واشنگټن پوسټ: فارک یاغیان په لومړي ځل د خوب نرمو کټونو او آیفون ته لاسرسی مومي

واشنگټن پوست:

د انځور حقوق Reuters

دغې امريکا چاپې ورځپاڼې په کولمبيا کې د سولې له تړون وروسته د فارک د ٧٠٠٠ ياغيانو په ژوندانه کې رامنځته کېدونکي بدلون ته کتنه کړې او "په دې پوهېږئ چې په جگړه کې د شلو کلونو تېرول څنگه وي؟" تر سرليک لاندې ليکلي؛ دغه ياغيان په لومړي ځل د خوب نرمو کټونو او آى فون ته لاسرسى مومي.

ورځپاڼه وايي؛ دوى کلونه د کولمبيا په ځنگلونو کې تېر کړي او اوس عصري نړۍ ته د ورننوتو تيارى کوي.

ورځپاڼې د فارک يوې غړې سره چې يورولي مندوزا نومېږي خبرې کړي، او داسې برېښې لکه د يوې بلې زمانې يا مهال چې وي.

د فارک دغې غړې هېڅ کله انټرنټ نه دى کارولى، سمندر يې نه دى ليدلى، پر بايسکل نه ده سپره شوې او سينما ته نه ده تللې.

ورځپاڼه وايي؛ آغلې مندوزا يواځې څو ورځې وړاندې هغه مهال په چورلکې کې سپره شوه سره صليب د سولې تړون په تړاو خبرو لپاره فارک ياغيان یې يوې سيمې ته ولېږدول.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق Reuters

دغې هندۍ ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي؛ د هند پوځ له امنيتي ځواکونو غوښتي چې هر راز شوني حالت ته دې چمتووالى ولري او همداسې دې د تيارسئ لوړې کچې کې اوسي.

د ورځپاڼې په وينا د هند د پوځ مشر جنرال دلبير سنگ د پوځي تياريو ارزونې لپاره جمو کشمير ته ورغلى.

ورځپاڼه وايي؛ د هند د شمالي زون قومندان ډگر جنرال دي اس هودا، د سرينگر د قول اردو مشر ستيش دوا او د کشمير لپاره د حکومت مشر سکرټران بي آر شرما او دي جي پي راجندر کمار سره جرگه شوي او د کشمير او نورو سيمو د حالاتو په تړاو يې سره خبرې کړي.

په هند کې امنيت ارزونه له پاکستان سره د کنټرول پر ليکي د ترينلگتيا له زياتېدا وروسته وشوه.

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق AFP

اکسپرېس ټريبيون د پاکستاني پوځ رسنيزو اړيکو مشر جنرال عاصم باجوا هغه وينا مهمه بللې چې وايي؛ پوځ ډاډه دى چې هندي پوځيانو ته مرگژوبله اوښتې خو هغوى يې جزييات پټوي.

ښاغلي باجوا خبريالانو سره په خبرو کې وويل؛ د دوى وسله وال ځواکونه د هند د هر راز بريد ځواب ويلو ته تيار دي.

جنرال باجوا زياته کړې چې د کنټرول پر ليکي پاکستاني پوځ د هندي ځواکونو ډزو ته برابر ځواب ويلى دى.

ډان:

د انځور حقوق Getty

ډان ورځپاڼې ليکلي، ايران يوه بې پيلوټه جنگي الوتکه نندارې ته وړاندې کړې چې له امريکايي ډرونه کاپي شوې. د ورځپاڼې په وينا؛ د ايران انقلابي ساتونکو (سپاه پاسداران) له دغې الوتکې پرده پورته کړې او وايي چې د بم لېږدولو وړتيا لري.

الوتکه "تالنده" نومول شوې.

اړونده مطالب

ورته مطالب