"ځینې خلک پر حکمتیار لا هم بې باوره دي"

واشنګټن پوسټ:

امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د انجنیر ګلبدین حکمتیار او افغان دولت ترمنځ د سولې پر هوکړه په یوه لیکنه کې ویلي، ځینې خلک پر ښاغلي حکمتیار بې باوره دي.

ورځپاڼې د هوکړې د لاسلیکېدو مراسم د دې لپاره عجیب بللي چې د ښاغلي حکمتیار وینا او د هوکړې لاسلیک له یوه نامعلوم ځایه پر ویډیو، یوه لوی تالار ته ښودل کېدل.

واشنګټن پوسټ لیکي، د ولسمشر اشرف غني څنګ ته هغه جهادي شخصیتونه ولاړ وو چې له ګلبدین حکمتیار سره یې یو ځای د شوروي پروړاندې جهاد کړی و او بیا وروسته یې په خپلو منځو کې سره جګړې وکړې.

ورځپانه اشاره کوي چې په دوی کې ځیني ناکراره مالومېدل، نورو به بیا د الله اکبر نارې وهلې او ښاغلی حکمتیار به یې ستایه.

ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې ښاغلي حکمتیار څه ونه ویل چې ایا دی بېرته هېواد ته راستنېږي که نه، خو راڅرګندېدلو یې هغو اوازو ته ځواب ورکړ چې له هوکړه لیک سره د ده پر موافقت یې شک ښوده.

واشنګټن پوسټ لیکي د بروکسل له کنفرانس وړاندې چې ولسمشر غني به د سې شنبې په ورځ پکې ګډون وکړي، د مرستندویه هېوادونو ترمنځ ولسمشر غني ته د سولې راوستونکي کس اعتبار وربښي.

* غني او حکمتیار د سولې هوکړه لاسلیک کړه

واشنګټن پوسټ له هغو یو شمېر کسانو سره مرکې کړې چې کابل کې د مجاهدینو خپل منځي جګړو کې یې د سر او مال تاوانونه ګاللي. دغو کسانو ورځپاڼې ته ویلي، دوی د حکمتیار په خبرو باور نه لري، ځکه چې د دوی په وینا همدغو جهادي مشرانو پر قران قسم وکړ، خو بیا یې هم په خپل منځ کې جګړې بیا پیل کړې.

بل خوا ورځپاڼې د ښاغلي حکمتیار د پلویانو له خوا ډاډګیرنې ته هم اشاره کړې چې د دوی په وینا نور به خپل منځي جګړې نه کېږي او مجاهدین له وخت سره بدل شوي.

انډین ایکسپرېس:

د هند چاپ انډین ایکسپرېس ورځپاڼې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت پر بقا لیکنه کړې چې د موافقې د مودې له پای ته رسېدو سره سره پر ځای پاتې کېږي.

ورځپاڼه د ولسمشر او اجرایه رییس ترمنځ هغې موافقې ته اشاره کوي چې پکې د ټاکنیز نظام اصلاحات، د برېښنايي تذکرو وېش، پارلماني ټاکنې او د اجراییه رییس د پوست په هکله د لویې جرګې پرېکړه له لومړیتوبونو بلل شوي وو، خو یو یې هم تراوسه نه دی ترسره شوی.

انډین ایکسپرېس لیکي سره له دې ټولو، سږ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري کابل ته په خپل سفر کې د ملي وحدت د حکومت دوره جاري اعلان کړه.

د ورځپاڼې په شننه د ژمنو د نه ترسره کېدو یو لامل دا و چې دواړو مشرانو د یوه بل پرېکړې له پامه غورځولې او د وزیرانو په ګډون د نورو مقرریو پر سر یې سره جنجالونه درلودل. انډین ایکسپرېس د هغو کارپوهانو اندېښنه خپره کړې چې که داسې دوام وکړي، حکومت به ونه توانېږي د فساد پر وړاندې مبارزه او اقتصادي پرمختیايي چارې پرمخ بوځي.

مېرر:

بریتانیا چاپ مېرر ورځپاڼې خبر ورکړی چې دغه هېواد کې د «خړو جرمونو» کچه مخ پر ډېرېدو ده.

«خړ جرمونه» هغه دي چې د مشرانو او داسې کسانو له خوا ترسره کېږي چې د جرم تمه نه ترې کېږي.

د پولیسو له خوا خپره شوې نوې شمېره ښيي چې د بریتانیا شیفلډ ښار کې له تېرو دریو کلونو راهیسې د زړو متقاعدو خلکو په لاس جرمونو کې ۲۵ سلنه ډېروالی راغلی دی.

مېرر لیکي سره له دې چې له دوکانونو غلا او کیسه بري تر نورو جرمونو ډېر ترسره کېږي، فحشا، غلا او د ناقانونه وسلو درلودل هم ډېر شوي.

د پولیسو له خوا نیولو شوو کسانو کې تر ټولو مشر سړی ۹۱ کلن او مشره مېرمن ۹۰ کلنه ده.

ورځپاڼه لیکي څارنوالانو ته لارښوونه شوې چې د مجرمینو په عمر ونه غولېږي.

جاپان ټایمز:

جاپان ټایمز ورځپاڼه لیکي، چین جاپان ته خبرداری ورکړی چې په جنوبي چین سمندرګي کې «له اور سره لوبه » ونه کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، چین وروسته له هغه داسې غبرګون ښکاره کړ چې د جاپان دفاع وزیر واشنګټن ته د سفر په ترڅ کې وویل، جاپان له ځانه د دفاع سمندري ځواک به د امریکا له سمندري ځواک سره په ګډه په جنوبي چین سمندرګي کې تمرینونه وکړي.

د چین د دفاع وزارت دا کار د جاپان ناسمه محاسبه بللې چې د خپلې ګټې لپاره اوبه خړوي.

* د جنوبي چین سمندرگي په لانجمنو ټاپوګانو کې هوایي ډګرونه څه وایي؟

اړونده مطالب