بي بي سي سره د کار موقع

بي بي سي پښتو له ۱۹۸۱ کال راهیسې خپرونې پیل کړي د انځور حقوق Getty Images
Image caption بي بي سي پښتو له ۱۹۸۱ کال راهیسې خپرونې پیل کړي

بي بي سي په کابل او پېښور کې د پښتو انلاین لپاره دوو ژورنالیستانو ته اړتیا لري چې د ښځو چارو برخه کې خبریالي وکړي.

قرارداد د ۱۲ میاشتو لپاره دی او قوانین او شرایط په پام کې نیول کېږي.

بریالۍ ژونالیسته/ژورنالیست باید په هغه هېواد کې چې غواړي دنده په کې وکړي، د کار کولو اجازه ولري. که غواړئ، په اوونۍ کې یوازې څو ورځې کار هم کولی شئ. په هغه صورت کې لطفاً دا خبره په خپل غوښتنلیک کې ذکر کړئ.

د ژورنالیستې/ژورنالیست په توگه به ستاسې دنده څېړنه، په پښتو د انلاین او ټولنیزو رسنیو لپاره د لیکلو او ویډیويي رپوټونو جوړول وي. د دې تر څنګ به له نورو ښځینه بلاګرانو سره پر بېلابېلو موضوعګانو بلاګونه تنظیموئ.

په نورو دندو کې مو دا هم راځي چې له ولسي وګړو، چارواکو او مهمو څېرو سره مرکې وکړئ. همدارنګه پروگرامونه او پر فیسبوک لایف بحثونه وړاندې کړئ.

ستاسې بل مسولیت به دا وي چې چټکه او سمه ژباړه وکړئ او پر انټرنټ د خپرېدو له پاره مواد چمتو کړئ.

د پښتو انلاین ژورنالیسته/ژورنالیست بايد پر پښتو د لومړنۍ ژبې په توگه بشپړ واک ولري او ورسره يې انگريزي هم تر لوړې کچې زده وي.

سربېره پر دې، د افغانستان، پښتونخوا، سيمې او نړۍ پر حالاتو پوهېدل او د سيمې د رسنيو د بازار پېژندل هم ضروري دي.

د انلاین ژورنالیسته/ژورنالیست بايد د ليسانس تر کچې يا له هغې سره معادلې زده کړې ولري. همدارنګه په وروستيو دوو کلونو کې د خبریالۍ په برخه کې تجربه هم د دغه کار په ترلاسه کولو کې يو مهم امتياز گڼل کېږي.

ددې ترڅنگ، د کمپيوټر په کارولو کې بشپړ مهارت، پښتو ټايپ او دغه راز پر انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو پوهېدل او ترې گټه اخيستل د گومارنې شرطونه گڼل کېږي.

هغه غوښتونکي چې د غوښتنپاڼو د څېړنې په لومړي پړاو کې غوره شوي وي، د لیکلې ازموينې او مخامخ مرکې له پاره رابلل کېږي.

تاسو کولی شئ خپله CV د اګست تر ۱۶ مې پورې دې برېښنالیک ته واستوئ:

Karim.Haidari@bbc.co.uk

د دې تر څنګ تاسې کولی شئ خپل غوښتنلیکونه په لاندینو لینکونو ډک کړئ او موږ ته يې را واستوئ.

پېښور کې د دندې لپاره غوښتنلیک: Broadcast Journalist, Women Affairs Peshawar

کابل کې د دندې لپاره غوښتنلیک: Broadcast Journalist, Women Affairs Kabul