"افغان طالبان یواځې پر ۱۰٪ نفوس کنټرول لري"

واشنگټن پوست:

د انځور حقوق AFP

د امریکا چاپ واشنگټن پوست په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مشر جنرال نيکولسن هغه وينا مهمه بللې چې وايي، طالبان د دغه هېواد پر ١٠ سلنې نفوس ولکه يا کڼترول لري.

ښاغلي نيکولسن دا څرگندونې له اسوشېتد پرېس خبري اژانس سره په يوه مرکه کړې او ويلي یې دي، طالبان له حکومت سره جگړه کوي چې لږ تر لږه ٢٠ سلنه نور وگړي يا نفوس هم تر خپلې ولکې لاندې راولي.

ورځپاڼه وايي، جنرال نيکولسن دا جگړه ډېره سخته بللې چې په وينا يې افغانانو ته خورا درنه مرگ ژوبله اړوي. جنرال نيکولس زياتوي "ډېرى مرگ ژوبله پر پوستو د نښتو له امله کېږي، چې په کې کم شمېر ځواکونه، چې نه ښه سمبال شوي او نه يې سمه روزنه لېدلي مېشت وي."

د بهرنيو ځواکونو مشر د داعش په تړاو ويلي په افغانستان کې يې شمېر ١٣٠٠ کسانو ته رسيږي او دا ډله په نښه شوې، چې له امله يې حضور اوس د پخوا په پرتله په کم شمېر ولسواليو کې دى.

گارډين:

د انځور حقوق WABC
Image caption احمد خان رحمي له پولیسو سره په نښته کې ټپي شو.

بريتانيا چاپې گارډين ورځپاڼې نن د امريکا د نيوجرسي ښار وروستي بمي بريد کې د مشکوک کس په تړاو مطلب خپور کړى او د امريکايي چارواکو له خولې وايي، په پاکستان کې يې له طالبانو سره تړلې يوه مدرسه کې وخت تېر کړى.

د ورځپانې په وينا، احمد خان رحيمي په ٢٠١١ م کال د بلوچستان د کوچلاغ سيمې په يوه ښوونځي کې اسلامي زده کړې کړې.

ورځپاڼه زياتوي چې نوموړى د بلوچستان ځينو حساسو سيمو ته لکه سرخاب او نوشکي ته هم تللى.

نوشکي هغه سيمه ده چې پکې تېره مې مياشت کې د طالبانو پخوانى مشر ملا اختر محمد منصور ووژل شو.

ډيلي ټلېگراف:

د انځور حقوق PA

په افغانستان او عراق کې د وژلو شويو بريتانيوي سرتيرو ميندو د هغو جرمي پلټنو د درېدا غوښتنه کړې چې په دغو دواړو هېوادونو کې د بريتانيوي ځواکونو په وړاندې د شته جنگي جنايتونو د ادعاو په تړاو تر سره کېږي.

دغو ميندو پر يوه غوښتنليک د لاسليک ټولولو لړۍ پيل کړې.

بریتانیا چاپ ډيلي ټلېگرف وايي، موندلي یې دي چې د جنگي جنايتونو د ٥٥٠ پېښو په تړاو پلټنې راونې دي چې ادعا کېږي بريتانيوي سرتېرو په افغانستان کې تر سره کړي.

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق ZINDAGI
Image caption یوه پاکستانۍ هنرمنده چې له شاه رخ خان سره یې هم په یو فیلم کې کار کړی دی.

د هند يوه ملتپال گوند په دغه هېواد کې مېشتو پاکستانيو فلمي لوبغاړو او هنرمندانو ته ٤٨ ساعته وخت ورکړى چې دغه هېواد پرېږدي. د "مهاراشترا نېرمان سينا" گوند استازي امې خوپکر هندوستان ټايمز ته ويلي، که پاکستاني هنروال له هنده له وتلو ډه ډه وکړي، دوى خو به وهل کېږي او ترڅنگ به يې هغه فلم جوړونکي او فلمي لارښودان يا ډاېریکټران هم وډبول شي چې له دوى سره کار کوي.