افغانستان په نړيوالو رقابتونو کې څنګه خپلې گټې خوندي کولای شي؟

نړۍ
Image caption ستاسو غږ د پنجشنبه په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي

افغانستان چې د سولې د ټينگښت او د بيا رغاونې په ډگر کې د سيمي او نړۍ او پدې منځ کي تر ټولو زيات د خپلو لوديزو متحدينو او د گاونډيو هيوادونو په تېرا بيا د پاکستان اوايران همکارۍ ته اړتيا لري د ڼړيوالو او سيمه ايزه رقابتونو له ستونزې سره مخ دى.

ايران چې د طالبانو له نسکوريدو وروسته ظاهرا د افغانستان حکو مت سره نزدې اړيکي لري امريکا يي په دوه گونو سياست تورنوي او ادعا کوي چي د ايران حکومت وخت نا وخت په افغانستان کې ، حکو مت مخالفو ډلو ته وسلې او پيسي ورکوي چې ايران دغه ادعاوې هر وخت رد کړي دي .

او بر عکس ادعا کوي چې د امرېکې په مشرۍ په افغانستان کي د ڼاتو او ايتلاف ځواکونه په افغانستان کې له سولي او ثبات سره مرسته نشي کولى

همدا راز پا کستان او هند هم افغانستان سره يو د بل همکار ۍ ته د شک په ستر گه گوري او داسې انگيريړ په تېرا بيا پا کستان چې گني هند د افغانستان خاوره د هغو پر ضد کاروي

نوافغانستان ته د ولسمشر احمدي نژاد او پا کستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفرونو په بهانه مو دا وپتيله چې ددې اونۍ ستاسو غږ په پروگرام کې وڅيړو چې د هند او پا کستان او همدا راز د لوديز او ايران تر منيځ ددغو رقابتونو د شته والې په صورت کې افغانستان څنکه کولای شي خپلې گڼې خوندې او هم د يادو شوو هيوادونو مشروع او روا گټي وساتي

خپل نظرونه او پوښتنې د برېښناليک له لارې Pashto@bbc.co.uk ته راولېږئ او يا يې د پاڼې کيڼ اړخ ته په ټاکل شوي ځای کې وليکئ او را وايې ستویء.

يا هم د پنجشنبې پر ماښام مخامخ ستاسې غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړیء: 00442078360331

دغه راز د SMS يا پيغام ګوټي پر دغې شمېره موږ ته خپل ليکلی ټېلېفوني پيغام را لېږلای شیء: 00447786208888