سره يوځاى شوې.

ډان:

د انځور حقوق APP

پاکستان چاپې ډان ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي؛ د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف د ورځپاڼې په وينا يې "سخت سرو" ترهگرو ته د اعدام اورول شوې سزا تاييد کړې ده.

ورځپاڼې د پوځ عامه اړيکو څانگې له لوري خپرې شوې وينا پاڼې ته په اشاره ليکلي چې پر اعدام محکوم شوي ترهگر بوږنوونکو ترهرگريزو کړنو کې لاس لري. دغه ۱۱ کسان ټول د "تحريک طالبان پاکستان" يا د پاکستان د طالبانو د غورځنگ غړي ښوول شوي دي.

واشنگټن پوست:

واشنگټن پوست بيا د خپلې نننۍ گڼې يوۀ مطلب کې دې ته کتنه کړې چې ولې پنټاگون د ترکيې پولې ته ورڅېرمه د داعش ډلې د يوۀ مرکز نيولو ته د يادې ډلې پروړاندې جگړه کې د يوې بېلگې په سترگه گوري.

ورځپاڼه وايي؛ تيره اوونۍ د سوريې دېموکراتيک ځواکونو په نامه ډلې چې د امريکا ملاتړ ورسره دی او له کردي او عرب جنگياليو جوړه ده، د منبج ښار ونيو.

دا ښار له لوجستيکي پلوه اسلامي دولت نومې ډلې لپاره ډېر مهم و.

ورځپاڼه وايي؛ امريکا پلان لري چې دا برى د رقعې پر لور د دغو ځواکونو خوځښت لپاره بېلگه وگرځوي.

امريکايي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط ورځپاڼې ته ويلي دا جگړه سوريه کې د امريکا د ځانگړو عملياتو وړو ډلو ارزښت جوتوي چې د هوايي بریدونو د همغږۍ او په ښارونو کې جگړې په تړاو ځايي ځواکونو ته د سلا مشورې دنده لري.

ورځپاڼې د يوۀ څېړنيز مرکز غړي فيصل اتاني خبرې را اخيستي چې وايي؛ تگلاره ښه او له پوځي پلوه اغېزناکه شوې، خو دا په دې معنا نه شي کېداى چې دا به هرو مرو د رقعې ښار او د داعش د نورو سيمو په نيولو کې هم آسانۍ سره پلې شي.