ډیلي مېل: بدخشان کې د واورې پړانګان په ډېرېدو دی

ډیلي مېل:

د انځور حقوق photo.Shafiq

د بریتانیا چاپ ډېلي مېل ورځپاڼه د افغانستان لپاره یو ښه خبر لري چې د بدخشان ولایت هندوکش غرونو کې د نړۍ یو له تر ټولو ښایسته حیوان، د واورې پړانګ یا سنو لېپرد شمېر مخ په ډېرېدو دی.

دغه وحشي حیوان چې د پړانګ له نورو ډولونو سره لږ توپیر لري د خپل ښایسته څرمن لپاره ښکار کېده او شمېر یې په کمېدو ؤ، خو ورځپاڼه لیکي چې اوس یې شمېر مخ په ډېرېدو دی او اټکل کېږي چې ۱۴۰ ته به رسېدلی وي.

ډېلي مېل لیکي؛ دا ټول د ساینسپوهانو او د هغه ژغورنیز پروګرام له برکته دی چې د واخان ملي پارک نومېږي. دغه پروګرام کې د واخان ولسوالۍ نژدې ۶۸۰۰ کیلومتر مربع سیمه راځي چې هلته دغه پړانګان ژوند کوي.

ټایمز اف انډیا:

د انځور حقوق Reuters

د هند چاپ ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د پاکستان له لارې د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد په تړاو په یوه مطلب کې لیکلي؛ د واګې د بندر له پرانستلو سره به افغانستان ته د هندي مالونو لېږد ګړندی شي.

ټایمز آف انډیا د ولسمشر محمد اشرف غني هغې څرګندونې کاري ارزولي چې پاکستان ته یې ویلي؛ که نه پرېږدي افغان سوداګر له واګې بندر خپل مالونه ولېږدي، دی به د دوی مالونو ته د افغانستان له لارې تېرېدو ته اجازه ورنکړي.

ورځپاڼې لیکلي؛ هغو هندي سوداګرو خوښي څرګنده کړې چې د ایران له لارې افغانستان ته خپل مالونه لېږدوي او د دوی په وینا د واګې د بندر په پرتله ورته ګران پرېوځي.

ګارډین:

د انځور حقوق Reuters

ګارډین ورځپاڼه لیکي د مېرمن کلنټن ناروغي د دې سیال ډونالډ ټرمپ ته دا موقع ورکوي دا د ځان په ګټه وکاروي.

د امریکا چاپې واشنګټن پوست ورځپاڼې هم په همدې موضوع لیکنه کړې او ویلي یې دا چې مېرمن کلنټن خپله ناروغي پټه ساتلې وه او لا یې غوښتل چې خپل کمپاین ته ادامه ورکړي، پایله دا شوه چې تر راتلونکې مناظرې وړاندې خپل رقیب جمهوري پال ټرمپ ته وسله په لاس ورکړي چې د دې پر ضد یې وکاروي.

مسکو ټایمز:

د انځور حقوق RIA Novosti

مسکو ټایمز ورځپاڼې روسیې کې د اختر د ترسره کېدو خبر ورکړی او د مسکو ښار کې یې د مسلمانانو عکسونه خپاره کړي چې په لوی څو میلیون ډالري جومات کې د اختر لمونځ ادا کوي.