د ښځو نړیواله ورځ

ویډیو

هرات کې د فلمونو نړیوال فسټیوال

د افغانستان په لوېديځ ولایت هرات کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د فلمونو نړیوال فسټیوال جوړ شو. په دې فسټیوال کې شل کورني او بهرني فلمونه نندارې ته وړاندې شول.

د څلورو لسیزو ناخوالې په ډرامه کې

په کابل کې د مارچ د اتمې په پلمه د همبستګي ګوند له خوا ولمانځل شوه او د موسیقۍ په بڼه د ډرامې له لارې یو انتقادي پروګرام جوړ شوی و.

د ښځو نړیواله ورځ: هرات کې د مېرمنو اقتصادي ستونزې

د ښځو نړيوالې ورځې په پلمه محمد قاضي زاده په د افغانستان په هرات ښار کې د مېرمنو اقتصادي ستونزو ته کتنه کړې.

ملاله: ورځ په ورځ په ښه کېدو یم

۱۵ کلنه ملاله چې د انګلستان په برمنګهم ښار کې تر درملنې لاندې ده وايي روغتیا يې ورځ په ورځ په ښه کېدو ده.

پر دېوالونو د افغانې نجلۍ انځورګري

مالینا سلیمان د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د مشرتابه ځای ګڼل کېده، پر دېوالونو د افغان ښځو وضعیت د رسم په بڼه روښانه کوي.

یوه پلار خپله ماشومه لور پلورلې

په کابل کې د کډوالو په یوه کمپ کې یوه پلار د بې وزلۍ له امله خپله ۶ کلنه لور خرڅه کړې ده.

افغان مېرمن، د ۷۰۰ کورنیو واکمنه

د افغانستان بلخ ولایت په شمالي نهر شاهي ولسوالۍ کې یوه ښځه پر شاوخوا اوو سوو کورنیو واکمني لري، امنیت یې نیسي او ستونزې یې هواروي.