''د امریکا پر تله چین اوس پر پاکستان ډېر اغېز لري''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نیویارکر مقاله په ایران کې د افغانستان، هند او جاپان له لوري د بندر جوړولو یادوونه شوې

امریکايۍ اونیزې نیویارکر د افغانستان د چارو د کارپوه بارنټ روبین یو مطلب خپور کړی، چې پکې ویل شوي، په افغانستان کې د امریکا او چین ګټې سره غاړه شوي او چین هیڅکله نه غواړي هغه پانګونې له خطر سره مخامخ کړي چې کول یې غواړي.

د لیکوال په وینا د افغانستان په اړه د طالبانو د ملاتړ پر بنسټ د پاکستان ولاړې تګلارې د بدلولو لپاره تر ټولو غوره لار داده چې له چین سره په ګډه کار وشي، ځکه دده په وینا د امریکا پر تله چین اوس پر پاکستان ډېر اغېز لري.

د لیکوال په باور د ایران په مرسته چې له امریکا سره یې اړیکي ښه نه دي افغانستان، هند او جاپان چې درې واړه د امریکا ملګري هېوادونه دي، په ایران کې سمندري بندر جوړ کړی او په دې سره د پاکستان هغه هڅه هیڅ کړې چې غواړي افغانستان او منځنۍ آسیا ته د هند لاره وتړي.

لیکوال زیاتوي په دې سره د ګډ کار ښه چانس رامنځته کېدای شي، خو وايي که امریکا د نوې تګلارې له مخې افغانستان ته نور سرتېري واستوي او له ایران سره د دښمن په څېر چلند وکړي، ښايي دغه فرصت له لاسه ووځي.

د انځور حقوق AFP

امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغانستان په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې په افغانستان کې کشمکش داسې مهال پراخ شوی چې د امریکا نوی حکومت لا هم ددغه هېواد په اړه خپله تګ لاره نه ده روښانه کړې او د ډونالډ ټرمپ اداره په دغه هېواد کې له یوه پيچلي حالت سره مخامخ ده.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان رپوټ ورکړی چې د کابل بهیر په کانفرانس به د پاکستان په استازیتوب یودوه کسیزه پلاوی برخه واخلي.

د ورځپاڼې در اپور له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي او د ملګرو ملتونو د چارو په برخه کې مرستیاله به دغه غونډه کې ګډون وکړي.

ډان د دولتي سرچینو په حواله لیکي چې پاکستانی پلاوی له وړاندې په دغې غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته رسیدلی دی.

ورځپاڼې په افغانستان کې د بریتانیا د سفیر ډومینیک جیرمي هغه خبره هم را اخیستې ده چې وايي، د کابل نړیوال کانفرانس د سیمې د هېوادونو لپاره یوه مهمه غونډه ده چې له لارې یې وکولی شي په افغانستان کې د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره خپل رښتینی ملاتړ په ډاګه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل غونډه کې د پاکستاني پلاوي ګډون

بریتانوۍ ډیلې میل ورځپاڼې لیکلي چې یوې علمي څیړنې ښودلې چې د ځمکې د اقلیمي بدلون خبره نوې نه ده او په دې برخه کې بدلولونه له نن څخه ۱۱ زره او پنځه سوه کاله وړاندې د ډبرې په زمانې کې رامنځته شوي دي.

څېړنه ښيي چې له مړه سمندرګي څخه تر لاسه شوي شواهد ښيي چې په مړه سمندرګي کې بې سارې تخریبي آثار لیدل شوي دي.