پيلوځى: اوونيز ادبي هنري پروگرام

اوسکار
Image caption په پېلوزې کې اوسکار جايزو ته هم سر ورښکاره شوى دى

د مارچ د پنځمې پېلوزي پروګرام کې دغه موضوع ګانې ځای شوې دي:

په کابل کې د خدمتګار په نامه يوه نوې ورځپاڼې په غوړېدو پيل کړې، چې اوس مهال ورځ ترمنځ خپرېږي. د ورځپاڼو په غوړېدو رسنۍ پراخېږي، خو هر اړخيزې او اغېزناکې ورځپاڼې شته؟

د پېلوزې په بنډار کې د خدمتګار ورځپانې له چلوونکي بريالي جهېش او د وېسا ورځپاڼې له مشر زبير شفيقي پر ورځپاڼو خبرې کوو.

د بلوڅۍ ژبې او کلتور ودې ته دې پاملرنه وشي. دغه غوښتنه په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې شوې چې د کب په ۱۰ مه او ۱۱ مه چې د مارچ لومړۍ او دوهمه نېټه وه، د افغانستان په جنوب لوېديځ زرنج ښار کې جوړه شوې وه. د بلوڅۍ ژبې او فرهنګ د ودې دغې غونډې په اړه د افغانستان د سيمه ييزو څېړنو په مرکز کې د بلوڅۍ ژبې له مشر څېړونکی ستار پردلي اورو.

د سعودي ليکوال عبده خال د (ترمی بشرر) يا په (سپرغيو ويشتل) ناول د عربي کتاب د ۲۰۱۰ کال د عربي ناول نړيواله جايزه وګټله چې د بوکر جايزې په نامه هم يادېږي. دغه څه ډول ناوی دی؟

هولي دود يا په بله خبر د رنګونو جشن د هند د وګړيو په تېره بيا د هندي مذهب خلکو يو ډېر مهم او په همدې وخت کې ډېر مشهور دود دی.

هولي په هندي ژبه د سوځولو معنا لري. لکه څنګه چې د هند د اديبانو او فرهنګيانو په اثارو کې يادونه شوې، د هندو مذهب خلک په دې باور دي چې هولي جشن پر بدو د ښو برياليتوب معنا لري. په هند کې له هولي جشن او بيا د چينايانو د پړانګ له نوي کال هم خبرېږو

په پېلوزي کې اوسکار ته سر ورښکاره کوو چې په سږنيو سياليو کې به دا لومړۍ ځل وي چې له ۱۹۴۴ کال راهيسې د سياليو په ورستی پړاو کې د ۵ پر ځای ۱۰ فلمونه سره سيالي کوي.

او پرورګام په لنډو فرهنګي خبرونو راونغاړو.