ګارډین: د حاجیانو خوندیتابه لپاره د سعودي نوې هڅې

ګارډین:

د برتیانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د سعودي عربستان پر نوو پلانونو لیکنه کړې چې د حاجیانو د خوندیتابه لپاره سږ کال هر یوه ته لاس بند ورکول کېږي چې د اړتیا پر وخت د حاجیانو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

ورځپاڼه خبر ورکوي چې سږ کال سعودي عربستان د حج د ترسره کېدو په سیمه کې لا ډېرې کمرې لګولي چې پر حالاتو څار ولري او د ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي.

تېر کال د حج په مراسمو کې په سلګونو کسان مړه شول او د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې هم د ایراني حجاجو پر مړه کېدو ترینګلې شوې.

ګارډین زیاتوي یوه اندېښنه دا ده چې نژدې دوه میلیونه حاجیانو ته امنیتي ګواښ هم پېښېدی شي او یوه بېلګه یې دوه میاشتې وړاندې مدینې ښار کې ځانمرګی برید دی چې څلور سرتېري یې ووژل.

ورځپاڼه زیاتوي سږکال لا ډېر امنیتي کارکوونکي، ډاګټران او مرستندویان چمتو دي چې د حج په مراسمو کې کار وکړي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق AP

د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پر مادر تېریزا چې پرون د عیسویت کاتولیکې کلیسا د "ولۍ" لقب ورکړ، لیکلنه کړې.

سره له دې چې ورځپاڼه د هغو خلکو د خوښۍ په هکله لیکي چې د هند کلکتې ښار کې په دې ویاړي چې د دوی له ځایه یوې مېرمنې ته په روم کې د ولۍ لقب ورکړل شو، بله خوا یې هغه نظرونه هم خپاره کړي چې د دې پرضد دي.

ورځپاڼه لیکي وروسته له دې چې په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې مادر تیریزا ته د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه، د دې پر ځای چې د کلکتې لرغوني تاریخ او لوړ فرهنګ ته د نړۍ پام ورواوړي، ټولو ته د بې وزلو او په ګند کې د پرتو خلکو تصویر په ذهن کې ګرځېده چې ګواکې مادر تېریزا ورسره مرسته کوي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي یوازې دا د دې ښار ویاړ نه وه چې د نوبل جایزه ګټونکی شاعر او لیکوال ټاګور هم د همدې کلکتې ؤ.

پاکستان ټوډې:

د انځور حقوق AP

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې په کشمیر کې نښتو کې د ۱۵۰ کسانو د ټپې کېدو خبر ورکړی. ورځپاڼه هندي ځواکونه تورنوي چې له اوښکې بهوونکي ګاز نه یې استفاده کړې او د شوپیان سیمې د پنجوره کلي پر لاریون کوونکو یې د ربړي مرمیو ډزې کړي.

پاکستان ټودې لیکي؛ نژدې دوه میاشتې وړاندې هندي سرتېرو اسلام آباد سیمه کې د حزب المجاهدین یو قومندان وواژه چې له هغه راهیسې وضعیت همداسې دی.

ورځپاڼه زیاتوي قهرجنو لاریون کوونکو د پولیسو یوه مرکز ته اور اچولی چې د ورځپاڼې په لیکنه د هندي ځواکونو له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره مخ شوي.

هندو:

د انځور حقوق AFP

د هند چاپ هندو ورځپاڼې هم پر همدغې پېښې لیکلي چې وايي لاریون کې ۷۰ کسان ټپیان شوي.

هندو ورځپاڼه لیکي چې تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شو چې سیمه ییزو خلکو آزادي غوښتونکی لاریون وکړ او وروسته له دې چې پولیسو د لاریون د لا لویېدو اجازه ورنکړه، لاریون کوونکو دولتي ودانۍ ته اور واچوه.

ورځپاڼه زیاتوي د پولیسو یوه ویاند ویلي؛ د کشمیر په ځینو نورو برخو کې هم پر هندي ځواکونو د ډبرو د وارولو پېښې وې چې دوی وضعیت کابو کړی.