د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوالې سیالۍ

مهم خبرونه

نور ورته مطالب

د کرېکټ د نړیوال جام د خوب تر تعبیره

د کرېکټ د نړیوال جام د خوب تر تعبیره

د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ پای ته ورسېدې او درې ځله پرله پسې ګټونکې استرالیا، تر څلور کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا دا جام خپل کړ او خپل سیال نیوزلینډ ته یې په یوه اړخیزه لوبه کې ماته ورکړه.

د ګودر غاړه – افغان کرېکټ د رڼاګانو په لور

د ګودر غاړه – افغان کرېکټ د رڼاګانو په لور

دا د خوښۍ ځای دی چې د یو جنګ جګړې ځپلي هېواد له ناامنو او کړکېچنو حالاتو راوتلي افغان ځوانان په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي، د خپل هېواد نوم لوړوي او بیرغ یي رپوي.

کرېکټ:افغانستان متحدو عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

کرېکټ:افغانستان متحدو عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

افغانستان له متحدو عربي اماراتو نه د ۱۴ منډو په توپیر سره تمریناتي لوبه وګټله. د کرېکټ له نړیوال جامه مخکې وارم اپ یا تمریناتي لوبو کې د افغانستان او متحدو عربي اماراتو تر منځ د جمعې ورځې لوبې کې افغانستان لومړی بېټینګ یا توپوهنه وکړه.

ایرلنډ بنګله دیش ته پر څلورو وېکټو ماته ورکړه

ایرلنډ بنګله دیش ته پر څلورو وېکټو ماته ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام اتلولیو نه مخکې تمریني لوبو کې ایرلنډ بنګله دیش ته ماته ورکړه او سکاټلنډ له ویسټ انډیز نه یوازې د دریو منډو په توپیر لوبه وبایلله. د تمې په خلاف ایرلنډ د آی سي سي بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد بنګله دیش ته په آسانۍ ماته ورکړه.

په تمریني لوبه کې زمبابوې سریلنکا ته ستره ماته ورکړه

په تمریني لوبه کې زمبابوې سریلنکا ته ستره ماته ورکړه

د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو لپاره په تمریني لوبو کې زمبابوې په حیرانونکي ډول سریلنکا ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه. انګستان له پاکستانه ماته وخوړه او په بله تمریني لوبه کې نیوزیلنډ سویلي افریقا ته په اسانۍ ماته ورکړه.

د کرېکټ د نړیوال جام اووه نیم لکه ټکټونه پلورل شوي دي

د کرېکټ د نړیوال جام اووه نیم لکه ټکټونه پلورل شوي دي

د کرېکټ د نړۍ د تر ټولو سترې سیالۍ یعنې نړیوال جام پیل ته یوازې څو ورځې پاتې دي او د پیل د ورځو له نږدې کېدو سره د لوبو د ټکټونو خرڅلاو هم چټک شوی دی. د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام چې استرالیا او نیوزیلنډ یې په ګډه کوربتوب کوي د فبرورۍ پر ۱۴مه پیلېږي.

افغانستان د هند پر وړاندې په تمریني لوبه کې ماته وخوړه

افغانستان د هند پر وړاندې په تمریني لوبه کې ماته وخوړه

د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام سیالیو له پیل نه وړاندې په خپله لومړنۍ تمریني لوبه کې له هند نه د ۱۵۳ منډو په توپیر ماته ومنله. د هند د ۳۶۴ منډو په بدل کې افغانستان په ټاکلو شویو ۵۰ اورونو کې یوازې ۲۱۱ منډې جوړې کړای شوې.

افغان کریکټ ملي لوبډلې ته ۵ نجونې غوره شوې

افغان کریکټ ملي لوبډلې ته ۵ نجونې غوره شوې

د لومړي ځل لپاره د لوېديځ هرات ولایت له ښځینه کریکټ لوبډلې نه پنځه نجونې د کریکټ ملي لوبډلې ته غوره شوې دي. په وروستیو کلونو کې کریکټ افغانستان کې ګڼ مینه وال پیدا کړل او افغان کریکټ لوبغاړو نړیوالو لوبو ته لاره وکړه.‌

نړیوال جام کې افغانستان د انګلستان پر وړاندې

نړیوال جام کې افغانستان د انګلستان پر وړاندې

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله شپږمه او وروستۍ لوبه نن (جمعه) انګلستان ته په ۹ ویکټو وبایلله. لوبه د استرالیا په سډني لوبغالي کې د باران له کبله څو ځلې ودرېده. او ۵۰ اوورونه ۲۵ ته راټیټ شول.

انډي مولز: افغانستان انګلستان ته د ماتې ورکولو وړتیا لري

انډي مولز: افغانستان انګلستان ته د ماتې ورکولو وړتیا لري

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان روزونکي انډي مولز انګلستان سره له لوبې وړاندې ویلي افغانان دا وړتیا لري چې انګلستان ته ماته ورکړي. په نړیوال جام سیالیو کې انګلستان په خپلو پنځو لوبو کې څلور بایللې او یوازې سکاټلنډ ته یې ماته ورکړې

سوېلي افریقا متحده عربي اماراتو ته پر ۱۴۶ منډو ماته ورکړه

سوېلي افریقا متحده عربي اماراتو ته پر ۱۴۶ منډو ماته ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې پیاوړې لوبډلې سوېلي افریقا نسبتا کمزوري سیال متحده عربي اماراتو ته د ۱۴۶ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه. له دې بریا سره سوېلي افریقا وکولی شو د نړیوالو اتلولیو منځلوبو ته لار ومومي.

سریلانکا سکاټلنډ ته په ۱۴۸ منډو ماتې ورکړه

سریلانکا سکاټلنډ ته په ۱۴۸ منډو ماتې ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې سریلانکا سکاټلنډ ته په ۱۴۸ منډو ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې سریلانکايي لوبغاړي سنګاکارا نړیوال ریارډ هم جوړ کړ.

هند د ایرلنډ پر وړاندې پر اتو وېکټو اسانه بریا لاسته راوړه

هند د ایرلنډ پر وړاندې پر اتو وېکټو اسانه بریا لاسته راوړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې هند د ایرلنډ له خوا د ۲۶۰ منډو هدف په ۳۷م اوور کې یوازې د دوو وېکټو په تاوان پوره کړه. ایرلنډ له دغې ماتې سره منځلوبو ته د لار موندنې یو چانس له لاسه ورکړ خو د پاکستان پر وړاندې په وروستۍ لوبه کې بیا هم چانس لري.

نړیوال جام کې نیوزیلنډ افغانستان ته پر ۶ وېکټو ماتې ورکړه

نړیوال جام کې نیوزیلنډ افغانستان ته پر ۶ وېکټو ماتې ورکړه

د ۲۰۱۵ کرېکټ نیړوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله پنځمه لوبه له کوربه نیوزیلنډي لوبډلې سره وکړه. افغان لوبډلې نیوزیلنډ ته ۱۸۶ منډې هدف وټاکه، خو نیوزیلنډ په ۳۶ اوور کې دغه هدف پوره کړ، او افغانستان ته یې په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

نړیوال جام کې د افغانستان او کوربه نیوزیلنډ لوبه

نړیوال جام کې د افغانستان او کوربه نیوزیلنډ لوبه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله پنځمه لوبه د پیاوړې او کوربه لوبډلې نیوزیلنډ پر وړاندې د ۶ وېکټو په توپیر وبایلله. دلته پر دغې لوبې شوې ژوندۍ تبصره، انځورونه او نور په زړه پورې مطالب لیدلی او لوستلی شئ.

هند نړیوال جام کې ویسټ انډیز ته پر ۴ وېکټو ماته ورکړه

هند نړیوال جام کې ویسټ انډیز ته پر ۴ وېکټو ماته ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې هند د ویسټ انډیز له خوا د ۱۸۳ منډو ټاکل شوی هدف پر ۶ وېکټو پوره کړ. که څه هم هدف اسانه و خو د ویسټ انډیز بالرانو خورا ښه بالنګ وکړ او لوبه یوه اړخیزه نه وه.

بنګله دیش د سکاټلنډ د ۳۱۹ منډو هدف لاسته راوړ

بنګله دیش د سکاټلنډ د ۳۱۹ منډو هدف لاسته راوړ

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې بنګله دیش د سکاټلنډ لوبډلې ته په اسانۍ پر ۶ وېکټو ماته ورکړه. بنګله دیش د سکاټلنډ له خوا ټاکل شوی د ۳۱۹ منډو هدف پر ۴ وېکټو په ۴۹م اوور کې لاسته راوړ. دغه لوبه د نیوزیلنډ په نیلسن لوبغالي کې ترسره شوه.

نړیوال جام کې استرالیا افغانستان ته ستره ماته ورکړه

نړیوال جام کې استرالیا افغانستان ته ستره ماته ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې کوربه او پیاوړې لوبډلې استرالیا افغانستان ته د ۲۷۵ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه. د کرېکټ لومړۍ درجه نړیوالې لوبډلې استرالیا افغانستان ته د ۴۱۸ منډو هدف وټاکه خو افغان لوبډلې یوازې ۱۴۲ منډې جوړې کړای شوې.

د افغانستان او استرالیا سیالي

د افغانستان او استرالیا سیالي

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله څلورمه لوبه د کوربه او پیاوړې لوبډلې استرالیا پر وړاندې تر سره کړه. دغه لوبه کې استرالیا ۴۱۷ منډې وکړې او په ځواب کې یې د افغانستان ټوله لوبډله پر ۱۴۲ منډو وسوځېده.

فضلي: له استراليا به يې زده کوو خو سيالي ورسره کوو

فضلي: له استراليا به يې زده کوو خو سيالي ورسره کوو

د افغانستان د کرېکټ بورډ يوه چارواکي له بي بي سي سره په خبرو کې ډاډ ښوولى چې له استراليا سره به په لوبه کې افغان لوبډله ځلېږي.

کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د سویلي افریقا یوه بله سوبه

کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د سویلي افریقا یوه بله سوبه

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې جنوبي افریقا ایرلنډ ته د ۲۰۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د ایرلنډ لوبډله د استرالیا پلازمېنې کینبرا په دغه لوبه کې د ۴۱۲ منډو لوی هدف ته رسېدو لړ کې ۴۵ اوورنو کې د ۲۱۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده.

زمبابوې له په زړه پورې سیالې وروسته پاکستان ته لوبه وبایلله

زمبابوې له په زړه پورې سیالې وروسته پاکستان ته لوبه وبایلله

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې زمبابوې پاکستان سره سخته سیالي وکړه او پایله کې لوبه یوازې د ۲۰ منډو په توپیر وبایلله. د پاکستان د نسبتا اسانه ۲۳۵ منډو هدف په ځواب کې زمبابوې ۲۱۵ منډې جوړې کړای شوې.

سریلنکا انګلستان ته پر ۹ وېکټو سخته ماته ورکړه

سریلنکا انګلستان ته پر ۹ وېکټو سخته ماته ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې سریلنکا انګلستان ته په ۹ وېکټو لویه ماته ورکړه. د انګلستان د ۳۱۰ منډو ستر هدف سریلنکا یوازې د یوې وېکټې په تاوان په ۴۸م اوور کې په اسانۍ لاسته راوړ. دا په نړیوال جام سیالیو کې د انګلستان دریمه ماته وه.

نیوزیلنډ له سختې سیالۍ وروسته استرالیا ته ماته ورکړه

نیوزیلنډ له سختې سیالۍ وروسته استرالیا ته ماته ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام په یوې مهمې لوبې کې کوربه نیوزیلنډ له یوې سختې او په زړه پورې سیالې وروسته استرالیا ته په یوه وېکټه ماته ورکړه. د استرالیا د ۱۵۲ منډو خورا اسان هدف نیوزیلنډ په ډېرو مشکلاتو پر ۹ وېکټو پوره کړ.

هند د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په اسانۍ ماته ورکړه

هند د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په اسانۍ ماته ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې هند د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په اسانۍ پر ۹ وېکټو ماته ورکړه. دوی د اماراتو لوبډلې د ۱۰۲ منډو اسانه هدف د یوې وېکټې په تاوان په ۱۹م اوور کې پوره کړ.

سوېلي افریقا ویسټ انډیز ته ستره ماته ورکړه

سوېلي افریقا ویسټ انډیز ته ستره ماته ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې سوېلي افریقا د تکړه توپوهونکي اې بي ډېوېلیرز د خورا چټکې توپوهونې په مټ ویسټ انډیز ته پر ۲۵۷ ماته ورکړه.

افغان کرېکټ لوبډلې خپله بریا د پنجشیر د قربانیانو په نوم کړه

افغان کرېکټ لوبډلې خپله بریا د پنجشیر د قربانیانو په نوم کړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له سکاټلند څخه د لوبې له ګټلو سمدستې وروسته، خپله بریا، د هېواد په شمالي ولایتونو کې د واورې د ښوېدو له امله د مړه شوو هېوادوالو په نامه کړه.

کریکټ: افغانستان نړیوال جام کې لومړۍ بریا خپله کړه

کریکټ: افغانستان نړیوال جام کې لومړۍ بریا خپله کړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړۍ کې خپله دریمه لوبه تر یوې سختې او په زړه پورې سیالۍ وروسته وګټله. دغه لوبه د نیوزیلنډ په ډنیډن ښار نړیوال لوبغالي کې وشوه، چې دا د کریکټ نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ بریا وه.

د افغانستان او سکاټلنډ د نړیوال جام لوبه

د افغانستان او سکاټلنډ د نړیوال جام لوبه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې خپله دریمه لوبه د سکاټلنډ لوبډلې پر وړاندې وکړه. لوبه له یوې سختې او په زړه پورې سیالۍ نه وروسته افغانستان پر یوې وېکټې وګټله.

د ميرويس پر ځاى شفيق استراليا ته ځي

د ميرويس پر ځاى شفيق استراليا ته ځي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه بالر ميرويس اشرف د ټپي کېدا له امله له نړيوالو اتلوليو وتلى او پر ځاى يې د شفق الله شفيق د لېږلو پرېکړه شوې ده.

کرېکټ: ایرلنډ او متحده عربي امارات مخامخ دي

کرېکټ: ایرلنډ او متحده عربي امارات مخامخ دي

کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د دوشنبې په ورځ ایرلنډ او متحده عربي امارتو لوبډلې د لوبې ډګر کې مخامخ دي. دا لومړی ځل دی، چې دواړه لوبډلې په نړیواله لوبه کې مخامخیږي.

د ګېل د غبرګې سلیزې په مټ ویسټ انډیز زمبابوې ته ماته ورکړه

د ګېل د غبرګې سلیزې په مټ ویسټ انډیز زمبابوې ته ماته ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې د ویسټ انډیز د سر توپوهونکي کرېس ګېل د زمبابوې پر وړاندې لوبه کې د نړیوال جام لوبو د لومړۍ غبرګې سلیزې ریکارډ جوړ کړ.

کریکټ: سریلانکا پر ۴ ویکټو له افغانستان لوبه وګټله

کریکټ: سریلانکا پر ۴ ویکټو له افغانستان لوبه وګټله

د ۲۰۱۵ کریکټ نړیوالو اتلولیو د لوبو درشل کې سریلانکا د افغانستان له لوري ټاکل شوی هدف په ۴۸،۲ اوورونو کې پوره کړ او افغانستان ته یې په څلورو ویکټو ماتې ورکړه. افغان کپتان محمد نبي وویل، افغان لوبغاړو ښه بالنګ وکړ او له خپلې لوبډلې خوښ دی.

شېبه په شېبه: نړیوال جام کې د افغانستان او سریلنکا لوبه

شېبه په شېبه: نړیوال جام کې د افغانستان او سریلنکا لوبه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې خپله دوهمه لوبه څو شېبې وروسته د سریلنکا لوبډلې پر وړاندې پیلوي. افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ۱۰۵ منډو په توپیر بنګله دیش ته وبایلله. دلته یې په اړه شېبه په شېبه مالومات لوستلی شئ.

کریکټ‌: نیوزیلنډ انګلستان ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه

کریکټ‌: نیوزیلنډ انګلستان ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوالو سیالیو کې نیوزیلنډ انګلستان ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه. په لوبه کې د نیوزیلنډ ټېم ساوتي په زړه پورې بالنګ وکړ او ۷ وېکټې یې واخیستې. انګلستان د سر درې توپوهونکي پر ۵۷ منډو له لاسه ورکړل.

کرېکټ: زمبابوی متحدو عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

کرېکټ: زمبابوی متحدو عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

نیوزلنډ کې د پنجشنبې په ورځ زمبابوی د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې متحدو عربي اماراتو ته په څلورو وېکټونو ماتې ورکړه. متحدو عربي اماراتو لومړی لوبه وکړه او ۲۸۵ منډې یې جوړې کړې.

افغانستان د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه بنګله دیش ته وبایلله

افغانستان د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه بنګله دیش ته وبایلله

افغانستان د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو خپله لومړۍ لوبه د بنګله دیش پر وړاندې د ۱۰۵ منډو په توپیر وبایلله. افغان لوبډلې د بنګله دیش د ۲۶۷ منډو په ځواب کې یوازې ۱۶۲ منډې جوړې کړای شوې.

شېبه په شېبه: د افغانستان او بنګله دېش لوبه

شېبه په شېبه: د افغانستان او بنګله دېش لوبه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د تاریخ جوړولو په درشل کې ده. څو شېبې وروسته به ملي لوبډله د بنګله دیش پر وړاندې د کرېکټ د نړیوال جام سیالیو خپله لومړنۍ لوبه ترسره کوي. دلته یې په اړه شېبه په شېبه معلومات لوستلی شئ.

بنګله دیش افغانستان ته د ۲۶۸ منډو هدف ټاکلی

بنګله دیش افغانستان ته د ۲۶۸ منډو هدف ټاکلی

افغانستان د نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې د بنګله دیش لوبډله ۲۶۷ منډو ته محدوده کړه. د لوبې پچه بنګله دیش وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه. په نننۍ لوبه کې افغانستان دولت ځدران او عثمان غني نه وو لوبولي.

نبي: د بنګله دیش درناوی کوو خو نه ترې ډاریږو

نبي: د بنګله دیش درناوی کوو خو نه ترې ډاریږو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان او روزونکي په کانبره کې خبري کانفرانس ته وويل چې که له خپل استعداد سره سمه لوبه وکړي، بری یې په برخه کېدای شي.

د توپوهونکو د بې پروا لوبې سربېره نیوزیلنډ سکاټلنډ ته ماته ورکړه

د توپوهونکو د بې پروا لوبې سربېره نیوزیلنډ سکاټلنډ ته ماته ورکړه

د ۱۴۳ منډو هدف خورا اسان ښکارېده او نیوزیلنډ یوازې په ۲۵م اوور کې پوره کړ. خو د نیوزیلنډ توپوهونکو په ظاهره بې پروا بیټنګ وکړ او هدف ته تر رسېدو یې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل. د دوی له لورې هېڅ بیټسمین ۵۰ منډې و نه شوای کړای.

کریکټ‌ نړیوال جام:‌ ایرلنډ ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

کریکټ‌ نړیوال جام:‌ ایرلنډ ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په بي ګروپ کې ایرلنډ ویسټ انډیز ته په څلورو وېکټونو ماتې ورکولو سره دغو سیالیو کې لومړۍ بریا تر لاسه کړه. دغه لوبه کې، چې د نیوزلنډ نیلسن ښار په سیکسټن فیلډ کرېکټ لوبغالي کې تر سره شوه.

کریکټ:‌ هند لوبه د ۷۶ منډو په توپیر وګټله

کریکټ:‌ هند لوبه د ۷۶ منډو په توپیر وګټله

پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۷ اوورنو کې ۲۲۴ منډې جوړې کړې او دې سره هند د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د خپل دودیز سیال خلاف لومړۍ بریا تر لاسه کړه. دا شپږم ځل دی، چې هند پاکستان ته د نړیوال جام سیالیو کې ماتې ورکوي.

نوي زیلنډ او استرالیا سري لانکا او انګلستان ته ماتې ورکړه

نوي زیلنډ او استرالیا سري لانکا او انګلستان ته ماتې ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړیوالو سیالیو په لومړۍ پرانیستې سیالۍ کې کوربه هېواد نوي زیلنډ سریلانکا ته په ۹۸ منډو ماتې ورکړه. کوربنې استرالیا هم انګلستان مات کړ.‌

د کریکټ په باب د اشرف غني او نرندرا مودي تیلیفوني خبرې

د کریکټ په باب د اشرف غني او نرندرا مودي تیلیفوني خبرې

د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړیوالو سیالیو ته د افغان کریکټ لوبډلې لارې موندلو مبارکي ویلې او افغان ټیم ته یې د بریا هیله ښودلې ده. ددواړو هېوادونو مشرانو هند ته د اشرف غني د سفر په اړه هم خبرې کړې دي.

د انگلستان دوه وتلي لوبغاړي افغانستان سره نه لوبېږي

د انگلستان دوه وتلي لوبغاړي افغانستان سره نه لوبېږي

د انگلستان په کرېکټ ملي لوبډله کې د پيل منډه جوړونکى او ورو بالر معين علي او تېز بالر کرېس وکس د ټپونو له امله له افغانستان سره په لوبه کې ځاى نه لري.

انځورونه

د عکسونو البوم

د هند او زمبابوې جالبه او استرالیا او سکاټلنډ یو اړخیزه لوبه

د عکسونو البوم
د هند او زمبابوې جالبه او استرالیا او سکاټلنډ یو اړخیزه لوبه

زمبابوې د نړیوال جام په خپلې وروستۍ لوبې کې له هند سره خورا ښه سیالي وکړه او د ۲۸۸ منډو هدف یې ورته وټاکه خو د هند د توپوهونکو په پرتلیز ډول ډېرې تجربې له کبله یې لوبه وبایلله. بل خوا سکاټلنډ بیا خپله وروستۍ لوبه په خورا لوی توپیر سره وبایلله.

د عکسونو البوم

د سډني په باراني موسم کې د افغانستان او انګلستان سیالي

د عکسونو البوم
د سډني په باراني موسم کې د افغانستان او انګلستان سیالي

افغانستان د استرالیا د سډني په باراني موسم کې د کرېکټ نړیوال جام خپله وروستۍ لوبه انګلستان ته وبایلله. نننۍ لوبه درې ځلې د باران له کبله ودرول شوه او پای کې لوبڅاران اړ شول چې د اورونو شمېر کم کړي.

د عکسونو البوم

په نړیوال جام کې د هند د پرله پسې پنځمې بریا انځورونه

د عکسونو البوم
په نړیوال جام کې د هند د پرله پسې پنځمې بریا انځورونه

هند له تمې سره سم خپل سیال او نسبتا ضعیفې لوبډلې ایرلنډ ته په ستر توپیر ماته ورکړه او په بي ګروپ کې یې د سر ځای خپل کړ. بل خوا ایرلنډ په دغه لوبه کې د بریا له لارې منځلوبو ته وتلو چانس له لاسه ورکړ. خو د پاکستان پر وړاندې بل چانس هم لري.

د عکسونو البوم

د سکاټلنډ او بنګله دیش لوبه په انځورونو کې

د عکسونو البوم
د سکاټلنډ او بنګله دیش لوبه په انځورونو کې

سکاټلنډ د ۳۱۸ منډو سربېره خپله لوبه بنګله دیش ته وبایلله چې د دوی د کمزوري بالنګ برید ښکارندويي کوي. له دې ماتې وروسته سکاټلنډ منځلوبو ته د لار موندنې چانس هم له لاسه ورکړ.

د عکسونو البوم

انځورونه: د جنوبي افریقا او ایرلنډ یو اړخیزه لوبه

د عکسونو البوم
انځورونه: د جنوبي افریقا او ایرلنډ یو اړخیزه لوبه

د کرېکټ نړیوالو اتلولیو په سیالیو کې نن (مارچ ۴) د جنوبي افریقا او ایرلنډ تر منځ لوبه وشوه.

د عکسونو البوم

د پاکستان او زمبابوې جالبه لوبه او د انګلستان ستره ماته په انځورونو کې

د عکسونو البوم
د پاکستان او زمبابوې جالبه لوبه او د انګلستان ستره ماته په انځورونو کې

زمبابوې چې د نړیوال جام یو له نسبتا ضعیفو لوبډلو حسابېږي د پاکستان پر وړاندې په خپله لوبه کې ډېر ښه وځلېد او بل خوا انګلستان له سریلنکا نه په خورا ستر توپیر لوبه وبایلله.

د عکسونو البوم

د نړیوال جام کوربه لوبډلو تر منځ د خورا جالبې لوبې انځورونه

د عکسونو البوم
د نړیوال جام کوربه لوبډلو تر منځ د خورا جالبې لوبې انځورونه

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نیوزیلنډ استرالیا ته یوه وېکټه او هند د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته پر ۹ وېکټو ماته ورکړه. دلته د دغو لوبو انځورونه لیدلی شئ.

د عکسونو البوم

زمبابوې سره په لوبه کې د ګېل تاریخي بیټنګ

د عکسونو البوم
زمبابوې سره په لوبه کې د ګېل تاریخي بیټنګ

د ویسټ انډیز مشهوره او تېز توپوهونکي کرېس ګېل د کرېکټ نړیوال جام د تاریخ لومړۍ غبرګه سلیزه ووهله چې په مټ یې ویسټ انډیز زمبابوې ته پر ۷۳ منډو ماته ورکړه.

د عکسونو البوم

د کرېکټ نړیوالې اتلولۍ: اتمه ورځ

د عکسونو البوم
د کرېکټ نړیوالې اتلولۍ: اتمه ورځ

د کرېکټ نړیوالو اتلولیو په اتمه ورځ لومړۍ لوبه د افغانستان او سریلنکا او دویمه هغه د هند او جنوبي افریقا تر منځ ترسره شوه.

د عکسونو البوم

د نیوزیلنډ پر وړاندې د انګلستان شرمونکې ماته

د عکسونو البوم
د نیوزیلنډ پر وړاندې د انګلستان شرمونکې ماته

د نیوزیلنډ تېز بالر ټېم ساوتي ۷ وېکټې واخیستې او د انګلستان لوبډله یې یوازې پر ۱۲۳ منډو وسوځوله. په ځواب کې د نیوزیلنډ کپتان برېنډن میککلم په حیرانونکي ډول تېزه توپوهنه وکړه چې مټ یې دوی ټاکل شوی هدف په ۱۳م اوور کې پوره کړ.

د عکسونو البوم

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ لوبه

د عکسونو البوم
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ لوبه

د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ په نړیوال جام کې افغانستان د چهارشنبه په ورځ خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره وکړه. افغانستان دغه لوبه د ۱۰۵ منډو په توپیر، بنګله دېش ته وبایلله.

د عکسونو البوم

د نیوزیلنډ بالرانو د سکاټلنډ توپوهونکي مات کړل

د عکسونو البوم
د نیوزیلنډ بالرانو د سکاټلنډ توپوهونکي مات کړل

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې کوربه نیوزیلنډ په خپله دوهمه لوبه کې نسبتا ضعیف سیال سکاټلنډ ته د خپلو بالرانو د پیاوړي بالنګ په مټ ماته ورکړه.

د عکسونو البوم

د عکسونو البوم: د ایرلنډ او ویسټ انډیز لوبه

د عکسونو البوم
د عکسونو البوم: د ایرلنډ او ویسټ انډیز لوبه

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په بي ګروپ کې ایرلنډ ویسټ انډیز ته په څلورو وېکټونو ماتې ورکولو سره دغو سیالیو کې لومړۍ بریا تر لاسه کړه. دا لومړی ځل دی، چې اوسنیو نړیوال جام سیالیو کې یوه لوبډله ټاکلي هدف ته رسیږي.

د عکسونو البوم

نړیوال جام سیالیو کې د هند پر وړاندې د پاکستان پرله پسې شپږمه ماته

د عکسونو البوم
نړیوال جام سیالیو کې د هند پر وړاندې د پاکستان پرله پسې شپږمه ماته

هند خپل دودیز سیال پاکستان ته د سر لوبغاړي وېرات کوهلي د سلیزې په مټ د شپږم ځل لپاره په نړیوال جام سیالیو کې ماته ورکړه. په دې ترتیپ، په ۱۹۷۵ کال کې د نړیوالو اتلولیو له پیل راهیسې، پاکستان تر اوسه له هند نه یوه لوبه هم نه ده ګټلې.

د عکسونو البوم

استرالیا او نیوزیلنډ نړیوال جام سیالۍ له بریاوو سره پیل کړې

د عکسونو البوم
استرالیا او نیوزیلنډ نړیوال جام سیالۍ له بریاوو سره پیل کړې

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کوربه لوبډلو نیوزیلنډ او استرالیا خپلې خپلې لومړۍ لوبې په خوار اسانۍ سره وګټلې.

د عکسونو البوم

کرېکټ سره د افغانانو لېوالتیا

د عکسونو البوم
کرېکټ سره د افغانانو لېوالتیا

د افغانستان په لر او بر کې د ځوانانو د لارو او کوڅو د کرېکټ په زړه پورې انځورونه. له هغه راهیسې چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نړیوالو لوبو ته لار موندلې، کرېکټ سره د افغانانو لېوالتیا خورا ډېره شوې ده.

د عکسونو البوم

د کرېکټ نړیوال جام: د پرانیستې مراسم

د عکسونو البوم
د کرېکټ نړیوال جام: د پرانیستې مراسم

د کرېکټ زرګونه مینه وال د نیوزیلنډ په هګلي پارک کې راټول شوي و چې په استرالیا او نیوزیلنډ کې د دغو لوبو اتلولۍ د پرانیستنې مراسم وګوري. په تېرو ۲۳ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې استرالیا او نیوزیلنډ په ګډه د کرېکټ د نړیوال جام کوربتوب کوي.

د عکسونو البوم

د عکسونو البوم: د افغانستان او هند تمریني لوبه

د عکسونو البوم
د عکسونو البوم: د افغانستان او هند تمریني لوبه

د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام سیالیو له پیل نه وړاندې په خپله لومړنۍ تمریني لوبه کې له هند نه د ۱۵۳ منډو په توپیر ماته ومنله.

د عکسونو البوم

د کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې د ملي لوبډلې لومړی چانس

د عکسونو البوم
د کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې د ملي لوبډلې لومړی چانس

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د یو ورځنيو نړيوالو لوبو جام کې د ګډون لپاره د اسټرالیا او نیوزیلنډ پر لور وخوځېده. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نړیوال جام ته د کریکټ ملي لوبډله رخصت کړه.

پښتونخوا کالم: د افغانستان دې مبارک شي

د کرېکټ نړیوالو اتلولیو لوبو کې، افغانستان چې سکاټلنډ ته کومه ماتې ورکړې ده دا د افغانانو لپاره د خوشحالۍ موقع وه او هر ځای چې افغانان میشت وو هغوی د خپل ټیم په بریالیتوب د خپلې خوشحالۍ څرګندونه وکړه.

د نړیوالې اتلولۍ لپاره غوره شوي لوبغاړي

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو لپاره افغان کرکېټ بورد ۱۵ تنه غوره کړي چې دلته یې په اړه لنډ ژوند لیک لوستلی شئ

د کرېکټ نړیواله اتلولي: د افغانستان د لوبو مهالوېش

د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړیوالو سیالیو کې،‌ چې د شنبې په ورځ استرالیا او نوي زیلنډ کې پیلېږي، ۱۴ هېوادونه ګډون کوي.‌ افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د فبروري په ۱۸مه له بنګله دیش سره کوي.

د کرېکټ نړیواله اتلولي: د ټولو لوبو مهالوېش

د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړیوالو سیالیو کې،‌ چې د شنبې په ورځ استرالیا او نوي زیلنډ کې پیلېږي، ۱۴ هېوادونه ګډون کوي.‌

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لنډ تاریخ

د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ په لومړي ځل په کال ۱۹۷۵ کې پیل شوې. او له هغه راهیسې تر اوسه د نړیوال جام لس سیالې تر سره شوې دي. په دې ویډیو کې درته د دغو نړیوال جام سیالیو لنډ تاریخ وړاندې کوو.

د کرېکټ اصطلاحات

که یو خبریال یاست او غواړئ د کرېکټ لوبې په اړه خبر جوړ کړئ نو کولی شئ د بي بي سي اکاډمي د دغې اصطلاحپاڼې په مټ د لوبې اساسي توري وګورئ او رپوټ مو بې له کومې ستونزې خپور کړئ.

د کرېکټ لوبه څنګه ترسره کېږي؟

کرېکټ ګڼ قانونونه لري. دغه انځوریزه تشریح به د کرېکټ لوبې د مهمو قانونونو او فعالیتونو په اړه د پوهاوي پیدا کولو په برخه کې له تاسې سره مرسته وکړي.

له پېښوره تر نړیوال جام پورې

د ١٩٩٧ کال ژمى و. خبر شوم چې يو شمېر افغان لوبغاړي پېښور ته تللي چې لوبه وکړي. د لوبډلې کپتان، تېز بالر ، روزونکى او پالونکى الله داد نوري و. شمېره مې يې وموندله.

د هند او پاکستان پر لوبه ژوندۍ تبصره

بي بي سي هندي څانګه وايي اوس به د دغه فلمي ستوري ارمان پوره کېږي. اميتاب بچن به د هند او پاکستان تر منځ د کرېکټ د نړيوالو لوبو ژوندۍ تبصره وړاندې کوي.