د سفر پیل او پای

Image caption د حلقوي سرګ ټول پروګرام زموږ په رادیو کې خپاره شوي چې دلته یې موندلی شئ

د افغانستان لومړۍ لمبر لویه لار یا حلقه یي سړک چې د ۳۳۶۰ کیلومترو یو ځنځیر دی، د افغانستان د۳۴ ولایتونو له ډلې څخه ۱۶ یې یو له بل سره نښلوي.

د افغانستان د وگړو له دریو نژدې دوه برخې ددې لویې لارې په پنځوس کیلومترۍ کې ژوند کوي او دا لوی رگ چې لومړنۍ حجرې یې ۵۲ کاله د مخه د کندهار- کابل د لویې لارې په جوړېدو را ورغېدې، د هېواد د ډېرې برخې حیاتي شاهرگ جوړوي.

هغه مهال چې د افغانستان بیا رغاونه دولس کاله د مخه د نړیوالې ټولنې لوی ماموریت وبلل شو، ددغې لویې لارې بیا رغول یې د سر ټکی شو او د حامد کرزي د حکومت د پروگرامونو په سر کې راغی.

که څوک وغواړي چې په تېرو ۱۲ کلو کې د افغانانو د ژوندانه بدلونو ته ځیر شي، نو زموږ له نظره یې ښه لار پر دغه لوی واټ سفر دی.موږ پر همدغه لوی واټ د تگ ملا تړلې او تاسې هم له ځانه سره بیایو چې په پای کې د ژوندانه د بېلابېلو اړخونو په اړه تر وسه وسه یو روښانه انځور درته وړاندې کړی شو.

زموږ په دې رپوټونو کې به اصلي څېره همدا لوی حلقه یي یا کړۍ واټ وي او ددې واټ په اوږدو کې به له هره پلوه د حالت څرنگوالی د ژوندانه د بڼې ښودونکی شي.

په را روانو یوولسو ورځو کې به زموږ همکاران ددې واټ په اوږدو کې ستاسې د لارې ملگري وي. په دې سفر کې به ستاسې ځولۍ ته بېلابېل توکي را ولوېږي- پر امنیت او د لویې لارې پر رغېدو له خبرو نیولې بیا د واټ پر سفر د خدمتونو تر چمتو کېدو، د هغه تر اقتصادي ارزښت، پر واټ د موټر چلونې تر څرنگوالي او نورې مسالې.

دا سفر له حفیظ الله معروف او محمد قاضي زاده سره له لرغوني هرات نه پیلوو، د رپوټونو جنډه یا بیرغ به د لارې په اوږدو کې په وار سره زموږ نورو همکارانو ته ولېږدېږي او دا یون به مو په پای کې همدلته، په همدې لرغوني ښار- هرات کې بشپړ شي. هیله لرو چې د لارې په دې ټول بهیر کې را سره پاتې شئ او یوازې مو پرېنږدئ.