"پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پاتې راتلو سره ګوښه شوی"

ټېلېګراف:

د انځور حقوق Reuters

بریتانیا چاپ ټېلېګراف ورځپاڼې خبر ورکړی د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف خپل پوځي مشران ګرم بللي چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلي دي او له امله یي پاکستان په ډیپلوماټیک ډګر کې ګوښی شوی.

ورځپاڼه لیکي لومړي وزیر شریف د استخباراتو لوړ پوړي چارواکي ته دنده سپارلې چې پاکستان کې د ممنوع شوو وسلوالو ډلو پرضد کړنې وڅاري.

* پاکستان د ترهګرۍ ضد کار لږ، ادعاوې زیاتې کوي

ټېلېګراف لیکي د نواز شریف اداره په داسې یوه هېواد کې چې تل پوځ پر بهرنۍ تګلارې او دفاعي چارو ولکه درلودلې، یو قمار وهي.

ټېلېګراف د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې له قوله لیکي چې د نوازشریف ورور، شهباز شریف د دوشنبي پر ورځ د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د ای اس ای د پوځي استخباراتو پر مشر جنرال رضوان اختر لفظي برید کړی او پوځي استخبارات یې په دې ګرم بللي چې د لشکر طیبه او حقاني شبکو په ګډون د ډلو پر ضد یې هڅې ټکنۍ کړې.

مسکو ټایمز:

د انځور حقوق Hulton Archive Getty

مسکو ټایمز ورځپاڼې یوه تفصیلي مطلب کې د روسیې د پخواني مشر جوسف ستالین پر مجسمې لیکنه کړې چې وايي ۶۳ کاله وروسته له دې چې ستالین مړ شوی، د ده پر مجسمې شخړې یو ښار د جګړې پر څنډه درولی.

ورځپاڼه لیکي د روسیې شمال ته د سایبریا سُرکت ښار کې یوې وطنپالې ځوانې ډلې د ستالین یوه برونز مجسمه په دې وروستیو کې ودروله، خو څه موده وروسته اعتراضونه د دې لامل شول چې سیمه ییز چارواکي یې راښکته کړي او ووايي د مجسمې درولو لپاره اجازه لیک نه دی ترلاسه شوی.

مسکو ټایمز لیکي ستالین پلوو ځوانانو بیا د مجسمې د «غلاکېدو» شکایت ثبت کړی او ویلي یې دي چې دوی به خپلې هڅې ونه دروي.

ورځپاڼه لیکي د ستالین ضد وګړو د ده پر مجسمې سور رنګ پاشلی او ویلي یې دي چې اوس یې نه یوازې پر لاسونو چې پر سر هم وینې پرتې دي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق AFP

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د متیو توپان خطرونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې فلوریدا ایالت ته د توپان له نژدې کېدو سره، یونیم میلیون وګړي له دې ځایه تښتېدلي.

* د قندیل بلوچ تورن وژونکی نیول شوی

* له مفتي عبدالقوي د قندیل په تړاو پوښتنې

همدا ورځپاڼه په یوه بل مطلب کې لیکي چې پاکستان کې د غیرت په نامه وژنو پر ضد، نوی قانون دغه هېواد د دې لپاره تصویب کړی چې د وژونکو لپاره له زندانه د ژر وتلو شونتیا له منځه یوسي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، پاکستان کې هر کال په سلګونو ښځې د خپلو کورنیو د غړو له خوا د غیرت په نامه وژل کېږي.

ګارډین:

د انځور حقوق AP

ګارډین ورځپاڼې بیا پر هغو سلګونو زرو افغان کډوالو مطلب لیکلی چې پاکستان پرې فشار اچولی بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ورځپاڼه لیکي افغان کډوال چې پاکستان کې هم د چارواکو او په تېره بیا د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول شوي او سپک شوي، بېرته هېواد ته په ستنېدو هم د الوتکو، بمباریو او جګړې له غږه پرته، د خوښۍ غږ نه اوري.

* له پاکستان د افغان کډوالو ستنېدل زیات شوي

ګارډین لیکي سره له دې چې ملګري ملتونه تمه کوي د ۲۰۱۶ کال تر پایه نژدې ۶۰۰ زره کډوال بېرته هېواد ته ستانه شي او بله خوا پخپله افغانستان کې دننه دوه نیم لکه خلک د جګړې له امله بې ځایه شوي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د مرستې رسولو لړۍ، سسته او سوکه ده.

د ورځپاڼې په شننه افغان کډوال په هر حال کې لویه قرباني ورکوي او ستونزې یې دردوونکې دي.

ټایمز:

د انځور حقوق

ټایمز ورځپاڼې د نوبل جایزې د ګټونکو پوهانو پر ګواښونو لیکنه کړې چې له اروپايي اتحادیې یې د بریتانیا د وتلو پر منفي پایلو کړي.

دا پوهان په دې اند دي چې په اوږد مهال کې به دا کار بریتانیا کې پر علمي څېړنو ویجاړوونکې اغېزې ولري.

همدې ورځپاڼې په بل مطلب کې پر هغو غوښتنو لیکنه کړې چې یو مسلمان روحاني ته دې بریتانیا ته په دې د راتګ اجازه ورنکړل شي چې همجنسپالو ته یې د اعدام سزا وړ بللې وه.

شیخ حمزه امریکا کې زېږېدلی او بریتانیا ته دعوت شوی و، خو د همجنسپالو ډلو پلویانو د بریتانیا پر دولت فشار اچولی چې ده ته ویزه ور نه کړي.

اړونده مطالب