د ایران ولسمشریزې ټاکنې

مهم خبرونه

شننې

د ۹۲ ټاکنو اهمیت په څه کې دی؟

د ایران ولسمشریزو ټاکنو په لړ کې چې وروستیو څو میاشتو کې کوم بدلونونه راغلي، لاندې درسونه ترې زده کېدلی شي. نور د ننه ولولئ.

ایا د احمدي نژاد د ترهېدلي اس پایښت د ایران حکومت کې دی؟

په ټاکنو کې د اسفندریا رحیم مشايي د کاندیدېدو تر رد کېدو وروسته د ایران په سیاسي ډګر کې لویه پوښتنه دا وه چې د ښاغلي احمدي نژاد د ډلې سیاسي راتلونکی به څه کوي؟

د ایران له ټاکنو وروسته بهرنی سیاست بدلېدلی شي؟

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نور هم رالنډیږو، د یوه ګاونډي هېواد په ټوګه دغه انتخابات بر پر افغانستان هم خپل اغېز ولري که څه هم په ایران کې بهرنی سیاست په ټول کې د خاصو کړیو په تېره بیا د ایران د مشر ایت الله خامنه ای له لوري څارل کیږي.

د ایران ټولټاکنو کې دوې مهمې څېرې ولې څنډې ته شوې؟

د سږکال ټولټاکنو کې د ايران شاتندويې شورا ته ډېرې سترګې وې چې څوک به ومني او څوک به رد کړي په تېره بیا دا چې دوې پېژندل شوې څېرې، رفسنجاني او مشايي هم د کاندیدانو ترمنځ وو.

د مېرمنو کاندیدېدو بندیز ضد غوسه

دا په ایران کې د اسلامي انقلاب تر راتلو مخکې د ایراني شاه او د هغه د ښځې فرح دیبا انځورونه دي. هغه مهال چې ایران کې پراخې مدني ازادۍ وې، خو اوس د ښځو او نارینه وو ترمنځ د حقونو د نه برابرښت له ستونزې کړېږي.

له گاونډيانو سره د افغانستان اړيکې: ايران

له گاونډيانو سره د افغانستان د اړيکو په اړه د ځانگړو رپوټونو په لړ کې نن (د مې ۲۶) داود اعظمي پر ايران تمېږي.

افغانستان کې د ايران رول او تگلاره

زموږ همکار داود اعظمي د ايران او افغانستان د اړيکو په اړه د ځانګړو دوه پروګرامونو په دغه دوهم يوه کې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د ايران رول او تګلارې ته کتنه کړې ده.

"ځينې تلوېزیونونه د ايران او پاکستان لخوا تمويلېږي"

دافغانستان د ملي امنیت اداره وایې د دغه هیواد یو شمیر سیمیز ټلویزیونونه او ورځپاڼې د ایران او پاکستان لخوا تمویلیږي.