د ملي یووالي حکومت یو کال څنګه تېر شو؟

مهم خبرونه

نور خبرونه

'د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون دې ړنګ شي'

'د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون دې ړنګ شي'

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ولسمشر اشرف غني غوښتي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون کار دې ودروي او کارکوونکي یې دې خپلو پخوانیو اصلي دندو ته واستوي.

"د کندوز جګړه هره ورځ د ۳ میلیون ډالرو زیان لامل شوې"

"د کندوز جګړه هره ورځ د ۳ میلیون ډالرو زیان لامل شوې"

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي د کندوز ولایت سقوط او روانې جګړې د دې ولایت اقتصاد ته شاوخوا درې میلیونه ډالره تاوان رسولی دی.

اشرف غني کندوز کې د چاڼیزو عملیاتو تېزول غوښتي

اشرف غني کندوز کې د چاڼیزو عملیاتو تېزول غوښتي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوځل بیا له امنیتي چارواکو غوښتي چې په کندوز کې چاڼیز عملیات چټک کړي. د پنجشنبې په ورځ هم د کندوز د ښار په څنډو کې دوه ځایه د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې.

د خوړو نړیوال سازمان د کندوز له بې ځایه شویو سره مرسته کوي

د خوړو نړیوال سازمان د کندوز له بې ځایه شویو سره مرسته کوي

د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال سازمان د کندوز له جګړې نه له تښتېدلو سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې کولو خبر ورکړی. پر همدې مهال، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدو په اړه یو 'حقیقت موندونکی' پلاوی ټاکلی.

افغان حکومت: طالبانو کندوز کې د بشریت ضد جرمونه کړي

افغان حکومت: طالبانو کندوز کې د بشریت ضد جرمونه کړي

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کندوز په ښار کې د جګړې لومړنۍ پلټنې ښيي چې طالبانو او ملګرو یې خلک له وېرې او وحشت سره مخامخ کړي، په خپل سر وژنې او ملکي او نظامي اشخاص یې ربړولي دي. د طالبانو ویاند دا د دښمنانو تبلیغ بللی.

غني: ملي یووالی په خوله اسانه، خو عمل کې ګران کار دی

غني: ملي یووالی په خوله اسانه، خو عمل کې ګران کار دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نویو سناتورانو د لوړې مراسمو پرمهال د خلکو له استازو وغوښتل چې د نوې کابینې د معرفي کېدو تر وخته صبر وکړي.

ولسمشر غني له افغان ځوانانو غوښتي، چې له هېواد پرېښودو ډډه وکړي

ولسمشر غني له افغان ځوانانو غوښتي، چې له هېواد پرېښودو ډډه وکړي

د ملي يووالي حکومت د يوکال پوره کېدو په مناسبت افغان ولسمشر اشرف غني بي بي سي سره ځانگړې مرکې کې په ځوانو افغانانو غږ کړى دى چې د هېواد پرېښودو څخه ډډه وکړي. هغه وايي، ځوانان بايد پوه شي چې يواځې په خپل هېواد کې يې حقونه خوندي دي.

پاکستان: د افغانستان ستونزې د تور لګولو له لارې نه حل کېږي

پاکستان: د افغانستان ستونزې د تور لګولو له لارې نه حل کېږي

په نیویارک کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعزاز احمد چوهدري ویلي، د افغانستان مسائل د تور لګولو له لارې نه بلکې د خبرو له لارې حل کېدای شي. دغه خبرې نوموړي وروسته له هغه کړې چې د افغانستان دولت ویلي و، پاکستان دې پر خپلې ژمنې وفا وکړي.

د کندوز لپاره د طالبانو د والي د وژل کېدو په اړه ضد او نقیض خبرونه

د کندوز لپاره د طالبانو د والي د وژل کېدو په اړه ضد او نقیض خبرونه

د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل وایي د کندوز لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي سلام له خپلو څو ملګرو سره په هوايي برید کې وژل شوی. خو طالبانو د مولوي سلام وژل کېدل رد کړي دي.

ولسمشر غني: مخالفان کندوز کې ملکي خلک د ډال په توګه کاروي

ولسمشر غني: مخالفان کندوز کې ملکي خلک د ډال په توګه کاروي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن کابل کې په یوه خبرې غونډه کې ټینګار وکړ، چې کندوز کې حکومت پر حالت حاکم دی. د ښاغلي غني په وینا د پوځ او پولیسو یو شمېر مرستندوی ځواک کندوز ته رسیدلی او یو شمېر نور یې سیمې ته د رسیدو په حال کې دي.

اشرف غني: سږ کال افغانستان له سختو حالاتو سره مخامخ دی

اشرف غني: سږ کال افغانستان له سختو حالاتو سره مخامخ دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته د درې ورځني سفر پرمهال ویلي، هېواد یې سږ کال له سختو حالاتو سره مخامخ دی، چې په وینا یې "نړیوالې ترهګرۍ افغانستان خپل هدف ګرځولی دی".

دفاع وزارت: د کندوز برید هر اړخیزه څېړنه کوو

دفاع وزارت: د کندوز برید هر اړخیزه څېړنه کوو

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی وايي پر کندوز د طالبانو د برید په اړه به هر اړخيزې څېړنې ترسره کړي. په تېرو څوارلسو کلونو کې وسله وال د لومړي ځل لپاره وتوانېدل د افغانستان یو لوی ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي.

عبدالله: پاکستان دې د ترهګرۍ په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي

عبدالله: پاکستان دې د ترهګرۍ په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي پاکستان باید پر خپله خاوره د اورپکو پر ضد د ګامونو پورته کولو ژمنې پوره کړي. نوموړي وویل، له ټاکل شوي وخت مخکې افغانستان ته ستنېږي.

غني: سیمه کې د ''اسلامي دولت'' ملاتړي اوس پښېمانه شوي

غني: سیمه کې د ''اسلامي دولت'' ملاتړي اوس پښېمانه شوي

ولسمشر اشرف غني ویلي، هغو کسانو چې په سیمه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې ملاتړ کاوه اوس پېښمانه شوي. له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې افغان ولسمشر پر اقتصاد، ګډ حکومت او سولې هم رڼا واچوله.

غني: ډېره توجه به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه والي ته وي

غني: ډېره توجه به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه والي ته وي

افغان ولسمشر محمداشرف غني وایي، راتلونکي مني او ژمي کې به یې د حکومت ډېره توجه د هېواد اقتصادي حالت ښه والي ته وي. نوموړي وویل، هغه بنسټیز کارونه یې چې د تیرو میاشتو مودې کې کړې ښه پایله به ولري.

اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي په کابل کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د لوړې مراسمو کې نژدې ۱۴۰۰ کسانو ګډون کړی و، چې نژدې ۳۰۰ یې بهرني مېلمانه وو.

د افغانستان د ولسمشر د لوړې مراسم پای ته ورسېدل

د افغانستان د ولسمشر د لوړې مراسم پای ته ورسېدل

اشرف غني احمدزي د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړي خپلو دواړو مرستیالانو، عبدالرشید دوست او محمد سرور دانش ته هم لوړه ورکړه.

د لوړې مراسم او د کابل امنیت

د لوړې مراسم او د کابل امنیت

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو په موخه ېې پلازمېنه کې امنیتي چارې سختې کړي. دوی وايي کابل د بهرنیو مېلمستیا ته چمتو دی.

اشرف غني ولسي جرګې ته خپله کابینه معرفي کړه

اشرف غني ولسي جرګې ته خپله کابینه معرفي کړه

افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي یووالي حکومت کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړه. ښاغلی غني ۲۴ وزارتونو ته له کاندید وزیرانو او د افغانستان بانک او ملي امنیت ریاست له مشرانو سره یوځای ولسي جرګې ته تللی و.

اشرف غني: له پاکستان سره مو د سولې په اړه سپینې خبرې کړې

اشرف غني: له پاکستان سره مو د سولې په اړه سپینې خبرې کړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت کې د ځانمرګي برید د قربانیانو له خپلوانو سره د غمشریکۍ پرمهال وویل، خوست له پاکستان سره یې د سولې په اړه سپینې خبرې کړې، چې په وینا یې له پاکستان نه یې د ‎''اعلان شوې'' جګړې ختمول غوښتي.

حکومت د کابل بانک قضیې حل ته ضرب الاجل وټاکه

حکومت د کابل بانک قضیې حل ته ضرب الاجل وټاکه

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د یوه فرمان له مخې، سترې محکمې او لویې څارنوالۍ ته د کابل بانک د قضیې بیا پرانېستلو او د غلا شویو شتمنیو د ستنولو امر کړی.

ولسمشر اشرف غني پاکستان ته ورسېد

ولسمشر اشرف غني پاکستان ته ورسېد

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملګرتیا له پاکستاني چارواکو سره د کتنې په موخه اسلام اباد ته په سفر تللی.

د کابل بانک قضيه تر استېناف محکمې ورسېده

د کابل بانک قضيه تر استېناف محکمې ورسېده

د افغانستان لويې څارنوالۍ د ولسمشر اشرف غني احمدزي له فرمان سره سم نن د کابل بانک په قضيه کې د ښکېلو ۲۱ کسانو دوسيې استېناف محکمې ته وسپارلې.

انځورونه

د عکسونو البوم

د عکسونو البوم: افغانستان کې د نوي ولسمشر اعلان

د عکسونو البوم
د عکسونو البوم: افغانستان کې د نوي ولسمشر اعلان

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د یکشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۱مه) په ارګ کې د ولسمشر کرزي، او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور کې د "ملي یووالي حکومت" جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.

د عکسونو البوم

یوه ورځ د افغانستان له لومړۍ مېرمنې سره

د عکسونو البوم
یوه ورځ د افغانستان له لومړۍ مېرمنې سره

رولا غني لومړنۍ خارجي الاصله ده چې د افغانستان لومړۍ مېرمن شوې. نوموړې خپله لومړنۍ تلویزوني مرکه له بي بي سي سره کړې ده.

د عکسونو البوم

د عکسونو البوم: هند ته د ولسمشر غني لومړی سفر

د عکسونو البوم
د عکسونو البوم: هند ته د ولسمشر غني لومړی سفر

محمد اشرف غني تر ولسمشر کېدا وروسته، د تېرې دوشنبې په ورځ هند ته د یوه جګپوړي ۸۳ کسیزه افغان پلاوي په مشرۍ په لومړي سفر نوي ډیلي ته تللی.

د عکسونو البوم

د عکسونو البوم: د افغانستان د خپلواکۍ ۹۵ مه کلیزه

د عکسونو البوم
د عکسونو البوم: د افغانستان د خپلواکۍ ۹۵ مه کلیزه

نن د سه شنبې ورځ د ١٣٩۳ لمريز کال د زمري ٢٨ (د اګست ۱۹ مه) نېټه ده چې د افغانستان د خپلواکۍ له جشن سره سمون خوري. له نن څخه ۹۵ کاله مخکې بریتانوي امپراتورۍ د يوۀ تړون په پايله کې د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژنده.

د ملي یووالي حکومت یو کلن کار، د سړو منځ کې ښځې

د افغانستان په یوه لیرې پراته ولایت کې سیما جوینده د والۍ په توګه دنده پيل کړې. په بې وزلي غور کې کار د نور افغانستان غوندې له ننګونو ډک دی. خو ډېر په دې باور دي چې د دې بری به نورو افغانو مېرمنو ته هم د لارې مشال شي.

د افغان کابینې د اونیزې غونډې اوسنی میز

د کابینې میز هاغسې نه دی لکه پخوا چې د سر څوکۍ ته یې تر نورو مشر کیناسته، ولسمشر اوس ورسره د حکومت یوشریکوال خوا په خوا ځای لري، اجرائیه رییس په دغه حکومت کې د واک وېش د دغه میز له څرنګوالي پیل شو.

د ملي یووالي د حکومت یو کلن کېدل او له اداري فساد سره مبارزه

یوه ورځ په یوه لوکس رستورانت کې ناست وم، یو ځوان مې څو ځلي تر سترګو شو چي یوه کوچینۍ کتابچه یې په لاس کې وه او د مشتریانو فرمایشونه یې اخستل.

د کندوز اهمیت په څه کې دی؟

د افغانستان په شمال ختیځ کې د کندوز ولایت د کندوز ښار سقوط په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له پرځېدو وروسته د افغان حکومت تر ټولو خرابه ماته ده. کندوز چې د افغانستان یو تر ټولو ستر ښار دی، د هېواد شمال لپاره له ستراتېژیک پلوه د ترانسپورت مهمه لاره بلل کېږي.

د ولسمشر غني پروړاندې ۵ لویې ننګونې

افغانستان بالاخره تر څو میاشتنیو ټاکنیزو لانجو وروسته نوی ولسمشر وټاکه، نوی ولسمشر اشرف غني احمدزی به د لوړې تر مراسمو وروسته نېغ په نېغه په ډېر کار ځان بوخت نه کړي.

نواز شریف ته د ولسمشر اشرف غني لیک په څه معنا دی؟

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر ته پخپل محرمامه وروستي استول شوي لیک کې له دغه هېواده غوښتي چې تر یوې میاشتې پورې پاکستان کې مېشت د افغان طالبانو مشران ونیسي.

رولا غني، د افغانستان لبناني الاصله لومړنۍ مېرمن

رولا سعاده غني سر له دشنبې (۲۰۱۴،‌ سپتمبر ۲۹) د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځي، چې لږترلږه پنځه کاله به د افغانستان د لومړۍ مېرمنې په په توګه هلته واوسېږي.

لومړۍ مېرمنې او سیاسي محدویت

په روانه میاشت کې د بشري حقونو او د افغانستان د دېموکراسۍ سازمانونو (ښځې د نارینوو له نظره) تر سرلیک لاندې په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي چې په تیرو اوو کلونو کې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې په ټولنیزو چارو کې محدویتونه ډیر شوي دي.