پر موبايل د خبرونو د ترلاسه کولو لار

موبايل

--------------------------------------------------------------------------

څرنگه په موبايل باندې د بي بي سي د خبرونو برخه خپلې غوره يا فيوريټ ته ليږدولى شم؟

د پاڼې غوره کول تاسو ته بل وار دغې پاڼې ته ورتگ او موندل اسانه کوي .د بي بي سي موبايل د کارولو پر وخت تاسو بووک مارک ، اډ بووک مارک يا فيوريټ د خپل فون په اپشن برخه کې کېکاږئ. بل ځل په خپل فيوريټ برخه کې د بي بي سي لينک کېکاږئ چې مخامخ د بي بي سي موبايل برخې ته لاړ شئ. بووک مارک په برخه کې د نورو معلوماتو لپاره د خپل گرځنده فون لارښود ته رجوع وکړئ .

د بي بي سي موبايل ادرس څه دى ؟

http://www.bbc.co.uk/pashto/mobile

دغه پته په خپل فيوريت يا بووک مارک کې خوندي کړئ چې هر ځل يې بيا ليکلو ته اړ نه شئ .

د بي بي سي موبايل کارول څومره لگښت غواړي

بي بي سي له تاسو پيسې نه غواړي چې تاسو يې د موبايل توکي وکاروئ . خو ستاسو د موبايل شرکت شايد د اينټرنيټ ډيټا پر کارولو له تاسو پيسې وغواړي. که تاسو نه ياست خبر چې څومره پيسې له تاسو غواړي نو خپل فون شبکې سره تماس ونيسئ .

د لگښت کمول

پر موبايل بايد د اينټرنيټ پاڼو د کتلو په ترڅ کې د لگښت کمولو يو څو ساده لارې شته:

د ديتا اخيستل: که مياشتنى يا ورځنى ديتا وپېرئ نو پوهيږئ چې تر څومره حده پورې اينټرنيټ کارولى شئ ، د نورو معلوماتو لپاره له خپل تيلې فوني شرکت سره تماس ونيسئ

واى فاى وکاروئ:ډير موبايل تيلې فونونه اوس خپله واى فاى سيستم لري . تاسو د بي بي سي پښتو کارولو لپاره په دې ډول لږه ديتا کارولى شئ، که باوري نه ياست چې ستاسو فون واى فاى سيستم لري که نه نو د خپل فون جوړونکي شرکت سره تماس ونيسئ .

له بي بي سي سره څرنگه تماس ونيسم؟

موږ د خپل موبايل سرويس په باب د هر ډول نظر هرکلى کوو .

خو لطفآ په ياد ولرئ چې هر نظر ته جلا ځواب نه شو ويلى.

تاسو خپل نظر ، پوښتنه يا وړانديز په دې پته راليږلى شئ: pashto@bbc.co.uk

له نورو پاڼو سره د لينک په برخه کې د بي بي سي تگلاره څه ده ؟

که له موضوع سره سر وخوري نو بي بي سي موبايل د بهرنيو سايټونو لينک ورکوي . موږ دا کار د پيسو په بدل کې ، يا د کوم خدمت يا بل څه لپاره نه کوو. د بي بي سي په موبايل برخه کې ټول ورکړل شوي لينکونه داسې بلل شوي چې له موضوع سره سر خوري.

بي بي سي د نورو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت په غاړه نه اخلي که څه هم د هغوى پاڼې په پرله پسې ډول کتل کيږي چې کار يې څرنگه دى . د بهرنيو وېبپاڼو لينک بايد داسې ونه بلل شي چې بي بي سي د هغوى ملاتړ کوي .

د بهرنيو ويبپاڼو د وړتيا په برخه کې بي بي سي ستاسو د نظر هرکلى کوي . که غواړئ چې تاسو پرې څه وواياست لطفآ له موږ سره تماس ونيسئ.