ملګرې رسنۍ

  • 18 اپریل 2013 - 29 وری 1392

د بي بي سي پښتو خپرونې او پروګرامونه په مختلفو بڼو اوریدونکو، لوستونکو او کتونکو ته مطالب خپروي. تاسو موږ په رادیو، انلاین او ګرځنده تیلیفون کې موندلی شئ.

دمګړۍ تاسې د بي بي سي پښتو خپرونې له دې رسنیو هم موندلی شئ.

د بي بي سي نړیواله څانګه غواړي چې په نړۍ کې د باوري او لوړ معیار لرونکو رسنیو سره کار وکړي.

له بي بي سي سره د ملتيا لپاره لطفا ‎زموږ سره په تماس شئ

ټلویزون

د شمشاد خصوصي ټلویزون په ۲۰۰۶ کال کې خپرونې پيل کړي. شمشاد یو خصوصي چینل دی چې خبري، ښوونیزې او تفریحي خپرونې لري. شمشاد اېف اېم هم د همدې ادارې یوه برخه ده چې په ۲۰۱۲ کال کې پيل شوه.

شمشاد ټلویزون د ډیورنډ کرښې دواړه خواوو ته په هغو ټولو سیمو کې خپرونې لري چې پښتانه په کې مېشت دي. په ختیځ کې له کونړه نیولې تر سویلي سپن بولدک سیمې. د هېواد په شمال او لویدیځ کې هم په ټولو لویو ښارونو کې د شمشاد ټلویزون خپرونې خپرېـږي.

د دغه ټلویزون ټولټال ۱۸ سیمه ییز مرکزونه:

په لویدیځ کې هرات، فراه او زرنج.

په شمال کې مزار شریف، پل خمري او کندز.

په سویل کې کندهار، هلمند، سپین بولدک، زابل او غزني.

په ختځ کې تورخم، کونړ او جلال آباد

او په سویل ختیځ کې ګردېز او خوست.

شمشاد همدا رنګه د سټلایټ له لارې په ټول هېواد، او ورسره په امریکا، اروپا، استرالیا او سویلي آسیا کې هم لیدل کېـږي.

د بي بي سي اډیټران له شمشاد سره په ګډ کار خوښ دي.

انلاین

پژواک

پژواک خبري اژانس په افغانستان کې تر ټولو لوى ،باوري او خپلواک خبري اژانس دى . مرکزي دفتر يې په کابل ښار کې دى او د ۱۷ سيمه ييزو دفترونو او دهېواد په ګوټ- ګوټ کې د خبريالانو د يوې پراخې شبکې په درلودو سره خبرونه، فيچرونه، تحليلونه او مرکې په پښتو، دري او انګليسي ژبو خپروي.

د افغانستان تعليمي موسسه په ۱۹۹۴کې د بي بي سي له خوا تاسيس او له ۲۰۱۲ راهيسې د خپلواک افغاني سازمان په توګه فعاليت کوي. یادې موسسې خلکو ته د سروې پر بنسټ په ساده ژبه او تفريحي بڼه د نورو د تجربو په وړاندې کولو له يو بل څخه د زده کړې لاره آواره کړې ده. د دغې موسسې خپرونې، د نوي کور نوي ژوند د ډرامې په شمول، چې د ټولنې د ټولو قشرونو لپاره دي، لومړی د بي بي سي او ورپسې د سيمه ييزو راډېوګانو له لارې خپرېږي.