'د هند او پاکستان لفظي شخړې تر سیوري لاندې افغانستان'

د انځور حقوق Getty
Image caption د هند د بهرنيو چارو د وزارت يوۀ چارواکي ورځپاڼې ته ويلي هند به د افغانستان په تړاو د کېدونکې دغې غونډې کوربه توب کوي چې روانه اوونۍ ولسمشر غني او لوموړي وزير مودي د خپلې کتنې پر مهال يې ورباندې خبرې وکړې.

هندوستان ټايمز

هندوستان ټايمز په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي، افغانستان د هند او پاکستان د لفظي شخړې تر سيورې لاندې راغلى.

ورځپاڼه وايي هند راتلونکې نومبر مياشت په اسلام اباد کې د سارک غړو هېوادونو په کېدونکې سرمشريزه کې د لومړي وزير نرېندرا مودي د گډون په تړاو لا چوپه خوله پاتې دی.

بل لوري ته پاکستان هم په ډسمبر کې د افغانستان په تړاو هند کې د سيمې په کچه د وزيرانو کېدونکې غونډې کې د خپل استازيتوب په اړه څه نه دي ويلي.

د هند د بهرنيو چارو د وزارت يوۀ چارواکي ورځپاڼې ته ويلي هند به د افغانستان په تړاو د کېدونکې دغې غونډې کوربه توب کوي چې روانه اوونۍ ولسمشر غني او لوموړي وزير مودي د خپلې کتنې پر مهال يې ورباندې خبرې وکړې.

* "پاکستان د افغان مشرتابه له چلنده ناهيلى شوى"

* هند او افغانستان، د بدې ورځې ملګري؟

* هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه

* بحث: د هند او افغانستان اړیکو ارزښت او پر سیمه یې اغېز

دغه هندي چارواکي هيله څرگنده کړه چې د سيمې ټول هېوادونه په ياده غونده کې گډون وکړي.

تېر کال د اسيا د زړه هېوادونو غونډه په اسلام آباد کې شوې وه چې د هند د بهرنيو چارو وزيره سوشما سووراج په کې حضور درلود.

د هند بهرنيو چارو وزارت وايي دا د دې ښودنه کوي چې په افغاستان کې ثبات راوستل هند لپاره لومړيتوب دى.

نيوز

د انځور حقوق Getty
Image caption د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف ولسمشر غني يو سياستوال نه بلکې بانکوال بللی دى.

پاکستان چاپې نيوز ورځپاڼې بيا د ولسمشر غني په تړاو د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف څرگندونې مهمې بللي.

د ورځپاڼې په وينا ښاغلي آصف يوۀ شخصي ټيلويزيون ته ويلي چې ولسمشر غني د خپلې چوکۍ او حکومت ساتنې هڅه کوي چې په وينا يې پر ټول هېواد واک نه لري.

د پاکستان دفاع وزير زياته کړې چې ولسمشر غني يو سياستوال نه بلکې بانکوال دى.

د ورځپاڼې په وينا ښاغلي آصف افغان کډوال د پاکستان پر اقتصاد بوج وگڼل چې په وينا يې بايد بېرته افغاسنتان ته ور ستانه شي.

د پاکستان دفاع وزير همداراز تور لگولى چې د ملا فضل الله په تړاو افغان حکومت ته شواهد ورکړل شول خو افغان چارواکو د نوموړي په وړاندې کوم اقدام و نکړ. ورځپاڼې د ښاغلي آصف دا څرگندونې هم راخيستي چې وايي پاکستان له خپلو گاونډيانو سره د ښو اړيکو غوښتونکى دى.

دۀ همداراز هند د پاکستان ازلي دښمن بللى خو زياته کړې ده چې بايد تل لپاره دښمن پاتې نه شي. او چين يې د پاکستان آزمايل شوى ملگرى بللى.

نيويارک ټايمز

د انځور حقوق AFP

نيويارک ټايمز په خپلې نننۍ گڼې کې د نايجيريا د چارواکو په وينا ليکلي چې د ښوونځي د ٢٠٠ برمته شويو نجونو د خلاصون لپاره درې ځله خبرې اترې ناکامې شوې. دغه نجونې دوه نيم کاله وړاندې وتښتول شوې او نايجيريا وايي د دوى د پرېښول کېدو لپاره له بوکو حرام ډلې سره خبرې اترې د ٢٠١٥م کال د جولاى مياشتې راهيسې روانې وې.

ډيلي ټلېگراف

د ډيلي ټلېگرف بريتانيا چاپه ورځپاڼه وايي فرانسه د اقليم له تودوخې سره د مبارزې په لړ کې د پلاستيکې لوښو پر کارونې بنديز لگوي. دا قانون به په ٢٠٢٠ م کال کې پلى شي.

ورته مطالب