سل متريزه ځغاسته

Image caption چټکه ځغاسته د ۱۸۹۶م کال د آتن له لوبو راهیسې په هر اولمپیک کې کیږي.

سل متریزه چټکه ځغاسته به د لندن د ۲۰۱۲ م کال په اولمپیک کې تر ټولو زیات کتونکي ولري.

په دې کې به د نړۍ خورا چټک ځغستونکى یوسېن بولت هڅه وکړي چې د ۲۰۰۸ کال د لوبو په څېر چې د سرو مډال يې ور په برخه کړ، وځغلي او يا تر هغه هم ښه وځلېږي.

دا ډول ځغاسته د اولمپیک ترټولو نگه او ساده لوبې بلل کېږي چې په څه کم لسو ثانيو کې لوبغاړي ته يا تخت رسېږي يا تخته.

یو ناسم لومړنى ګام کولی شي دوی له لوبې وباسي او ناکام یې کړي. موخه دا ده چې د لوبې د پيل لپاره د تومانچې له ډز سره سم ځغستونکى د نورو له منځه لکه غشى ووځي او د سترگو په رپ کې وروستۍ چټکتيا تر لاسه کړي.

یوسېن بولت اوس په ۹.۶۹ ثانیو کې د اولمپیکي لوبو د چټکې سل متریزې ځغاستې ريکارډ او په ۹.۵٨ ثانیو کې د نړیوال ریکارډ درلودونکى دی خو په ۲۰۱۱م کال کې د دایګو د نړیوالو اتلولیو په وروستۍ سيالۍ کې له لوبو بې برخې شو.

چټکه ځغاسته د ۱۸۹۶م کال د آتن له لوبو راهیسې په هر اولمپیک کې کیږي. په لرغوني یونان کې به ځغاستونکو لوڅې پښې او بربنډ پر شګو منډې وهلې.

یوسېن بولټ له موره په ملا کوږ زېږېدلى او د سکولیوسېس ناروغي لري. په دې کې د ملا تير کږېږي او پونډۍ خوږ لري نو ځکه د هغه يوه پښه اوږده او بله لنډه ده.

د چټکې سل متریزې ځغاستې د سرو زرو مډال يو وتلى ګټونکی جیسي اووېنز و چې د ناڅي جرمني د توکمیز چلند تبلیغات یې د ۱۹۳۶م کال د برلین په لوبو کې په خپل بري بنسټه وخېژول.

که چېرې د چټکې سل متريزې منډې پر مهال د شا له خوا د باد چټکتيا په ثانيه کې له ١.٢ مترو څخه ډېره وي، ريکارډ يې سم نه بلل کېږي.

د یوسېن بولت اصلي سیال د هغه خپل جمایکایی وطنوال اسافا پاوېل دی چې د ځغاستې لوړه وړتیا یې ۹.۷۲ ثانیې ده. ټاکل شوې وه چې دوی تر اولمپیک مخکې په اوسلو او روم کې سیالۍد ځغاستې سيالۍ سره وکړي.