غشي ویشتنه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نړۍ کې د ډله ييزې غشي ویشتنې تر ټولو غوره غړى ايم ډونګ هون دی چي په یوه سترګه ړوند دی.

غشي ویشتنه د لومړي ځل لپاره د ۱۹۰۰م کال کې اولمپیک لوبو ته ورګډه شوه خو بېرته ترې وایستل شوه، تر هغو چې پر۱۹۷۲م کال بیا راغله او د تل لپاره پاتې شوه. له هغه مهاله چې دا په ۱۹۸۸ م کال کې ډله ييزه لوبه شوې، جنوبي کوريا پکې تر ټولو بر لاسې ده چې د اولمپيک په تېرو اوو لوبو کې يې ترټولو ډېر مډالونه تر لاسه کړيدي.

د اولمپيک د ډېرو نورو لوبو خلاف، په دې کې ښځې له هماغه پيله گډون لري او اوس يې د جنوبي کوريا ښځينه ډله عملا" نه ماتېدونکې ده. د غشي ويشتونکو مهارت ته نړيوال پام د ۱۹۹۲م کال کې د بارسېلونا په لوبو کې هغه مهال ور واوښت چې يوه معيوب (پاراولمپيک) غشي ويشتونکي انتونيو رېبېلو د خپل ځلاند غشي په ويشتلو د اولمپيک ډېوه بله کړ.

د لندن په اولمپیک لوبو کې د ۱۲۸ ویشتونکو په گډون د څلورو مډالو لپاره د غشو سيالۍ کېږي.

غشي ویشتنه خورا ډېره توله، تر فشار لاندې د پام ټول ساتل او دا ځواک غواړي چې ليندۍ شاته کش او غشى په ساعت کې د څه باندې ٢٤٠ کيلومترو (١٥٠ ميلو) په چټکتيا خوشې شي.

په غشي ويشتنه کې هڅه داده چې نښه له اويا مترو څخه وويشتل شي. نښه په لسو کړيو ويشل شوې، داسې چې يوه نومره پر بهرنۍ کړۍ او لس د نښې په منځ کې پر زرينې کړۍ د غشي لگېدو ته ورکول کېږي.

د سیالۍ په وروستۍ برخه کې هرغشی ویشتونکی ۱۲ غشي لري او هغه څوک یې ګټي چې زیاتې نومرې تر لاسه کړې وي.

د اولمپیک غشی چې " د کوږ غشي" په نامه هم پېژندل کېږي، د سپورتي وسايلو خورا پېچلې برخه ده چې ډېره له فايبرگلاس (ښيښه يي پلاستيک)، کاربن او د گڼو ټوټو له يوه لرگي څخه چې ټينگ يې ساتى، جوړ شوى دى.

په نړۍ کې د ډله ييزې غشي ویشتنې تر ټولو غوره غړى ايم ډونګ هون دی چي په یوه سترګه ړوند دی. دی د جنوبي کوریا د لوبډلې غړى دى چې پر ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ کلونو یې د سرو زرو مډالونه وګټل.

د غشي ویشتنې سیالۍ به د لندن په لارډز کریکيت ډګر کې وي. هلته د ازمیښتي سیالیو پرمهال دا اندیښنې پورته شوې چې کیدی شي د ستنو ترمنځ لگېدونکې سيلۍ پر غشي ویشتنې اغیز وکړي، خو دې د نويو ريکارډونو د ټينگولو لپاره هڅو کې د جنوبي کوريا د لوبغاړو مخه ونه نيوله.