ډان: ترهګرو سره مبارزې پرسر نوازشریف او پوځ لفظي شخړه کړې

ډان:

د انځور حقوق AFP

د پاکستان ډان ورځپاڼه د خپل یو خبریال سېرېل المېډا خبر را اخلي، پر چا چې پاکستاني چارواکو تېره شپه د سفر بندیز لګولی. د المېډا په نوم دې خبریال د تېرې پنجشنبې پر ورځ ډان ورځپاڼې ته یوه ځانګړې لیکنه وکړه.

په دې لیکنه کې ده ادعا کړې وه چې د لومړي وزیر نواز شریف او د پوځي مشرانو ترمنځ یو ډول لفظي شخړه شوې.

لامل یې دا و چې لومړي وزیر له پوځه غوښتل چې باید په پاکستان کې مېشتو ترهګرو پر ضد دې ګام پورته کړي، ځکه د دوی له لاسه پاکستان پر نړیوال دریځ یوازې کېږي.

خبریال المېډا د دې جنجال په اړه خپلې ورځپاڼې، یعنې ډان ته دا لیکنه وکړه او په ټول هېواد کې یو بحث پیل شو.

داسې ښکاري چې د نوموړي دې لیکنې د پاکستاني پوځ غوسه را پارولې ده. که څه هم تر اوسه نه ده مالومه چې پر ده چا د سفر بندیز لګولی.

ښاغلي المېډا پر خپله ټوېټر پاڼه تېره شپه لیکلي دي چې پر دې پرېکړه ډېر خپه دی، ځکه غوښتل یې له خپلې کورنۍ سره یو ځای دبۍ ته په رخصتۍ لاړ شي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق BBC World Service

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په زندانونو کې د مېرمنو لپاره مناسب ځای یا بندخونو د کموالي په اړه یو مطلب لیکلی.

ورځپاڼه د افغانستان د زندانانو د رئیس له قوله لیکي چې دا مهال په ټول هېواد کې کابو اته نیم سوه مېرمنې په زندانونو کې د خپل بند موده تېروي، خو په ورته وخت کې زرګونه نورې داسې مېرمنې شته چې د محاکمو لخوا د بند سزا ورکړل شوې، خو په زندانونو کې د ځای د کمښت له کبله دوی په غیر رسمي زندانونو یا نورو ځایونو کې مېشتې دي.

ورځپاڼه د پکتیکا ولایت د یوې ځوانې پېغلې کېسه کوي چې وایي په بند محکومه شوې وه.

په ځای د دې چې نوموړې زندان ته ولېږل شي، د یوه ځایي ملک یا قومي مشر کور ته ولېږدوله. هلته یې نو د یوې خدمتګارې په توګه کار کاوه او کوم معاش هم نه ورکول کېده.

دې نجلۍ ورځپاڼې ته کېسه کړې چې څرنګه د دې ملک په کور کې ورسره زور زیاتی کېده.

د افغانستان د زندانونو رئیس مني چې دا ډول قضیې شته، خو حکومت پوره هڅه کوي چې ښځینه زندانیانو لپاره مناسب ځایونه برابر کړي.

ټایمز اف انډیا:

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼه لیکي، هندي چارواکي په دې باور دي چې په هندي کشمیر کې کابو ۲۵۰ ترهګر پټ دي او دې ته انتظار باسي چې پر هندي پوځ برید وکړي.

ورځپاڼه لیکي، دا ترهګر له درییو بېلابېلو ډلو سره تړاو لري چې په پاکستان کې مېشتې دي.

ورځپاڼې ویل؛ دا ترهګر تر هغو بریدونو د وړاندې کشمیر ته را اوښتي چې د هند پوځ څه موده وړاندې په پاکستاني کشمیر کې وکړل او ادعا یې وکړه چې ګڼ شمېر ترهګر او د دوی ملاتړي یې پکې وژلي دي.

هندي پوځ وایي په تېره یوه میاشت کې یې کابو ۴۰ هغه ترهګر وژلي دي چې غوښتل یې پر پوله را واوړي او د پر هند پوځ بریدونه وکړي.

اړونده مطالب