ترکیه کې ناکامه کودتا

مهم خبرونه

ځانګړي مطالب

پر سیاسي او ټولنیز ډګر د ترکیې ناکامې کودتا اغېزې

د بي بي سي خبریال مارک لوون په تېرو څو اونیو کې په ترکیه کې بدلونونو ته کتنه کړې او لیکي، یوه میاشت مخکې د ترکیې په پلازمېنه انقرې کې پوځیانو د جهنم په څیر یوه صحنه جوړه کړه.

د ناکامې کودتا اصلي طراح او تورن فتح الله ګولن څوک دی؟

د ترکیې د مخالف سیاستوال او مذهبي مشر فتح الله ګولن په لاس د جوړ شوي ''خدمت'' خوځښت ملاتړي وايي، دوی د ریښتیني او معاصر اسلام استازیتوب کوي، خو ددغه خوځښت د هدف په تړاو ګڼ څارونکي ځینې پوښتنې لري.

له کودتا وروسته؛ اردوغان کمزوری شوی که ځواکمن شوی؟

د ترکیې له ناکامې کودتا وروسته د ډېرو خلکو په ذهن کې یوه اساسي پوښتنه را پیدا شوه، له دې پېښې وروسته، ولسمشر رجب طیب اردغان کمزوری شوی او که لا پسې ځواکمن شوی؟

شېبه په شېبه: د کودتا ژوندی پوښښ

د جولای په ۱۵مه په ترکیه کې د پوځیانو یوې ډلې د دولت پر ضد کودتا پیل کړه. خو د ولسمشر اردوګان پلویان سړکونو ته را ووتل او په څو ساعتونو کې یې کودتا ناکامه کړه. دلته د کودتا د پیل نه تر پای زموږ ژوندی خبري پوښښ‌ لوستلی شئ

د کودتا لامل څه کېدلی شي؟

زموږ همکار یما بارز چې په ترکیه کې یې د پوځیانو د یوې ډلې لخوا د دولت پر ضد د کودتا هڅې څارلې پر بي بي‌ سي‌ پښتو فیسبوک پانه په ژوندۍ بڼه د کودتا وروستي معلومات او د دې ترڅنګ د دغې کودتا لاملونه له کتونکو او لوستونکو سره شریک کړل.

هغه کودتا چې ګټونکی یې اردوګان شو

هغه کودتا چې د رجب طیب اردوګان د واک لمڅي ورټولو په پلمه پیل شوې وه، ښکاري چې د هغه د پښو ټینګولو او پر ځان د باور لا ډېرېدو په ګټه تمامه شوه، خو په دې شرط چې په سیاسي جوړښت کې بدلون راولي.

د اردوګان له خوا د پوځ چاڼولو هڅو پایلې؟

واک ته له رسېدا وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان پوځ کې د هغو قومندانانو په چاڼولو لاس پورې کړ، چې د پوځي کودتا وېره یې ترې لرله.