ايا رښتيا هم اوږده موسکا عمر اوږدوي؟

Image caption څېړنه وايي چې په رښتينې موسکا او خوښۍ کې د سړي غومبوري او د خولې دواړې خواوې يوڅه له خپلې اندازې پورته کېږي او د سترګو په دواړو غاړو کې څه ناڅه نازکې ګونځې راپيدا کېږي.
د امريکا د ديترويت ايالت په "واين سټايټ پوهنتون " کې څېړونکو ويلي اوږده موسکا د اوږده عمر نښه ده.که څه هم دا څېړنه وړاندې شوې وه، خو د مارچ پر ۲۷مه د "هېلت ډې نيوز" وېبپاڼې خپره کړه.څېړندويې ډلې د هغو ۲۳۰ لوبغاړو انځورونه هم څېړلي، چې په ۱۹۵۰ کال کې يې د امريکا په بېسبال ډله کې لوبې کړې وې.څېړونکو د يادو شوو لوبغاړو په اړه مالومات هم د دې لپاره راغونډ کړي ول، چې ايا ولې د دوی ځينې ملګري اوږد ژوند لري.څېړندویې ډلې د دوی د پوهنتون د لاسوندونو سربېره په کورنیو کې د هغوی د شخصي او ټولنيز ژوند په اړه هم مالومات ترلاسه کړل.ان څېړونکو د دوی روغتيايي دوسیې هم وڅېړلې، چې په کومو کلونو کې يې څومره وزن درلود.په دغه څېړنه کې له ځينو هغو رضاکارانو چې د څېړنې په هدف نه وو خبر کړای شوي، دا وغوښتل شول، چې ايا د لوبغاړو په عکسونو کې داسې نوي څه احساسوي، چې د هغوی د ژوند په خوښۍ، خندا او موسکا دلالت وکړي، او دوی يې په اړه وپوښتل شول، چې ايا دا د هغوی د ژوند په اوږدوالي او يا هم لنډوالي کې کومه مرسته کولی شي او که څنګه.څېړونکو دې ته پام شو چې د ۲۰۰۹ د جولای مياشتې تر لومړيو پورې تر ۴۶ تنو پرته ياد شوي ټول لوبغاړي مړه شوي ول.د ښځينه ناروغيو، علم النفس او زيږنپوه ډاکټر ارنست ايپل په وينا، هغه لوبغاړي چې اوږده موسکا به يې کوله، اوږده عمرونه يې درلودل، خو هغه چې لږه او يا لنډه موسکا يې لرله، عمرونه يې لنډ وو.د "واين سټايټ" پوهنتون څېړونکی ايپل په دې اند دی چې اوږده موسکا په نېکمرغي، خوښۍ او د سړي په مثبت دريځ دلالت کوي، وايي "کله چې موږ موسکېږو، مصنوعي خوښي نه شو ښکاره کولی."پوهان دې ته هم ځير شول، چې رښتينې موسکا هغه ده چې پر مخونو له مصنوعي موسکا پرته راڅرګندېږي، چې "دوشيمي" موسکا ورته وايي."دوشيمي" د اعصابو په برخه کې يو فرانسوی پوه و چې د خوښۍ او نېکمرغۍ نښانې يې په ډاګه کولې.هغه به ويل چې په رښتينې موسکا او خوښۍ کې د سړي غومبوري او د خولې دواړې خواوې يوڅه له خپلې اندازې پورته کېږي او د سترګو په دواړو غاړو کې څه ناڅه نازکې ګونځې راپيدا کېږي.