پاکستانی خبریال له (CIA) د خپل زوی او ورور د وژنې ځواب غواړي

د انځور حقوق AFP
Image caption په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په ضد یوه مظاهره.

ډېلي پاکستان:

پاکستان چاپ ډېلي پاکستان پر هغه خبریال لیکنه کړې چې د امریکا د متحده ایالتونو دولت باندې یې دعوا کړې چې استخباراتي ادارې یې، سي اي اې، د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د ده زوی او ورور وژلي.

کریم خان ویلي، که څه هم مړي بېرته نه را ژوندي کېږي، خو غواړي د ده په وینا ظالمان حساب ور کولو ته اړ کړي.

د ډېلي پاکستان په لیکنه له ۲۰۰۴ کال راپدېخوا سي اي اې تر ۴۰۰ ډېر هوايي بریدونه پاکستان کې کړي چې نږدې ۳۰۰۰ کسان پکې وژل شوي. لندن مېشته د څېړنیز ژورنالیزم اداره لیکي لږ تر لږه ۹۶۶ وژلو شوو ملکیانو کې ۲۰۷ یې ماشومان دي.

* د فیسبوک بې پیلوټه الوتکې بریتانیا کې جوړې شوې

د انځور حقوق AFP

ګارډین:

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی چې د دغه هېواد د کارګر ګوند مشر جېریمي کاربن تکل نه لري چې که دولت د ده په لاس کې وي د اروپايي هېوادونو د کډوالو شمېر کم کړي.

ورځپاڼه لیکي، نن به د کارګر ګوند مشر په خپله وینا کې پر دې خبرې تم شي او ګوند کې دننه د هغو غړو د غوښتنې پرخلاف به وینا وکړي چې غواړي له اروپا د راتلونکو کډوالو د مخنیوي لپاره ګامونه اوچت شي.

د ښاغلي کوربن یوه ویاند ګارډین ورځپاڼې ته ویلي د کارګر ګوند مشر په دې اند دی چې د شمېر کمولو پر ځای، له کډوالو باید د اغېزمنې ګټه اخیستلو پر مسلې کار وشي.

د ورځپاڼې په لیکنه، جیریمي کوربن غواړي هغه څه وکړي چې ۲۰۰۸ کال کې د کارګر ګوند د هغه مهال مشر ګورډن براون کړی ؤ. هغه د دې لپاره چې د کډوالۍ فشار پر دولت رانشي ۵۰ میلیونه پونډه بېل کړي وو خو چې ۲۰۱۰ کال کې محافظه کار او لیبرال ډیموکرات ګوندونه واک ته ورسېدل دغه بودیجه یې له مینځه یوړه.

* د بریتانیا ټاکنو کې درې مهم مسایل

د انځور حقوق Reuters

نیویارک ټایمز:

امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د تېلو د بیو له لوېدو سره سعودي عربستان د خپلو کارګرانو معاشونه کم کړي.

ورځپاڼه خبر ور کوي چې د سعودي حکومت یو لړ شاهي فرمانونه او د کابینې اعلامیې پر دولتي تلویزیون خپرې کړې چې د وزیرانو معاشونه یې شل سلنه کم کړي او د مشورتي اسمبلۍ د غړو یو شمېر امتیازات یې ترې اخیستي.

نیویارک ټایمز لیکي له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د تېلو د بیو لوېدلو سعودي حکومت ته سخت ګوزار ورکړ او یوازې تېر کال یې بودیجې سل بیلیونه ډالره کسر درلود.