ټایمز آف انډيا: امریکا 'پاکستان د ترهګرو ملاتړي هېواد' نومولو پلوي نه کوي

ټایمز اف انډیا:

ټایمز آف انډيا ورځپاڼې خبر ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو ویلي؛ دوی د هغو هڅو ملاتړ نه کوي چې غواړي پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد ونوموي، خو هڅه به وکړي په سیمه کې له هېوادونو سره مرسته وکړي د ترهګرو لپاره خوندي ځالې له منځه یوسي، چې د ورځپاڼې په لیکنه د هند لپاره هم ګواښ پېښوي.

ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویندوی جان کربي له قوله لیکي؛ دوی ډاډه دي چې پاکستان خپلې اټومي وسلې د ترهګرو له لاسرسي خوندي ساتلي دي.

ټایمز آف ینډیا لیکي؛ امریکا د هند او پاکستان ترمنځ د اغېزمنو خبرو اترو غوښتنه کړې چې په مرسته یې په دې وروستیو کې د کشمیر پر سر راولاړ شوي تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Reuters

امریکا چاپې واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له امریکا سره اړیکي د ۱۹۳۰ مو کلونو پر لور بیايي.

ورځپاڼه لیکي؛ حالات هم داسې دي چې د پوتین په خوښه څرخېږي، او بېلګه ورکوي چې اروپا ته د زرګونو کډوالو راتګ د پوتین هغه هیله پرځای کوي چې غواړي اروپا له سیاسي، ټولنیز او اخلاقي پلوه له کرکېچ سره مخ وي.

واشنګټن پوست د نړۍ نفوس ته په کتو لیکي؛ اروپا د لکونو کډوالو او په تېره بیا افریقایانو او مسلمانانو په ورتګ له سیاسي او ټولنیزې بې ثباتۍ سره مخ ده.

ورځپاڼې د یو شمېر لیکنو پر بنسټ د روسیې هغو هڅو ته اشاره کړې چې پر ټلویزیون خپل هېواد تر برید لاندې بولي، وايي ۱۹۹۱ کې له دوی سره خیانت شوی او د سټالین پرمهال دغه هېواد په ښه وضعیت کې وه.

ګارډین:

د انځور حقوق Getty

بریتانیا چاپې ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو پر اندېښنې لیکنه کړې چې د امریکا د متحده ایالتونو استخباراتي ادارې (سي آی اې) د یاهو ویبپاڼې عامه بریښنالیکونه په پټه څارلي.

څه موده وړاندې دا خبره افشا شوه چې د سلګونو میلیونو کسانو بریښنالیکونه د امریکا د استخباراتو لخوا کتل شوي.

د بیان د آزادۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ډېوېډ کېن ویلي؛ د استخباراتو دغې کړنې، د محرمیت فردي آزادي تر پښو لاندې کړې.

ګارډین لیکي؛ له ډېرې مودې راپدېخوا امریکا کې د ډیجیټلي محرمیت او ملي امنیت ترمنځ سم انډول نشته.

د استخباراتي څار پر خلاف کسانو بیا ویلي چې د یاهو دا قضیه به د دې لامل شي چې د امریکا د متحده ایالتونو کانګرس ملي امنیتي ادارو ته د خلکو پر بریښنالیکونو د لا ډېر څار صلاحیت ورکړي.

یاهو چې د امریکا کالیفورنیا کې یې مرکز دی، تر اوسه له ډېرو جزئیاتو ورکولو ډډه کړې.